پښتني خویونه اوعادات

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2012


پښتني خویونواوعاداتوکې ټول هغه خويونه،اخلاق اوغوره صفتونه راځي چې په ټولوپښتنوکې یې یوشان لمانځنه کیږي.اوپه لاندې ډول دي.
1. پت اوعزت:
دپت اوعزت ساتنه،پالنه دپښتنوله ډیروِغوره خویونوڅخه ګڼل کیږي.
ځکه خوشحال خټک هغه ډیرغوره بولي اووایي.
سردی لاړشي مال دلاړشي پت دنه ځي
دانسان خوبي همه واړه په پت ده
اوعبدالحمیدمومندوایي:
پروت په وینوکې لت پت ښه یم په پت کې
نه دسروزروپه تخت باندې بې پته


2. ریښتینولي اوصداقت:
ریښتینولي چې يوغوره انساني صفت اوخوی دی.نوپښتانه ریښتیاویل اوپه صداقت چلیدل دپښتونولۍ اساسي توکي ګڼي.
خوشحال خټک وايي:


چې دروغ له خولې اوباسی کله خوله ده
چې ریښتیا ترخولې اوباسي خوله هغه


3. ننګ اوغیرت:
ننګ اوغیرت دواړه سره نږدې مفهومونه دي اودپښتنوغوره خویونه اوعادات دي.
4. لوړهمت اوزړورتیا:
زړورتیااولوړهمت دوه سترپښتني خویونه دي.
لکه خوشحال خټک چې وايي:
که فلک ددزمري په خوله کې ورکړي
دزمري په خوله کې مه پریږده همت
زړورتیادپښتون اولس يوه غوره ځانګړنه ده.
5. سخاوت اوښه ځواني:
سخاوت هم دپښتنوغوره صفت دی.
لکه رحمان بابا چې وايي.
مال دولت په سخاوت سره زیاتیږي
دکوهي اوبه چې اوباسې لا زیات شي
اویالکه خوشحال خټک چېس وایی:
چې ګټل خوړل بښل کا ځوان هغه
چې توره لري دتورې خان هغه
6. وفااوژمنه:
حميدمومندوايي:
قول وبول په ژوندون نشي نورولای
ځکه ځان په قول وژني پښتانه
7. انصاف اوعدالت:
انصاف اوعدالت له ډیروغوره انساني خویونوڅخه دي دپښتونولۍ په قانون کې لوړ ارزښت لري
8. شرم اوحيا :ډپښتني خويونو په لړ کې شرم اوحیا ډیرلوړ ځای لري اودپښتونولۍ داصولو له مخې بې شرم اوبې حیاته په ټولنه کې په ډیره بده سترګه کتل کیږي.
هرڅوک چې ځان ته پښتون وايي اوله پورتنیو خويونو څخه پیروي ونکړي پښتون نه بلل کیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024