کور / تازه خبرونه / د افغانستان او پاکستان د خبریالانو ګډ کنفرانس جوړ شو

د افغانستان او پاکستان د خبریالانو ګډ کنفرانس جوړ شو

اسلام اباد :پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د (د کرښې د دواړه غاړو رسنۍ: د سولې او ډیالوګ پیاوړتیا) تر سرلیک لاندې په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د خبریالانو ګډ کنفرانس جوړ شو.د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور پوهنتون کې په افغانستان کې د علمي او کلتوري مرکز (مېډیوټیک)، د پېښور پرېس کلپ، د قبایلو خبریالانو اتحادیې او د جرمنی هیواد د بهرنیو چارو وزارت په مرسته نن (د کب ۸ مه) د دواړو هیوادونو د خبریالانو ګډ کنفرانس پیل شو.په دغه کنفرانس کې د خیبر پښتونخوا ایالت والي مسعود کوثر، د افغانستان د مېډیوټیک مشر حمیدالله ځاځي، د پېښور پوهنتون رییس پروفیسور عظمت حیات او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی د خیبر پښتونخوا والي مسعود کوثر په کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې سوله په خپله افغانان راوستی شي او بهرنیان باید د سولې په پروسه کې لاسوهنه پرېږدي.د ده په وینا، د سولې د راوستو لپاره تر ټولو مهمه د خلکو او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ذهنیت جوړونهده زیاته کړه، چې د ذهنیت جوړونې او عامه پوهاوي په برخه کې ترټولو ډېر رول رسنۍ لوبولیهغه په دې کنفرانس خوښي وښوده او د ورته کنفرانسو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.د افغانستان مېډیوټیک مشر حمیدالله ځاځي په دغه کنفرانس کې وویل، چې په دواړو هیوادونو کې د سولې راوستل یواځې د حکومتونو مسوولیت نه دی، خلک او په ځانګړي ډول رسنۍ هم باید خپل مسوولیت په دې برخه کې وپېژني.د هغه په وینا، دغه ډول کنفرانسونه پخوا هم دوه ځلې په کابل کې جوړ شوي، چې مثبتې اغېزې یې درلودې.نوموړي وویل، چې د دغه ډول کنفرانسونو له لارې د دواړو هیوادونو د ژورنالېستانو ترمنځ پېژندګلوي او اړیکي پیدا کیږي او هغه غلطې انګیرنې چې د دواړو هیوادونو د خلکو او ژورنالېستانو ترمنځ پیدا شوي، له منځه ځي.ځاځي زیاته کړه: ((د دواړو هیوادونو خلک ګډ کلتور، ګډه ژبه او ګډ دین لري، که د دوی لپاره د ناستو او تګ راتګزمینه برابره شي، ډېر ژر تفاهم ته سره رسیږي.))د پېښور د پرېس کلپ مشر سیف الاسلام ساپي پژواک اژانس ته وویل، چې د رسنیو رول په اوس وخت کې د سولې او ډیالوګ په رامنځ ته کیدو کې تر هروخت اړین دی.د ده په خبره، په پېښور او کابل کې د دواړو هیوادونو د ژورنالېستانو ترمنځ د ورته کنفرانسونو جوړول خورا اغېزمن دي او نور هم باید ادامه ورکړل شي.د قبایلي سیمو د ژورنالېستانو د اتحادیې مشر صفدر حیات داوړ وایي، چې دغه کنفرانس د ټولو ستونزو د هواري لپاره بسنه نه کوي، خو د داوړ غاړو ژورنالېستان به په خپل منځ کې ستونزې سره شریکي کړي.د هغه په وینا، د پاکستان قبایلي سیمې د ژورنالېستانو لپاره ډېرې خطرناکې دي او یواځې په تېرو دوو کلونو کې پنځه ژورنالېستان په کې وژل شوي دي.د یاد کنفرانس یو ګډونوال او افغان ژورنالېست محمد الیاس وحدت پژواک اژانس ته وویل، چې ذهنیتونه رسنیو په اوس وخت کې خراب کړي هم دي او بېرته یې جوړولی هم شي.نوموړي زیاته کړه: ((په دواړو غاړو کې ځیني رسنۍ تبلیغاتي دي، ځیني بې کفایته دي او ځیني یې غرضي دي، نو د دغه ډول ناستو سره ژورنالېستان او رسنۍ خپل رسالت او اغېز ته متوجې کیږي او د سمونې هڅه یې کوي.))د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د ژورنالېستانو په یاد ګډ کنفرانس کې د دواړو غاړو شاوخوا اویا تنو ژورنالېستانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و، چې سبا ورځ به هم ادامه ولري.