په دوو جلا چاودنو کي ملکي خلکو او طالبانو ته زيان اوښتی

د لراوبر اداره | فبروري 28th, 2012


ددو شنبې په ورځ مازديگرمهال په ناوې ولسوالى كې په يوكوركې چاودنه رامنځ ته شوې ده چې په پايله كې يې اوه تنه ولسي وگړي چې څلورپكې ښځې ،دوه نجونې اويوهلك دى وژل شوي اويوتن ټپي شوى دى.


تردې مهاله ددې پيښې څرنگوالى نه دى په ډاگه شوى اوسيمې ته تخنيكي پلاوى د پيښې د څرنگوالي په موخه د پلټنې په موخه تللى چې جزيات به يې وروسته په ډاگه شي.


د هلمند چارواکي دغه ډول وايي چي د نوزاد ولسوالۍ د کورغي په سيمه کي د ملاعبدالله اخند په نوم طالب قومندان د خپلو ۶ کسانو سره هغه وخت ووژل سو چي غوښتل يې چاوديدونکي توکي په يوه موټر کي ځای پر ځای کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024