کور / هراړخیز / دمرګ څخه وروسته نړۍ او توبه

دمرګ څخه وروسته نړۍ او توبه

نړۍ دهغه له مرګه وروسته څه فکر کاوه …
خبرچې دهغه ترسترګوشو ، حيران او فکرواخيست هغه داباورنه کاوه چې دهغه په هکله به داسې خبرخپورشې ، خوباالاخريقين ورته وشو چې د مرګ خبراو ورسره انځور هم د هغه خپل دى ، ليکل شوې ؤ :
الفريډ ومړ مګر هغه پدغه وخت نه داچې ژوندى ؤ بلکې په هوش او حواس کې هم ؤ هغه بله ورځپاڼه راواخيسته پکې ليکل شوې ؤ :
دمرګ ويشلو واله خپله ومړ ، دريمه ورځپاڼه يې وکتله : په هغې کې هم د مخکې په څير ليکل شوې ؤ څلورمه ورځپاڼه يې نظرواچوه پکې ليکل شوې ؤ : دانسانانو لپاره په جلتۍ سره د مرګ د طريقې ايجاد ولو واله مالداره شخصيت تيره ورځ ومړ ….
دهغه لپاره په رسنيوکې داسې خبرچاپ کيدل د برداشت کولو نه ؤ مګرهمدغه خبرونودهغه په ژوندکې انقلاب رامنځته کړو اوهغه له شيطان څخه پرانسان بدل شو ، ياد تن په اصل کې څوک ؤ اودهغه په ژوندکې بدلون په څه ډول رامنځته شو يوه په زړه پورې واقعه ده ……………..


الفريډ ٢١ اکتوبر١٨٣٣ ع دسويډن په ښارسټاک هوم کې زيږدلى دى په پنځه وروڼوکې په دريم نمبرکې يې شتون درلود ، دهغه پلارد روس هيواد په يوه وسله جوړونکى فابريکه کې کارکاوه ، د ١٨ کلونوپه عمرکې الفريډ امريکا ته ولاړ، اوپه کيمياکې د مهارت حاصلولو پيل يې وکړ ، دهغه استاد جان ايرکسن ؤ کوم چې اولنۍ جديده سمندري بيړۍ ډيزاين کړي وه ، دڅلورو کلونو وروسته بيرته سويډن ته ستون شه ، او خپل ځان يې د چاوديدونکيو توکو د پلټنو لپاره وقف کړ ، هره ورځ به شل ، دوه ويشت ساعتونه په کتابونو او تجربوکولو کې بوخت ؤ دهغه په لابراتوار ( د پلټنوځاى ) کې هر وخت خطرناک چاوديدونکو موادو او توکو شتون درلود ، ٣ سپټمبر١٨٦٤ ورځ په ياد پلټنځاى کې يوه چاودنه رامنځته شوه اودهغې پنځه معاونين چې يويې په پکې خپل وړوکى ورور کې ګډون درلود ووژل شول ،
مګر دغو وژنوهم دهغه په ليونتوب څه اثر ونه کړ اوپه څوکلونوکې يې دنړۍ ترټولو خطرناک عنصر ايجاد کړ چې نوم يې ورته ډائنا مايټ کيښود اوله همدې امله هغه مالداراو شهرت يې بياموند په دغه ډول دنړۍ څو درزنونو هيوادونوکې پر يوه وخت د ډائنا مايټ په توليد پيل وکړ هغه په ټوليز ډول درى سوه پنځه پنځوس ايجادونه وکړل خو تر ټول ياد ايجاد او لاسته راوړنه يې ډائنا مايټ ياديږې ،
تراوسه پورې دهغه پيژندنه د مرګ د تجارپه حيث ؤ مګر دپيرس ښار سفردهغه ژوند بدل کړ …………
کينز د فرانس هيواد يو ډير ښائسته ښار دى چې د سياحينولپاره ورته جنت ويل کيږې اوهر کال په همدغه ځاى کې نړيوال فلمې فيسټوال ترسره کيږې هغه په ١٨٨٨ د تفريح لپاره ياد ځاى ته ورغې ، اوپه ورځپاڼوکې يې د خپل مرګ په اړه ولوستل اود خپل د ژوند د انځور د بدلون پريکړه يې وکړه ياد خبرونوهغه ته احساس ورکاوه چې هغه د نړۍ د خلکو په اند څومره يو بد شخصيت دى اونړۍ به هغه د مرګ وروسته په کومو ټکو يادوي ، ياد خبرونه ورځپاڼو قصداً نه ؤ خپاره کړې بلکې ديوې غلطي پوهيدنى لامله داسې شوې ؤ ، په همدغه وخت هغه يوه تاريخې پريکړه وکړه هغه د تباهۍ دلاري د نورو پلټنوڅخه سملاسې توبه وويسته ، اوپه عين حال کې يې د بارودو او جنګي توکو ټول اډرونه فسخ کړل قلم يې اوچت کړ او خپل وصيت يې وليکه :
هغه وليکل دده د مړينې وروسته دهغه ټول مال ، دولت به د هغو ذهينو وګړو په نوم شې چې په نړۍ کې د امنيت لپاره کارکوې اوپه نړۍ کې چې کوم تن فزک ، کيميا، طب او ادب کې غير مامولې کاروکړې هغه ته به ايوارډ او ډير مال ورکول کيږې ….
هو محترمو : اوداهم هغه شخصيت دى کوم چې نړۍ نن د الفريډ برنارډ نوبل په نوم پيژني چې دهغه په نوم نوبل ايوارډ هرهغه شخصيت ته ورکول کيږې
چې په فزک ، کيميا، طب او د امن سره تړاو لرونکى مطالبواوپه نړۍ کې د امنيت لپاره کارکولو وګړو ته ورکول کيږې …


دنوبل پرائز ورکولو کومه طريقه چې د ١٩٠١ نه پيل شوې ترننه پورې ورکول کيږې اوپه تيرو ١١٠ کلونوکې ٨٢٦ خلکو او ادارو دغير معمولې کوششونوله امله دغه ايوارډونو او نقدو رقمونو څخه برخمن شويدى ….


اوداهم رښتياده چې د الفريډ نوبل د ډائنا مايټ څخه د تباهۍ او بربادۍ سلسله پيل شوې اونن که د کونړولايت د نرنګ ولسوالۍ په کومه حوضه کې د يوعسکر د ټوپک د مرمۍ څخه نيولې تر د بى باون الوتکو په بمونوکې کوم بارود استعماليږې ، نوهغه هم د الفريډ نوبل د لاسونوڅخه تيرشوې او موجوده بڼه يې غوره کړې اوددغه مرميو او بمونو څخه په زرګونو او لکونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده مګر داهم يو روڼ حقيقت دى چې قدرت هغه ته د توبى لپاره يوه موقع په لاس ورکړه چې له امله يې هغه د تباهۍ څخه د امن په لار تګ پيل کړ ، اونن که په نړۍ کې کوم هم د انسانيت دخدمت لپاره کارکيږې دهغې فکر او سوچ په يوه نه بل ډول دالفريډ نوبل دسوچ او فکر سره تړاو لرې ………..


اود همدغه د توبى د ويستلوجذبه ده چې نن په موږ(مسلمانانوکې) خلکو کې نه ترسترګوکيږې …..


موږ مسلمانان هم يو ديو الله ج او يو کتاب منلو واله ، موږ دمرګ څخه وروسته د ژوندى کيدلو اودالله پر وړاندې د ودريدلو عقيده هم لرو مګر ريښتيا ، ريښتيا بايد ووايو …..


آيا موږ کله هم داسې فکر اوسوچ کړيدى چې موږ څه کوو په کوم ډول خپل رزق لاسته راوړو ، په کوم ډول فريب دوکه او خلک لوټ کوو ؟ دروغ ، غيبت او چغلې کوو ؟ سبا که موږ مړه شو نړۍ به موږ په کوم نوم يادوي نن موږ ژوندې يو څوک زموږ مخې ته نه راځې مګر کله چې سبا په شپږ ضرب دوه فوټه کنده (قبر) کې واچول شو نوآيا خلک به داسې سوچ په زړه کې نه کوي چې لوې رشوت خور ؤ ؟
دفلانکي زمکه او جايئداديې هړپ کړي ؤ ؟ فسادې ؤ ؟
د روپو لپاره يې خپل ضمير خرڅ کړي ؤ ؟
ظالم ، زنا کار شراب خور د مجبوره خلکو د عزت سره يې لوبى کړي وي ؟ له خلکو څخه يې سرفنا اخيستي وه ؟
آيا دا خلک به داسې نه واى چې معمولې ولسوال ؤ او څلور ، څلور بنګلى يې پيداکړي وي ؟
مامولې مدير املاک ؤ او په جريبونو زمکه يې يې لرله ؟
مامولې دوکاندار ؤ اوپه ټګۍ برګۍ يې له ځان څخه تجار جوړ کړي ؤ ؟ مامولې چارواکى ؤ او د مغازو خاوند شو ؟
يوډاکټر ؤ چې دغريبانو د لوټ کولو له امله يې يو لوي هستوګنځاى جوړ کړې ؤ ؟
يوقاضې ؤ د انصاف په خرڅولو يې د دولت انبارونه جوړکړې ؤ ؟
اوداسې بې شميره بيلګې نورې …………….


اوپدې ډول هغه د خپلې ټولنى ترټولو خراب وګړى جوړشې ، اوخلک به موږته هم هغه واى چې موږ د عمر تراخره پورې څه ؤ اوبيا چې کله د حشرميدان پيل شې او عمل نامى مخې ته راشې کومو خلکوچې په ټول ژوندکې ګناهونه کړى وى اود توبى د ويستلو څخه بغيرورته مرګ راغلى وى نوالله ج هغه ته يو دردناک عذاب تيارکړيدى او کومو خلکوچې ګناهونه کړي قاتلان وى زناکار او خطاکار هم وي مګر کله چې هغه په ريښتياسره توبه ويستلي وي نونه يوازې داچې الله ج دهغه ګناهونه وبخې بلکې دهغه ګناهونه به په نيکيوبدل کړي پردغه وخت به ډير خلک پښيمانه شې واى به آرمان چې موږ هم داخبره محسوس کړاى واى او خپل ځان مو بدل کړي واى اوپه سمه لارتلل موغوره کړاى واى …………


په هغه ورځ به يوازې پښيمانتياوي او نن کله چې موږ د ژوند په مزو کې اخته يو او په موږ کې چاته هم نه ده مالومه چې موږ به راتلونکى ساه واخيستلاى شو اوکنه ؟
موږ به سبانۍ ورځ ووينواوکنه ؟
موږته به د توبى موقع بيا په لاس راشې اوکنه ؟


که موږ کم څه کم د الفريډ نوبل په څيرداپريکړه وکړو داسې فکر وکړو چې زما د مرګ څخه وروسته به نړۍ وال زما په اړه څه فکرکوي د ژوند په روانه لارباندې فکر او سوچ وکړو او نظرپرې واچوو خپلو خطاګانو او بدو اعمالوته د پاى ټکې کيږدو ………


دتوبى په دروازه پورې کلک ونښلو ……
اودخداى ج ترټولو خوښ عمل توبه قبلول دى کله چې شيطان پرموږ باندې د ګناهونو کولو کوښښونه وکړې او موږ ګناهونه ترسره کړو او وروسته پرې پښيمانه شونو پر دغه وخت کې د شيطان زړه پرک چاودې او وايې زما ګرده خوارې يې په سيند يوړه …..


دخپل راليږل شوې پيغمبرصلى الله عليه وسلم ښوونوباندې عمل وکړو او دهغې حق ادا کړو او جوړ ورسره پيداکړو د غرور څخه ځان وساتو ، اويوازې د يوالله جل جلاله پروړاندې خپل سرونه ټيټ کړو نو شوني ده چې موږ به بريا ومومو او د سزا څخه به وژغورل شو . په همدې هيله