حزب اسلامي د قطر دمذاکراتو ملاتړ اعلان کړ
لراوبر ته د حزب اسلامي لخوا د يوه رسېدلي ليک په ترڅ کي څرګنده سوې ده چي حزب اسلامي تل د داسي مذاكراتو ملا تړ كړى چي موخه ئې د افغانستان د بحران لپاره د منلو وړ عادلانه حل لټول وي، كه دا د كابل له حكومت سره وي او كه له امريكايانو سره. په قطر كي د طالبانو او امريكايانو تر منځ د مذاكراتو نه يوازي مخالف نه دئ او په دې اړه څه اندېښنه نه لري بلكي په دې باور دئ چي طالبان له امريكايانو سره ډېري لانجې او د بحث وړ مسائل لري، كولى شي د خپلو لانجو حلولو په موخه له هغوى سره مذاكرات وكړي، خو دوى او ټولو هغو ته چي غواړي د مذاكراتو له لاري روان بحران ته عملي او عادلانه حل ولټي .
حزب اسلامي په خپل تازه دريځ کي وايي چي د پټو مذاکراتو په پرتله څرګندو خبرو اترو ته ترجيح ورکوي .
دوی د وړانديز په توګه وايي چي مذاکرات دي پر دوو برخو وويشل سي ، له بهرنيو ذيدخلو لوريو سره په دوى پوري اړوند قضايا او له كورنيو لوريو سره د كورنيو قضاياوو او د افغانستان د مستقبل اړوند قضايا، له يوه لوري سره بايد يوازي د بهرنيو فوځونو د وتلو موضوع وڅېړل شي نه د افغانستان مستقبل او د راتلونكي نظام څرنگوالى، دا دواړه يوازي په افغانانو پوري تړلي مسئلې دي چي پردي يې د مداخلې حق نلري .
دا لومړی ځل دی چي حزب اسلامي په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي د خبرو اترو او په قطر کي طالبانو ته ددفتر د جوړېدو په اړه رسمي دريځ څرګندوي .