کور / تازه خبرونه / يوه ښوونځي سوځول شوي او يو سرتيري وژل شوي

يوه ښوونځي سوځول شوي او يو سرتيري وژل شوي

ناڅرګندو كسانو د پكتيكا ولايت په ارګون ولسوالۍ كې د يوې ليسې ودانۍ ته اور اچولى.
ځايي مسؤولين وايي، چې له امله يې څلور خونې، لابراتوار او څو كمپيوټرونه سوځيدلي دي.
د پكتيكا ولايت د ارګون ولسوالۍ د پوهنې مدير سيدامين الله وايي، چې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو د نوموړې ولسوالۍ د پيركوتي ليسې ودانۍ ته اور اچولى او په پايله كې يې د ده په خبره د ليسې له دوولسو خونو، څلور خونې، پكې وسايل، كمپيوټرونه او لابراتوار سوځيدلي دي.
تر اوسه نه د دې پېښې مسؤوليت چا پر غاړه اخېستى او نه يې په تور څوك نيول شوي دي.
بل خوا د خوست ښار او لكڼو سيمې ترمنځ د ايوب خېلو په سيمه كې د كمپاين، يا ناټو ځواكونو سره د همكارو افغان ځواكونو يو سرتېرى په داسې حال كې وژل شوى، چې په ورسره موټرسايكل كور ته روان ؤ او په سراچه كې سپارو درو وسله والو بريد پرې وكړ.