جنايت پر جنايت!

د لراوبر اداره | مارچ 16th, 2012


له هغي ورځي راهيسي، چي امريکايي او ايتلافي يرغلگرو زموږ پر خپلواکه او سرلوړې خاوره پوځي يرغل کړئ دئ؛ او د بېلابېلو مزدورانو فاسد او بې کفايته حکومت يې د واک پر گدۍ کښېنولئ دئ، په دې وران او جنگ ځپلي هيواد کي هم چا د سولي، ارامۍ او نېکمرغۍ مخ نه دئ ليدلئ . د تېرو څه دباندي لسو کلوتور اوکرغېړن تاريخ په ډاگه ښيي، چي پردو تاړاکگرو او مزدورو ډلو ټپلو زموږ مظلومو خلگو ته بې وينو، اوښکو، زور زياتي، چور، بې عدالتۍ، فساد، مخدره موادو او نورو ناخوالو بل څه نه دي ورکړي . د خدای پار دئ يوه مياشت لا نه کيږي، چي د وژل سوو افغانانو پر مړو د امريکایي عسکرو د بولو کولو ويډيوپه ټوله نړۍ کي خپره سوه؛ تر هغې پېښي وروسته مو سمدلاسه واروېدل، چي برتانوي عسکرو په هيلمند کي پر څو افغان کوچنيانو جنسي تېری کړئ دئ . څو ورځي لا نه وې تېري سوي، چي د بگرام په امريکايي اډه کي د قرآن مجيد د سوځولو له امله زموږ  ډېر بې گونا هيوادوال مړه او ټپيان سول . د دې دردونکي پېښي د قربانيانو وينو لا نه وې وچي سوي، چي دا دئ انسان وژونکو اشغالگرو د کوچنیانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون زموږ د معصومو وطنوالو په حلالو او سوځولو سره، يوه بل فرعوني ناتارته لاس واچاوه . دا خونړی ناورين په داسي حال کي پېښيږي، چي څه موده مخکي د همدې امريکايي قطعې د سټرايکر بريگېډ( ډلي) عسکرو په ميوند اولسوالۍ کي اول زموږ درې ملکي عزيزان د تفنن او ساتېري په خاطر و وژل؛ او بيا يې گوتي او د بدن نور غړي هم ځني پرې؛ او د يادگار په ډول له ځانو سره يوړه . د دې استدلال له مخي نو په جرأت سره ويلای سو، چي جرم او جنايت د اشغالگرو پوځو همېشنۍ او نه بېلېدونکې برخه ده .
 


د امريکايي چارواکو له خوا د دې خونړي ناورين عامل ته د روحي او ذهني ناروغ رنگ ورکول، هيڅ عاقل او پرسد سړی نسي تېر ايستلای . دا څنگه لېونی ؤ، چي نې په ځان څه وکړه؛ او نې په خپلو عسکرو څه وکړه، بلکي د شپې په نيمايي کي د مخالفينو له شلو امنيتي خطرو سره سره سيده د مظلومو کنداريانو کلي ته ورغئ؛ او د يوه وحشي تروريست په شان يې زموږ په خوب بيده عزيزان، په خپلو کورو کي، په وينو ولړل . مگر د ډارنو او بې زړه امريکايانو عسکري قطعه کاروانسرای ( په کاروانسرای کي لاد شپې تر ټاکلي وخت وروسته دروازه تړل کيږي) ؤ، چي څليرويشت ساعته يې دروازه خلاصه ولاړه وه؟! ايا په ټوله عسکري قطعه کي هيڅوک نه ؤ، چي د شپې په نيمايي کې د خپل وسله وال عسکر د وتلو او بيرته راتگ پوښتنه کړې وای؟!  له بله پلوه، د شپې په زړه کي، له  عسکري قطعي څخه ليري، د شپاړسو کسانو وژل او سوځل او د څو نورو ټپي کول، په هيڅ وجه د يوه عسکر کار نه دئ . په دې وحشتناک او پلان سوي جنايت کي بايد هرومرو نورو عسکرو هم برخه اخيستې يي( وي) . سربېره پر دې، قاتل ته  د دماغي او رواني ناروغ رنگ ورکول، په هيڅ ډول د امريکايي چارواکو جنایي مسووليت نه منتفي کيي؛ ځکه افغانستان ته د دماغي او رواني پوځيانو لېږل په خپله هم لوی او نه بخښوونکی جنايت دئ . تر اوسه هيڅ افغان تر خپلي خاوري دباندي پر هيڅ امريکایي يا ايتلافي بريد نه دئ کړئ؛ خو امريکايي او ايتلافي عسکر هره ورځ له خپلو هيوادو څخه زرونه کيلو متره ليري زموږ پر بې گونا او رټېدلو هيوادوالو وحشيانه بريدونه کيي . کورونه خو يې څه چي ودونه او جنازې يې هم په وينو ور لړي . لکه څنگه چي قرآن کريم په ناپامۍ او تېروتنه کي نه ؤ سوځل سوئ، دا ظالمانه جنايت هم قطعاً ناڅاپي او انفرادي عمل نه گڼل کيږي . په دې دواړو بشري ضد عملوکي د اشغالگرو لښکرو د لوړو سياسي او عسکري مقاماتو لاس ښکاري . دا دواړي پېښي او نور کورني – بهرني پرمختگونه له ورايه ښيي، چي امريکایي مقامات په خپلو دايمي چوڼیيو کي له ځای پر ځای کېدونکو عسکرو پرته، د خپلو نورو پوځود چټک ايستلو پروگرام لري؛ او د افغانانو له پارېدلو اعتراضو څخه د دې بهير د توجيه او چټکتيا په مقصد گټه اخلي .
 


سپيني ماڼۍ د يوې وينا په ترڅ کي د زنگاوات تراژيدي خواشينونکې او وحشتناکه پېښه گڼلې ده؛ او ادعا يې کړه ده، چي دا عمل د امريکايي پوځ د بې ساري کرکټر او د افغانستان خلگو ته د امريکا د درناوي استازيتوب نه کيي( کوي)؛ خو افغانان نور هيڅکله د امريکايي واکمنانو په داسي اوتو بوتو نه غوليږي . زموږ هيوادوالو په تېرو څه  باندي لسو کلو کې د امريکايي او ايتلافي لښکرو د وحشيانه وژنو، خپلسرو عملياتو  او ډول ډول انساني ضد ځورَونو په زرونو پېښي ليدلي دي، چي يو په بل پسې تکراريږي . حقيقت دا دئ، چي اشغالگر پوځونه او مزدور حکومت له انسان وژني، چور او چپاو، بې عدالتۍ، فساد، مخدره موادو، لوږي، وزگارتيا او نورو سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي ناخوالو سره نه شلېدونکی اړېکی لري . هر چيري چي يرغلگر پوځونه د توپ او ټانک په زور پر خپلواکو هيوادو يرغل وکي؛ او د خپلو استعماري نخشو د تحقق دپاره پر مظلومو او بې وسه اولسو د جنايتکارانو،غلو، مافيايي ډلو، جاسوسانو او نورو وطن پلورونکو حکومتونه وتپي، هورې نو د سولي، امنيت، عدالت، قانونيت او سوکالۍ خبري خيال،محال او جنون ښکاري .
 


د اوباما په وينا کي د يکشنبې د خونړي ناتار د عاملينو د مجازات کولو ژمنه هم سوې ده؛ خو موږ ټول پوهېږو، چي په تېرو لسوکالو کي زموږ د بې گونا هيوادوالو د وينو او اوښکو عاملينو ته هيڅ سزا نه ده ورکړل سوې . که ريشتيا هم د جنايتکارانو د سزا ورکولو خبره کيږي، بيا خو تر ټولو مخکي بايد هغه کسان د جنگي جنايتو د محکمې په کټاره کي ودرول سي، چي څه باندي لس کاله مخکي يې د زموږ له  کړېدلو خلگو سره دا ظالمانه جنگ پيل کئ؛ او تراوسه يې په پوره بې رحمۍ او وحشت پرمخ بيايي . د امريکايي او ايتلافي قواوو د جنگي ماشين پروني او ننني واکمنان او د هغو بېلابېل افغاني مزدوران ټول زموږ د وينو، اوښکو، تباهۍ او بدمرغۍ مسوولين دي . هر چا ته مالومه ده، چي دا جنگي دلالان زموږ د سرو او وينوپه دې ناروا سوداگري کي لويي گټي وټي لري . تر هغه مهاله، چي د دوی دا انساني ضد گټي وټي جاري يي، زموږ د بې گونا وروڼو، خوندو او بچيانو د وينو او اوښکو د بندېدو څرک هم نه لگيږي .
 


زموږ ويښ او دردېدلي خلگ بايد د خپلي ملي ژغورني دپاره اساسي سوچ وکي؛ ځکه بې ايمانه کرزی او د هغه بې غيرته انډيوالان به د اشغالگرو لښکرو د نورو ناورينو په شان د يوې تش په نامه اعلاميې په خپرولو او څو څاڅکو درواغجنو اوښکوپه تويولو سره بيا هم د خپلو بادارانو پر دې نه هېرېدونکي جنايت پرده وغوړيي؛ او څو ورځي وروسته به بيا هم د امريکايي او ايتلافي لښکرو په صفتو نه مړيږي . د يرغلگرو لښکرو د بېلابېلو جنايتو په وړاندي د مزدورکرزي تش په نامه اعلاميې افغان اولس ته هيڅ نه ورکيي . افغانان بايد د اشغالگرو لښکرو او مزدور حکومت په دې مکرجنه توطيه ښه ځان پوه کړي؛ او د هغې د شنډولو دپاره د نه ستړي کېدونکي ملي مبارزې و ډگر ته را ووزي .
 


له څو ورځو راهيسي گورو، چي د کرزي مزدور او فاسد حکومت، د جهاد ټيکه داران او سوداگران، د جاسوسانو او وطن پلورونکو بېلابېلي ډلي کرار کرار د « ستراتيژيک تړون » په چوکاټ کي د امريکا د استعماري چوڼييو و« رسمي کولو » ته لار هواريي؛ او په دې توگه زموږ په جنگ ځپلي هيواد او شاوخوا سيمه کي د دايمي جگړو او نا امنييو اور ته لمن وهي . ټول دردېدلي او کړېدلي افغانان بايد دا خبره له ياده و نباسي، تر هغه مهاله چي په دې خپلواکه او وياړلې خاوره کي د پردو يرغلگرو اوکورنييو مزدورانو راج او تاراج  جاري يي د سولي، امنيت او سوکالۍ تمه هم پوچه او بې ځايه ده . د بگرام د قرآن سوځلو، د زنگاوات د قتل عام او د افغانانو د سپکاوي او بې عزتۍ تيري سوي پېښي به بېلابېلو رنگو او ډولو څو څو واره تکراريږي . له داسي انساني فاجعو څخه د هيواد او خلگو د همېشنۍ ژغورني په خاطر بايد ټول ويښ او دراک افغانان د مبارزې په يوه ملي او اولسي سنگر کي سره را غونډ سي؛ او پرې نږدي چي د دوښمنانو دا خونړۍ لوبه همداسي روانه يي .

Copyright Larawbar 2007-2024