کور / اسلامي / دامام صاحب يوه حيرانوونکې کيسه

دامام صاحب يوه حيرانوونکې کيسه

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
له يوڅه وخت راهيسي يوه داسي ډله پيداشوې ده چي هغوی دامامانوپه خلاف
ډېرتبليغات کوي،څومسلمانان پرامامانوباندي بې اعتماده اوبدنيتي کړي،دوی
ددې کارلپاره خپل مستعارژوندوقف کړی دی اوداکاردوی ته ډېرلوی ثواب
معلوميږي.
خصوصًادغه بې مذهبه اودامامانومخالفين دحضرت امام ا عظم ابوحنيفه رحمه
الله تعالی سره ډېرعناداوکرکه لري.
اوپه هغه پسي داسي تبليغات کوي چي نوموړی امام اهل الرأی وو،له ځانه يې
په دين کي مسئلې بيانولې چي داپه هغه پوري بلکل تهمت دی .
غواړم دامام صاحب يوه داسي کيسه دلته وليکم چي له هغې څخه دامام صاحب
تقوی اوپرهيزگاري جوتيږي اوددغومخالفينوخبره هم غلطه ثابتوي هغه کيسه
داده:
په شام کي يوه سړي حکم بن هشام ثقفي رحمه الله ته وويل چي موږته دامام
ابوحنيفه رحمه الله تعالی صفات بيان کړه!
نوده ورته وويل چي هغه يوامانتدارسړی وو،يوځل دوخت باچاوغوښتل چي
دخپلوټولوخزانودکيليانوذمه واري امام صاحب ته وسپاري اودايې هم ورته وويل
چي که دي دغه وظيفه خوښه نه کړه،نودباچادخبري دنه منلوپه جُرم کي به په
دوروووهل شې!
نوامام صاحب رحمه الله ددوروعذاب دالله پاک په احتمالي عذاب خوښ کړواوددې
وظيفې له قبلولوڅخه يې انکاروکړو.
هغه سړي حکم بن هشام ته وويل چي داکوم تعريف چي يې ته راته کوې داخوماله
بل چاڅخه نه دی اورېدلی؟
حکم بن هشام ورته وويل:په الله پاک مي دي قسم وي داخبره همداسي
ده(الخيرات الحسان في مناقب الامام ابي حنيفة النعمان .ص :۱۰۲)
دغي کيسې ته په کتوسره دحضرت امام اعظم صاحب رحمه الله تقوْی اوله الله
پاک څخه وېره څرگنديږي،چي داسي يوه مهمه وظيفه يې هم له دې کبله نه
قبلوله چي داخطره يې محسوسوله چي داسي نه وي خيانت راڅخه وشي اوپه پايله
کي يې دالله پاک په اخروي عذاب مبتلانه شم،نوځکه يې دآخرت ترعذاب
ددُنياعذاب غوره کړو.
اوس دي سړی ځان ته فکروکړي چي زموږحالات څنگه دي،آيايوه داسي وظيفه به
دآخرت دوېري له امله پرېږدو اوکنه؟
نن سباخوزموږحالات داسي جوړشوی دی چي دافکرراسره نه وي چي
کومي روپۍ په لاس راځي آياداپه حلاله طريقه ترلاسه کوم او که په حرامه؟
له دې نه دامام صاحب پرهيزگاري اوله الله پاکه وېره هم معلومه شوه،نواوس
دي سړی دځان سره فکروکړي چي داسي يوڅوک به څنگه په دين کي له ځانه خبري
وکړي.
الله پاک دي موږته هم داسي قوي ايمان راپه برخه کړي چي په هرڅه کي موآخرت
ته فکروي اوبياداسي کارونه وکړوچي په هغوسره موآخرت ودانيږي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين