کور / راپور / ایل ایس ټي اوو په لغمان کې د کرکټ ۱۵۰ لوبغاړي وروزل

ایل ایس ټي اوو په لغمان کې د کرکټ ۱۵۰ لوبغاړي وروزل

لوبې سپورټي روزنیزې مؤسسې دا ځل د کرکټ د روزنیزو کمپونو په لړ کې د لغمان په ولایت کې د کرکټ یو سلو پنځوس لوبغاړي چې ددغه ولایت د مرکز مهترلام او ولسوالیو د کلبونو لوبغاړي او د ښوونځیو زده کوونکي پکې شامل ول و روزل.
دا روزنیز کمپ چې د کرکټ بورډ په همغږۍ او په لغمان کې د کرکټ بورډ له استازي سره په ګډه ترسره شو، د شپږو ورځو په موده کې لوبغاړو ته د کرکټ د لوبې ټول مهارتونه وښودل شول.
د ایل ایس ټي اوو مرستیال زراب شاه زهیر وویل چې دا روزنیز کمپ یوه ورځ د لاریونونو په خاطر ځنډېدلی وو خو پاتې په شپږو ورځو کې ترسره شو، دا روزنیز کمپ د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېده.
د هغه په ویناء دا روزنیز کمپ په خپله دده او د ایل ایس ټي اوو د روزونکو اسدالله خان او محمد عالم کندهاري له خوا پرمخ وړل کېده.
پدې روزنیز کمپ کې لوبغاړو ته د بېټینګ، فیلډینګ، بولینګ او د قوانینو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې، قاري دین محمد چې د عزیز خان کڅ نه یې پدغه روزنیز کمپ کې د زده کوونکي لوبغاړي په توګه برخه اخېستې وه، وویل : پخوا مونږ ړانده وو اوس بینا شو، مونږ د کرکټ اصول زده کړل، مونږ ته یې دا لوبه سمه را وښوده، پخوا مو هسې کرکټ کاوه نه پرې پوهېدو، مونږ ته یې کیچونه را وښودل، فیلډینګ یې را وښود، بېټینګ، ګريپ نېول مو زده کړل، څنګه سټانس وساتو اوس په هر څه پوه شو.
قاري دین محمد له ایل ایس ټي اوو مننه وکړه چې دوی ته یې ډېر څه ور وښودل.
دا ډول د ایل ایس ټي اوو چارواکو په لغمان کې د کرکټ بورډ له استازي مننه وکړه چې د روزنیز کمپ لپاره یې ورته اسانتیاوې برابرې کړې وې.
ایل ایس ټي اوو تر دې وړاندې په ارزګان، زابل، هرات، کنړ، پروان، کاپیسا، کابل، ننګرهار، کندز، کندهار او خوست ولایتونو کې هم ورته روزنیز کمپونه کړي او اوولس سوه ځوانان یې روزلي دي.