کور / هراړخیز / ۱۵۰۰ کلن زوړ انجیل کشف سو

۱۵۰۰ کلن زوړ انجیل کشف سو

خبریال : د ډېلي مېل خبریالان


منبع : ډېلی مېل ورځپاڼه ( لندن )


نېټه : ۲۰۱۲/۲/۲۴


ژباړن : نثار احمد صمد
 


هغه مخفی انجیل چی ۱۴ ملیونه سټرلنګ پاونډه بیه لری ، او په هغه کی عیسی (ع) د حضرت محمد (ص) د راتګ پیش بینی کړې ده ، په ترکیه کی کشف سو


ـ واتیکان غواړی چی دغه ۱۵۰۰ کلنه لرغونې نسخه وګوری


ـ هغه د ترکیې د دولت لخوا ۱۲ کاله پټ ساتل سوی و


ـ خط یې د سرو زرو آب دی او په آرامي ژبه لیکل سوی دی


هغه لرغونی انجیل چی ویل کیږی عیسی (ع) پیش ګویی پکښی کړې ده چی مځکی ته به حضرت محمد (ص) راځی ، د واتیکان جدی پاملرنه ځانته اړولې ده .



پاپ بندیک شپاړسم غوښتي دي چی دغه ۱۵۰۰ کلن زوړ کتاب له نږدې وګوری ، چی ویل کیږی دا د « برناباس » مقدس کتاب دی چی د ترکیې د دولت لخوا دوولس کاله پټ ساتل سوی و .


دغه په طلایی آب لیکل سوې لاسی نسخه چی ۱۴ ملیونه پاونډه قیمت لری ، او د عیسی (ع) په خپله مورنۍ یعنی آرامي ژبه لیکل سوې ده ، د ده پخوانۍ ښوونی لری او هم د راتلونکی پیغمبر پیش ګویی پکښی کوی .


دغه کتاب چی د حیواناتو پر پوست لیکل سوی دی ، په کال ۲۰۰۰ کی د ترکي پولیسو لخوا د قاچاقبرانو پر ضد په عملیاتو کی پیدا سوی دی . هغه تر ۲۰۱۰ کال پوری په ښه ټینګه ساتل کېدﺉ ، څو چی د انقرې « د نژادونو څیړنیز موزیم » ته وسپارل سو ، او ډیر ژر به په لږ قیوداتو سره د خلکو پر مخ پرانیستل سی . د دې لرغونی لاسی نسخې د صرف یوې صفحې فوټوکاپي کول به څه نا څه یو نیم ملیون پاونډه وی .



د ترکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر ( اردګل ګونای ) وویل چی کېدای سی دا کتاب د انجیل اصلی متن وی ، یعنی هغه چی د اسلام لخوا د عیسی (ع) اړونده نظر له امله په شدت سره پټ او منکوب سوی و .


ده زیاته کړه چی واتیکان رسمأ غوښتي دي چی دغه نسخه له نږدې وګوری ، یعنی هغه جنجالی متن چی مسلمانان ادعا کوی چی د مارک ، ماتیو ، لیوک او جان د اصلی انجیلونو څخه اضافه دی .


د اسلام په عقیده انجیل عیسی (ع) د یو انسان په صفت پیژنی  ، نه خدای . اسلام د تثلیث یعنی درې ګوني حالت او هم د عیسی (ع) د مصلوب کولو عقیده ( یعنی په صلیب پوری تړل او وژل ) قطعأ نه منی ، او وایی چی عیسی (ع) د حضرت محمد (ص)  د راتګ پیش ګویی کړې وه .


د دغه انجیل په متن کی ویل سوي دي چی هغه یو اسقف یعنی پادري ته داسی وویل : هغه مسیح به څه نومیږی ؟ مبارک نوم یې محمد دی .



سنټ برناباس څوک و ؟


هغه په قبرس کی د جوزف ( یوسف ) په توګه وزوکېد . برناباس یو ډیر پخوانی عیسوﺉ و چی وروسته د رسول په توګه ونومول سو . د هغه قصه « د رسولانو په اعمالو » کی راغلې ده ، او پاول هغه په خپلو ځینو منظومو رسالو کی هم ذکر کړی دی . د هغه د مړینی نېټه ، ځای او حالات معلوم نه دي ، خو عیسوي دود دستور ښیی چی هغه د قبرس په « سلامیس » کی شهید کړه سوی دی . هغه په رواجی توګه د قبرسي کلیسا مؤسس بلل کیږی ، چی اختر یا لمانځنه یې د جون پر یوولسمه وی .


د عیسی (ع) په یو بل انکار کړه سوي حقیقت کی ویل سوي دي چی دغه ( راتلونکی ) مسیح به د حضرت اسماعیل (ع) له نسله وی چی مطلب یې عرب دي .


د دغه نوي دوباره کشف سوي کتاب سره د دلچسپۍ سره سره ، ځینی کسان وایی چی دا جعلی دی او صرف شپږمی میلادي پیړۍ ته رسیږی . د دې کتاب تر ټولو پخوانۍ کاپي ګانی هماغه زمانې ته رسیږی چی په هسپانوي او ایټالوی ژبو لیکل سوي وو .


د پروټیسټانو د فرقې یو راهب « احسان ازبک » وویل چی دا اصلی کتاب نه ښکاری . ځکه چی سنټ برناباس په اوله پیړۍ کی اوسېدﺉ او یو د عیسی (ع) د حواریونو څخه و ، حال دا چی دغه متن په پنځمه یا شپږمه پیړۍ پوری متعلق بلل سوی دی .


ده د نن ورځی « عصر » نومي ورځپاڼې ته وویل چی د انقرې دغه متن ښایی د برناباس د کوم پیرو ( پله ور ) لخوا لیکل سوی وی . څنګه چی د سنټ برناباس او د انجیل د دغه کاپي تر منځ پنځه سوه کاله واټن سته ، نو مسلمانان ښایی ځکه دلسرده سی چی په دغه کاپی کی هغه څه نسته چی دوی یې لیدل غواړی . ښایی دا د برناباس د انجیل د موادو او مطالبو سره تړاو ونلری .


خو د شرعیاتو پروفیسور ( عمر فاروق هرمان ) وویل چی د دغه انجیل سایًنسی څیړنه به دا ثابته کړی چی هغه اصلأ څومره زوړ دی . پای