کور / کیسه / ټکېدلئ زړه

ټکېدلئ زړه

وروسته له اوږدې مودې په چم ګاونډ کې خوشالي ښکارېده. د چم ګاونډ د ماشومانو منډې را منډې او د لویانو ګڼه ګوڼه وه. ګاونډیو پېغلو چایونه جوشول. او ځینوهم د مېلمستیاوو بندوبس کاوه. د خبر شوو کسانو په شونډو موسکاوې خورې وې او د دې ټولو خوښیو اصلي علت دا و، چې په دغه چم کې یو ځل بیا هغه سوړ نغرې چې د څو کلو راهیسې یې زړه تودوخه نه وه لیدلې، یو ځل بیا تود شوی و.                                                 


د کلي خبر کسان د همدغه تود نغري په چرګۍ راټول شوي وو. د ټولو ټنډې پراخه برېښېدلې او دا ټول له دې کبله چې کلیوالو وروسته له پنځو کلو بازګل اکا بیا لیدلې و. بازګل اکا چې لنډه ونه، نري لینګي، تورې وړې سترګې، څوکړه ږیره او لنډه پوزه لري، د دې کلي هغه دینداره او د خدای په عبادت مین، زړه سواند او د پراخې سینې خاوند سپین ږیرې و، چې ټولو به دي په درنښت ياداوه او تل به یې د ښو بدو  ترې پوښتل.                              


 ناستو کسانو له خنداوو څخه په ډکو خولو سره چای څښلې او د بازګل اکا په شاوخوا راټول شوي وو. په دې وخت کې د انګړ په ډیوډۍ کې د پښو آواز تر غوږو شو او له هغې سره سم په کوټه کې د ټولو ناستو کسانو سترګې د کوټې په وره کې ښخې شوې. دا آواز د جمعه خان اکا د پښو وو. هغه یوم او کلنګ له اوږې ښکته کړل. ملا وستنې یې له خپلې ملا خلاص کړ او د سلام په اچولو سره کوټې ته را ننوت. بازګل اکا د سلام په اخیستلو سره پورته شو، له جمه خان اکا سره یې خپلې اوږې وجنګولې او ستړي مشي یې ورسره وکړه.                


 جمعه خان اکا له نورو کلیوالو سره له روغبړ کولو وروسته د بازګل اکا تر څنګ کېناست او په داسې حال کې چې له ډېرې ستومانۍ یې ساه بنده بنده کېده او د خولو دوه څاڅکي یې له تندي څخه د مخ په دواړو خواوو را روان وو، ناست کسان یې ټول له نظره تېر کړل او په اخیر کې یې بازګل اکا ته په ځیر ځیر وکتل. جمعه خان اکا خپل همزولی او د ماشومتوب د دورې ملګری بازګل د یوه ناتوانه بوډا په څېره کې ولید چې په سر او ږیره کې یې یو تار هم تور نه ښکارېده. جمه خان اکا ته هغه شېبې ور په یاد شوې چې په پټه به یې زړه کې د بازګل په پیاوړو مټو او تورې ببرې ږیرې رخه کوله او له ځانه به یې پوښتنه کوله چې بازګل خو زما همزولی دی، ماته ځان د ګور په غاړه ښکاري. خو هغه لا هماغسې د ځوانۍ آسونه ځغلوي، مګر اوس ورته ګوره چې په بدن کې یې هډو له هډوکو او پوټکي پرته بل هېڅ شی نه لیدل کیږي ، دا ولې؟ دا په څه اشول؟                                                


 جمعه خان اکا په همدې سوچ کې ډوب و چې د بازګل اکا غږ یې تر غوږو شو:              


 ـ جمعه خانه وروره څه چرت وهې، چای دې سوړ شو.                                        


 د بازګل اکا د غږ په اورېدو سره د جمعه خان اکا د سوچونو لړۍ وشلېده، له بالښته یې ډډې راپورته کړې. د چایو پیاله یې را واخیسته او څرنګه چې چای یې سوړ شوی و، نو په یو    غړپ یې وڅکلې. وروسته له هغه چې پیاله یې بېرته پر ځای کېښوده او د پټکي په پیڅکه یې خپلې د مخ خولې پاکې کړې، په خبرو پېل وکړ:                                             


ـ بازګله وروره! څه وکړو، له یوې خوا خو زاړه شولو او له بلې خوا کار او روزګار مې دومره ستومانه کړي چې هر څه رانه هیریږي. دا اوس ګوره ښایسته شېبه وشوه چې دلته ناست یم، ایله اوس مې را په یاد شول چې د زامنو پوښتنه دې درڅخه وکړم. رښتیا ودې نه ویل چې سورګل او ریدي ګل چیرې دي؟                                                           


د دې خبرې له اورېدو سره سم د بازګل اکا په لړمون ګوزار وشو. د تندي په ګونځو کې یې نورې ګونځې جوړې شوې ، سترګې یې سرې شوې، په مخ یې د اوښکو سیلاب را روان شو او سوړ اسوېلی یې د زړه له تله راووت. جمعه خان اکا پوه شو چې په بازګل اکا دا خبره داسې ولګېده لکه چې مالګه په پرهر ولګي.                                                     


په داسې حال کې چې چوپې چوپتیا خپل دروند څادر د مجلس په ناستو کسانو خور کړې و، بازګل اکا د خپل لنګوټي په پلو خپلې اوښکې پاکې کړې ، اوږد اسویلی یې وکېښ او په خبرو یې پېل وکړ:                                                                                            


ـ جمعه خانه وروره! د سورګل او رېدي ګل پوښتنه دې وکړه. سورګل او رېدي ګل خو مې د ظالمانو خوراک شول! د ظالمانو. د ظالمانو دې خدای کور میرات کړي، جمعه خانه وروره! له خدایه یې همداسې غواړم لکه زه یې چې کړم. له خدایه یې…..                              


 غم او غوسې نور بازګل اکا ته د خبرو کولو موقع ورنکړه، زړه یې راډک شو او ښایسته شبه یې اوښکې پر مخ روانې وې.                                                                 


 د بازګل اکا په سپینه ږیره د اوښکو سیلاب ته د ناستو کسانو زړه طاقت را نه وړو او په تېره بیا جمعه خان اکا چې ځان یې بازګل اکا ته د غمجنو یادونو او خاطرو په را یادولو ملامت ګاڼه، په داسې حال کې چې اوښکې یې پر مخ را روانې وې، ویل یې:                 


ـ بازګله وروره! ډېره غوسه مه کوه. د خدای ورکړه وه او خدای بیرته در څخه واخیستل. بنده په خپل خیر او شر څه خبر دی. په دې کې به د خدای رضا وه او….                    


ـ جمعه خانه وروره! د خدای رضا مې قبوله ده، خو د ظالمانو نارواوې مې ځوروي. خدای نا ترسه ظالمانو مې زامن په لوي لاس د مرګ خولې ته ورکړل، که کیسه یې درته وکړم، نو زما د زړه په حال به خبر شې.                                                                      


 تاته خو مالومه وه چې مونږ یې ښکته بوتلو. که نه نو مونږ څه بلا غوښته چې ښکته تلو، هغه هم د پشکال په داسې ګرمۍ کې چې انسان خو لا څه کوې، ځناور هم په پښو تګ ته زړه نه ښکاوه. که تاته په یاد وي، سخت اوړې و، چې مونږ له دې ځایه له وړو وړو ماشومانو سره وخوځېدو. زمونږ په وطن کې خو لا اوبه او سیوری پېداکیږي، خدای دې له ښکته سپیرو دښتو ساته. هر ګام به مو چې ایښوده، تا به ویل چې سرې سکروټې در لاندې دي. په دې وخت کې جمعه خان اکا وویل:                                                              


 ـ په یاد مې دي، ښه مې په یاد دي، بازګله وروره! خدای حاضر دی، چې هغه وخت ستا د لمسیانو غم راسره وو. ویل مې ولا الم چې دا واړه ماشومان په دې سره ګرمۍ کې تر منزله ورسیږي.                                                                                               


ـ جمعه خانه وروره! ته خو لا ښه وې، دې ټکي ته دې پام و. زه خو د میرکي د زوې له ظلم او زوره ړوند او کوڼ وم. هېڅ شي ته مې فکر نه وو. بس همدا مې ویل چې ژر ځان وباسم او د میرکي د زوې ناشولته او بد شکله څېره نوره ونه وینم. خدایږو چې کله مې د لمسي څېره را په یادیږي او هغه مې مخې ته ودریږي، د سورګل زوی ولي ګل یادوم، نو د سر ماغزه مې په جوش راشي او د میرکي زوی ته مې غوسه دوه چنده شي. که دغه ظالم پر موږ ورځ نه وای شپه کړې، ولې به په سره ګرمۍ کې ښکته تللو او ولې به مې لمسی ولي ګل جل واهه؟                                                                                          


زما په نظر خو زما د لمسي قاتل د میرکي زوی دی. د ده دې کور خراب شي، لکه چې خراب شو.                                                                                                    


 ـ بازګله وروره! د میرکي زوی یواځې ستاسې په زړه پولۍ نه دي پرې ایښې. د هغه له ظلمه خو د چم ګاونډ ټول خلک تر سپیږمو راغلي وو. همدا د مظلومانو د زړه  آه وو، چې خدای


 یې ملا ماته کړه او د سپي غوندې مردار شو.                                                     


باور وکړئ چې کلیوالو یې جنازه نه اخیستله. درې ورځې پروت و او په څلورمه شپه یې چېرې خپلو انډیوالانو تر خاورو لاندې کړ.                                                         


ـ جمعه خانه وروره! چې څوک په مردارو پسې ګرځي، په مردارو به پریوزي. د میرکي زوی که اول و او که اخر مردارېده، خو کاشکې چې په دنیا کې همدا یو مردارخور وای. ښکته هم د میرکي د زوی په څېر ظالمان ډېر ګرځي. دا خو مردار شو چې څه وخت به د هغو نوبت رارسیږي. د میرکي زوی مې لمسی د مرګ خولې ته ورکړ او ښکته ناستو ظالمانو مې دواړه زامن راڅخه واخیستل.                                                                               


په دې وخت کې  بازګل اکا ژړغونی شو، په ګونځې ګونځې مخ یې اوښکو لارې وکړې او د خبرو لړۍ یې وشلېده.                                                                                


ښایسته غوټه شېبه په کوم سوچ کې لاړ او ښه ډېره شېبه چپ و. وروسته یې په کوټه کې ناستو کسانو ته په غور سره وکتل او بیا یې خپلې خبرې داسې سره وګنډلې:                


ـ ډېرې لوږې او تندې مو تیرې کړې، کله نا کله به داسې شپه هم راغله چې ماشومان به مو وږي او نهار پاتې شول او یا به په نیمه ګېډه بېده شول. د روغ او رنځور پیسې مو نه درلودې. د رنځور علاج به مو د یلنو په سټو او یا هم په سوالي خاکشیرو او بادیانو کاوه او….او په دې توګه به شپې او ورځې سبا کېدې.                                                 


دری کاله مخکې جمعه خانه وروره بده پېښه وشوه، کمپ د داسې بدشکلو له خوا چې لنډي نیکرونه، نیم څاقي کمیسونه او قراقوري ډوله خولۍ یې درلودې او لنډي سوټي « ډنډې» یې په لاسونو کې وو، محاصره شو او د رېدي ګل او سور ګل په ګډون یې ټول ځوانان له کمپه بوتلل.                                                                                                   


کله چې بازګل اکا د کمپ څخه د ځوانانو د ایستلو خبره یاده کړه، نو په دغه وخت کې د هغه تورسرې ګل جمالې چې غمونو لیونۍ کړې وه او سترګې یې د مخ په کاسه کې ننوتې ښکارېدې، سره له سورګل او رېدي ګل ځوانو تورسرو په چیغو چیغو سر شوې او په ژړاوو یې ناست کسان وژړول.                                                                              


 اوږدې شېبې چوپتیا خپل وزرونه د مجلس په ناستو کسانو غوړولي وو، ټول چپ وو، خو بازګل داسې ښکارېده لکه له ناستو کسانو سره چې نه وي. هسې یې له ځانه سره شونډې خوځولې.                                                                                               


 په دې وخت کې جمعه خان اکا خپلې اوښکې د لمن په پیڅکې پاکې کړې، له بازګل اکا سره یې خپلې سترګې وجنګولې. د هغه د نامالومه چرت لړۍ یې وشلوله او په سترګو کې یې پوه کړ چې نور څه وشول.                                                                                


بازګل اکا چې له ډېره غمه یې په مرۍ کې غوټې پیدا شوې وې، په غري آواز خپلې خبرې داسې سره پیوند کړې:                                                                                


کله یې چې زما د ځیګر ټوټې سورګل او رېدي ګل سره له نورو ځوانانو د پوځي زده کړې په نوم له کمپ څخه وویستل، د غمونو راته مخه شوه او ټول کړاوونه زما په سر شول. خواري او غریبي مې کوله او یو څو پیسې او آنې مې پیداکولې، چې د ماشومانو او تورسرو لپاره یې د څو وچو ګولو ډوډیو بسنه هم نه کوله او…..او په دې توګه درې میاشتې تیرې شوې چې مونږ ته یې د کلونو حېثیت درلود.                                                              


درې میاشتې تېرې شوې، سورګل او رېدي ګل بېرته خیمې ته راستانه شول. د همدې ورځې شپه مو سره یو ځای تېره کړه او کله چې ګهیځ شو، نو سورګل او رېدي ګل وویل:          


ـ بله چاره نشته. مونږ جګړې ته استوي. که خدای کول ژر بېرته راستنیږو. تاسو تشویش مه کوئ او…..                                                                                        


رېدي ګل او سورګل خپل ماشومان چپې ، زما او د خپلې مور لاسونه یې ښکل کړل، رخصت یې واخیست او له خیمې ووتل.                                                                          


 ـ جمعه خانه وروره! غمونو بیا زما د زړه په غولي ځای ونیو او د نفقې پیداکولو پېټې راپه ولو شو. لنډه داچې د پخوا په شان په کړاوونو او ستونزو کې شپې ورځې تېرېدلې او زمونږ د انتظار د ختمېدو شپې رانژدې کېدلې او …..                                                     


یو له ورځوڅخه مې د ګاونډي د وړو د لیدلو او پوښتنې نیت وکړ. هغه هم له رېدي ګل او سورګل سره یوځای له خیمې وتی و. خپل شلېدلی او سوالي څادر مې را واخیست او د هغوئ خیمې ته ور روان شوم. کله چې د خیمې تر څنګه ورسیدم، نو دغه دوه لنډۍ مې تر غوږو شوې، چې د ګاونډي د میرمنې له خولې ووتې:                                                   


د وطن ترخې مې خوراک وی*** خوراک مې نه وی د پردي وطن ګلونه      


مسافري دې ډېره وکړه*** خاوند دې ثوب په خپل وطن وکړه مینه            


 خیمې ته ورننوتم، د تورسرې پر مخ دوه رڼې اوښکې د ږلیو په څېر بهېدې. ماشوم یې په غیږ کې و او دغه لنډۍ یې د هغه د وېده کېدو او د تېر یادښت په یاد له خولې وتې…..زما په لیدلو یې د خپلې زړې او شلېدلې لوپټې په پیڅکې ژر خپلې اوښکې پاکې کړې، خوشاله شوه، ژر یې خپل زوړ پوزی وغوړاوه او د چایو په خاطر یې چایجوش په نغري کېښود. د هغې په ټنډه کې د خپل میړه د بېرته ژر راستنېدو تلوار له ورایه ښکارېده او د دې په خاطر چې د خپل میړه د بیرته راستنېدو نېټه ورته مالومه شوې وي، نو یې له ما وپوښتل:               


 ـ کاکا له خیره سورګل او رېدي ګل څه وخت راځي؟ کوم احوال یې راغلې او که نه؟         


څرنګه چې زړه مې ډېر ناکراره و، خو د دې په خاطر چې د هغې خبره مې زمکې ته نه وي غورځولي، ورته مې وویل:                                                                          


ـ لورې! تر اوسه خو یې هېڅ پته نه ده مالومه، زړه مې ډېر ناکراره دی، خدای دې پرې ورحمیږي، ډېر خوشې خوبونه وینم، په خدای مې سپارلي دي.                                 


چای مې وڅښلې، څو شېبې کېناستم، د زړه تسل مې ورکړ او بېرته خپلې خیمې ته راستون شوم.                                                                                                    


جمعه خانه وروره! څو ورځې وروسته د یوه ګاونډي د بېرته راګرځېدو څخه خبر شوم. د هغه نوم محراب و. هغه هم زما له زامنو سره یو ځای تللی و. په ډېره بیړه مې ځان ور ورساوه. خو کله چې د محراب سترګې په ما ولګېدې، رنګ یې والوت او بڼې یې بدلون وموند. ستړي مشې او ښه راغلاست مې ورته ووایه او کېناستم، خو د هغه نیولي حالت زما په ځورونې پېل وکړ. زړه مې په ټوپونو شو او په ګوګل کې مې د اور ډیوه بله شوه…..له دغې ترارې څخه چې زما  زړه يې سوځولو، په بې صبرۍ مې له محرابه وپوښتل:          


ـ محرابه زویه! له خدایه راضي یم چې روغ رمټ او سم سلامت په خیر راغلې.              


هغه په لړزیدلي آواز راته وویل:                                                                    


ـ کاکا! ستاسې له دعا او برکته دي، خدای دې ستاسې سیوری له مونږ څخه نه لرې کوي. 


له دې خبرې کولو سره ، هغه لږ شانې چرتي غوندې شو، د لرګي یو نېزوڼې یې راواخیست او د زمکې په ګرولو شو. له لږ ځنډ وروسته مې له هغه څخه بیا وپوښتل:                     ـ مګر محرابه زویه! ودې نه ویلې چې سورګل او رېدي ګل څه وخت راځي؟ ولې یې ځنډ وکړ، تاسې خو یو ځای تللي وئ؟                                                                   


 د هغه رنګ زېړ وتښتېد او لږ څه کاواکه شو، په سترګو کې یې اوښکې وځلېدې او راته یې وویل:                                                                                                   


  کاکا!…..فکر دې پر ځای کړه، راروان دي…..                                                    –


هغه غوښتل چې زما د زړه تسل وکړي. ډاډګیرنه یې را کوله او زما زړه یې ښه کاوه…..خو ما کله منله، ځکه هغه بې چرته ښکارېده او چې ټینګار مې وکړ، نو مخ یې سور شو، سر یې ښکته واچاوه او یوه شېبه غلی و او بیا یې داسې راته وویل:                               


ـ کله چې له دې ځایه ووتو، څو تنو چې پوځي دریشي یې په تن کې وې، په پسته ژبه راته خبرې وکړې او هم یې راسپارل شوې دنده راته دیني او اسلامي وبلله او د راسپارل شوې دندې له تر سره کېدو او ښه اجرا وروسته یې د غوړو امېدونو د تر لاسه کولو وعده او امېدواري راکړه. وسلې مو واخیستې او د دندې د اجرا په لور په سفر شولو.                 


څه سر به دې خوږوم کاکا! په ډېرو ناولو پسې به روان وو….ډېر زړونه مو دردولي او په خپله مو هم تودې او سړې تېرې کړې…..یو ورځ د سورګل او رېدي ګل په ګډون پنځه تنه وو. ګروپ مشر د مینو ښخول راوسپارل. ملګرو مې د څارنې دنده زما په غاړه واچوله. د ناببره پېښو د مخنیوي په خاطر د غره یوې موړې ته پورته شوم. له لږ ځنډ وروسته ډاروونکی غږ پورته شو. په بیړه مې خپلو ملګرو ته ځان ور ورساوه، غم لړلې پېښه رامنځ ته شوې وه. ټول له ما خواشینې ښکارېدل، خبرې یې را سره نه کولې، سترګې یې له دې نړۍ ګنډلې وې او……                                                                               


په دې وخت کې بازګل اکا د خیال په دریاب کې لاهو شو. په پردېسۍ کې شلېدلې خیمه ور په یاد شوه. لوږې، تندې او تنګسې، د ماشومانو ژړاوې او کوکارې او…. د سترګو چینې یې وخوټېدې، په زړه یې غمونو یرغل وکړ، سر یې وګرځېد، د خیالونو لړۍ یې وشلېده، په وجود یې تړمه خوله راماته شوه، بې استقامته شو او په خونه کې د را ټولو شوو کسانو ژړاوې او واویلاوې پورته شوې او……                                                          


له څو شېبو وروسته، کله چې د بازګل اکا حالت ښه شو، کېناست، اوبه یې وڅښلې، اوږده ساه یې واخیسته او بېرته یې د تېرو خبرو د لړۍ په دوام وویل:                                


ـ جمعه خانه وروره! په ځان پوه نه شوم چې څرنګه د محراب له خیمې راووتم او تر خپلې خیمې را ورسیدم. یخنۍ اخیستی وم، شلېدلې شړۍ مو درلوده، هغه مې واغوسته او وروسته له یوې ګړۍ کله چې د بدن ساړه مې غلي شوو او په خود شومه، کاته مې چې د کورنۍ ټولو غړو سترګې په ژړاوو سرې کړې وې. له لږ ځنډ وروسته، کله چې تورسرو زما حالت مخ په ښه کېدو ولید، نو د وړو مور پوښتنه وکړه:                                                      


  محراب څه ویل؟                                                                                       –


 د دې پوښتنې په اورېدو سره مې د زړه درزا زیاته اوغمونومې په زړه یرغل کړ. هغوئ سمدستي زما له وضعې پوه شول.                                                                   


ـ جمعه خانه وروره! د سورګل او رېدي ګل مړو درک نه درلود، خو په توره شپه په توره خیمه کې د تورسرو ژړاوو او کوکو ټول کمپ په سر اخیستی وو او…..                       


خداې خبر څنګه له دې خبرې سره سم بازګل اکا په څه عجیبه چرت کې لاړ. څو تنو ناستو کسانو ترې یوه او بله پوښتنه وکړه، خو بازګل اکا په داسې چرت کې ډوب و، چې هډو د هېچا پوښتنو ته یې فکر نه و، لکه له رېديګل او سورګل سره چې یو ځای شوی وي.       


وری-۱۳۶۷  کال


بي بي مهرو- کابل