کور / کره کتنه / د جاسوسانو هویت معلوم شو !!

د جاسوسانو هویت معلوم شو !!

د انټرنټی معلوماتو مطابق افغان حکومت یوه کارکونکي ادعا کړی چی ډیر داسی جاسوسان شته شته چی ځانونه یی د ریئس جمهور تر ماڼۍ رسولي. ددی معلوماتو مطابق بعضی ددولت جګپوړه مامورین نورو حکومتونو دپاره د جاسوسي په مرض اخته دي. دا په داسی حال کی چی دملي امنیت ریاست ددولت څلور جګپوړی مامورین د جاسوسي او ملک ته د خیانت په تور نیولي هم دي.
اګر چی تراوسه ددی کسانو هویت خلکو ته اعلان شوی ندی مګر دومره ویلای شوي چی دا کسان د خارجه وزارت مامورین ول. داسی هم ویلای شي چی د پارلمان بعضو غړو باندی هم د جاسوسي شکونه شوي دۍ. که دا جاسوسان د وړو رتبو وای نو دولت به یی دومره په قصه کی نوو خو مسله دا داده چی دی جاسوسانوبعضو تر ګلخانی، او ددولت نورو مهمو وزارتونو کی په شدت سرایت کړی. حیرانونکی خبره داده چی بعغی لدی جاسوسانو ډیرو غټو چوکیو ته هم ګمارل شوی. مبصرین پدی عقیده دي چی دولت ددغی زورورو جاسوسانود نیولو زور نلري.
د ملی امنیت لخوا چی کوم کسان چی ګیر شوي ددوی دقوله دا پردی جاسوسان د پوره شواهدو سره نیولی شوي. لکه څرنګه چی دنیول شوو کسانو باره کی لاتراوسه تحقیقات روان دی نو پدی خاطر ددوی د هویت باره کی میډیا ته د نورو معلوماتو ورکولو ډه ډه شوی.
دا باید وویل شي چی د کرزی حکومت ترحده زیات کوشش کوي چی وزارتونو کی ریفارم او هغو کسانو ته په اسانه کارونه ورکوي چی په خارج کی دفتري، حرفوي او نور مسلکي کارونو تجارب لري.
مګر کیدای شي چی پدی کسانو کی داسي غړی هم وجود ولري چی دوه یا دری معاشونه ترلاسه کوي. د یوی خوا د کرزي حکومت د نا اهله وزیرانو او نااهله مشاورینو په ګمارلو متهم دي او له بلی خوا په همدی کسانو کی دومره مریضان پیدا کیږی چی ملي امنیت خطر سره مخامخ کوي. نو سوال دادۍ چی د کرزی حکومت په چا اعتماد وکړي؟
د بلی خوا بعضی پدی عقیده دی او وایی چی، د ملي امنیت کسان هغه ټیټ رتبه جاسوسانو پسی ګرزي چی آی ايس آی او د ایران اطلاعاتو ته کار کوي. کنه د افغانستان پارلمان کی داسی اشخاص شته چی د کلونو راهسی یی دادنده وه، ولی ددوی په اړه څه نه ویل کیږی او نه نیول کیږی.
اوس خو نو معلومه شوه، چی نران د ښخو لخوا تختول کیږی. فوزیه سادات په نوم سناتوره هم لرو چی ورور او ځوی یی د ملي امنیت لخوا د بیګنا کسان تختول. که یو سناتو خپل بی ګنان خلک تختوي نو دوی ته جاسوسی کومه غټه خبر نه ښکاري. بیا د پارلمان نور غله پدی هم ننګه کوي!!
ویل کیږی فرض کړه که حکومت دی کسانو پسی راواخلي، نو حکومتداري په چا وکړي؟ دا هم باید هیر نکړودا جاسوسان په څو ډلو او برخو وییشل شوی. بعضی د سیاسي ګوندونو د چلولو په نوم چی په دوی کی ډیری ښځی شامل دی د کابل په زړه کی کار کوی. بعضی د خارجی ډپلوماټانو په نوم، بعضی د این جی او ګانو په نوم کار کوي. نو ایساف، برطانویان او امریکان خو خدای بخلي خلک دی هغوی ته خو دی څوک پاس وګوري! دوی خو د جاسوسی کارونه علنآ اعلانوي چی روزانه په سلها وو آپلیکسشونونه وراستول کیږي. او همدا زموږ افغان ځوانان در په در همدی کار ته هم زړه ښه کوي. خو ایساف ورباندی د ترجمان نوم ایښی.
زه نه پوهیږم چی ددی نیول شوی جاسوسانو او دغو رسمي جاسوسانو کی څه فرق دۍ؟ دا واړه جاسوسان په پټه او دا د ګوندونو مشران، او د پارلمان غړی یی په رسمي او ښکاره توګه جاسوسي کوي.! څوک دی نر شي او دوی ته دی ګوته ونسي. که د پارلمان غړي باندۍ ګوته کیښودل شوه نو سم دلاسه به یا ډوډی اعتصاب، یا به خوله وګنډی، یا به د پښتو خبرو کولو روزه ونیسي.
په خارج کی زموږ هزرګانو خو د هر پښتون پسی راخیستی او خارجی استخباراتو ته د پښتنو محصلینو او نورو عادی پښتنو په باره کی غلط معلومات ورکوي او بلأخره ډیر ځوانان چی دهیلو ډک په هغو هیوادو کی د هغه ملک د استخباراتو لخوا دڅارلو لست ته ور داخل کړي. په حقیقت کی البته ددی ملکو استخبارات خپل وخت ضایع کوي مګر پښتنو ته یی سردرد او نور راز راز مشکلات جوړ کړي. دبلی خوا همدا کسان په داخل د افغانستان کی هم د خارجی قواوو او ان جي او ګانو لخوا ددوی سره دافغان ترجمانانو په نوم لدوی سره په کارونو ګمارل شوی.
دی هزاره ګانو په خپلو سي وي ګانو کی هریو ددوي څخه دا ادعا کړی چی په پښتو ژبه ماهر او رواني خبرۍ او لیکل پری کولاي شي. حال داچی دوی څخه یو هم نه په پښتو او نه په دری خبری کولای شي. دوی د پښتنو څخه د غچ اخستلو لپاره هر قسم کار ته لاس اچوي.
ارګ، او نور وزارتونه باید له داسی عناصرو ډک دي او دولت باید دی کسانو باندی خاص نظر واچوي