نیمه وفا
خوشاله وه په زړه کې خو خندا کې یې خوند نه وو
دحسن درڼو سترګو ځلا کې یې خوند نه وو
په ناز او په مکیز کې راروانه خواته راغله
دیدن یې اراده وه خو اداکې یې خوند نه وو
قراره یې په غوږ کې راته وویل په ماګران یې
اظهار یې زما خوښ شو خو صدا کې یې خوند نه وو
دخپل ناروغ زړګي په حق کې ما چې ورته ووې
نا څاپه په ژړا شوه خو ژړا کې یې خو ند نه وو
ماویل ورته دنیا کې زه دڅو ورځو میلمه یم
راپریوته دغمه خو لویدا کې یې خوند نه وو
تمکینه ستا دژوند دعا یې وغوښته درب نه
انداز یې منفرد وو خو دعا کې یې خوند نه وو