کور / شعر / د حكمت سروش نوى نظم

د حكمت سروش نوى نظم


د دې دور عجيبه غوندې انسان دى


نه پوهيږي چې پر كومه خوا روان دى


لا يې داړې سرې په وينو دې د مځكې


اوس په لټه د نيولو د اسمان دى


 


د فطرت رنګينۍ وژني خوشاليږي


د نبات له قتله هيڅ نه ستړى كيږي


د سيمټو بلا ګانې ور روانې


د ځنګل لمنه ورځ په ورځ ټوليږي


 


د ګلاب له وينو ځان ته عطر جوړ كړي


ښكار ته لاړ شي پر هوسيو محشر جوړ كړي


ډېر بې ژبې ځناور له چړو تېر كړي


دى خوشاله وي، ګډيږي، اختر جوړ كړي


 


په هوا كې په هوا چې څه مرغان دي


د انسان له الوتكو پرېشان دي


سمندر كې د كبانو كور ور ړنګ كړي


دوى په تېښته او اوبتلي ور روان دي


 


له وختونو د ثبات پر سر جنګيږي


دا ټوم پر اوږو سپور پسې ګرځيږي


د بشر د حفاظت لپاره ې غواړي


د وسلې له اختراع نه ستړى كيږي


 


د دې خپل فكر تاوان ته يې پام نشته


د راتلونكې وخت انسان ته يې پام نشته


د ګوګل په سترګه ټوله جهان ګوري


خو په څنګ كې و جانان ته يې پام نشته