کور / کتاب / له يادونو تر دردونو شعري ټولګه چاپ شوه

له يادونو تر دردونو شعري ټولګه چاپ شوه

 د سوهيلي پښتونخوا د تکړه شاعر او ليکوال زيارکښ مندوخېل دوهمه شعري ټولګه له يادونو، تر دردونو  تازه له چاپه راوتلې ده . تر دې وړاندي د شاعر لومړۍ شعري ټولګه  دا سندرې دي هم ساندې چاپ شوې وه .
                     دغه ټولګه، چې په ۱۹۱ مخونو کې په مجلد او ښکلي ډيزاين د زابل ولايت  د فرهنګپال محمد نبي تلاش په مالي لګښت چاپ شوې ده او په ږوب کي ويښ ليکوال ادبي ټولنې د ۵۰۰ ټوکه په شمېر خپره کړې ده .
                   په دې ټولګه کې ۸۹ غزلې او ۲۱نظمونه راغلي دي . سريزه يې تکړه ژورناليست  او شاعر بارکوال مياخېل ليکلې ده . ټولګه  ستر ليکوال او مبارز ارواښاد سايين کمال خان شېراني ته ډالۍ شوې ده .
                 په دغه شعري ټولګه کي شعرونه  زياتره حماسي او انقلابي بڼه  لري، شاعر  د دوطن اوسنۍ ناخوالې راسپړلې دي . او په خپلوشعرونو کي يې هیوادوال يووالي او سولي ته رابللي دي  .
 
ليکوال زيارکښ مندوخېل
ملفون :
۰۰۹۲۳۱۵۵۰۱۵۰۶۰