کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د راروانې سرشمیرنې اهمیت او موجود ې ستونزې

د راروانې سرشمیرنې اهمیت او موجود ې ستونزې

 
ترټولوپروژو اوکارو سرشمیرنه ډیر اهمیت لری که دیوی ښوونځی شاګردانوشمیرمعلوم نه وی دهغه ښوونځی دپاره دکتابو، اطاقو ، استادانو، میزاوچوکی برابرول غیرممکین دی همداسی دیوه هیواد په ټولو چاروکی سرشمیرنه اساسی رول لری پرته له سرشمیرنی  دپوهنی ، صحت ، اقتصاد، کورجوړولو، اوبورسولو ، برق ، زراعت ، هیځ انکشافی پلان نه جوړیدای سی نه عملی کیدای سی .کوم هیوادونه چی شفافه سرشمیرنه ونلری سرګردانه اوسرپه ډاګه کرزی لکه اوس چی ځینی وزیران دځانه ارقام وړاندی کوی هم ځان غولوی هم دولت غولوی اوهم خپل ملت اونړیواله ټولنی ته دوکه ورکوی


دراتلونکی انتخاباتو نه وړاندی دسرشمیرنی ستونځې:
ددی دپاره چی سرشمیرنه اعتبارولری هم ملت اوهم نړیوالی ټولنی ته دمنلووړوی باید دنړیوال ستنډرد سره سم باید ترسره سی اودستنډردشرایط په لاندی ډول دی
الف : نړیواله ټولنه باید دسرشمیرنی نظارت وکړی
ب  : ولس باید دخپلو نرواوښځودقیق معلومات دسرشمیرنی پرسونل ته ورکړی چی دامعلومات عبارت دی له
 دنروشمیر، دښځوشمیر، دنراوښځوعمر، دسوادکچه  ، شغل اومدنی حالت باید روښانه کړی
دپورته شرایطونه په غیرسرشمیرنه نه نړیوالی ټولنی ته اعتبارلری  اونه هم دولت اوملت ته ګټه لری که نړی واله ټولنه یی تاید نکړی هرګوند ، تنظیم ، قوم که اکثریت وی یا اقلیت وی  ردولای سی
 دراتلونکی کال دانتخاباتونه مخکی سرشمیرنه لاندی مشکلات لری
اول : امنیتی ستونځی ډیرزیاتی دی خصوصا په پښتنی او پر  ډيورنډ کرښه پرتو   ولایاتوکی
دوم : اکثره تنظمونه اومخالفین که په داخل ددولت کی دی یا دباندی دی مسلح دی سلاح یی  نده ټوله سوی
دریم : ددری ملیونه زیات افغانان مهاجردی اکثریت یی پښتانه دی چی صرف نظریی منفی تاثیرلری
ځلورم: مرکزی دولت کمزوری دی چی  دټولو مخالفینو تخریبکاری کنترول کړی
پنځم : دنفوس زیاته برخه بی سواده ده خصوصا  دسرشمیرنی په اهمیت نه پوهیږی 
شپږم : کلیوال اوقبایلی خلګ دښځو شمیر ، عمر، شغل اومدنی حال  نه ښیی
اووم : لیری سیموته دسرشمیرنی کارکوونکی نه سی تلای
اتم : اکثروتنظیمونه په دی هکله نه یواز ی همکاری نه کوی بلکه کیدای سی تخریب ته زمینه برابره کړی
نهم : دمرکزی احصایی اداره دیوه قوم نه تشکیل سوی ده هغه هم د ډیرو مغرضواومتعصبو اشخاصو نه اوپه شفافیت یی ملت باورنلری .
لسم : دسرشمیرنی ستراتیژی نه ده جوړه سوی چی ایا باید دنفوس زیاتوالی کنترول سی که پرخپل سر پاته سی
یولسم : خلګ دانتخاباتو اوسرشمیرنی فرق نه سی کولای مخالفین کولای سی د دی خالیګاه نه بده استفاده وکړی حتی دااوس اوس ځینی کسان پدی هکله مشکلاتواو په سرشمیرنه کی درغلیوته پلانونه جوړوی
دولسم : دمرکزی احصایی پرسونل کاری ظرفیت اوتجربه نلری
دیارلسم : اداری فساداوقومی تعصب اوج ته رسیدلی دی
څلورلسم : ددی پروسی دپاره لکه ځنګه چی ضرورت دی تبلغات نه دی سوی
پنځلسم : نړیواله ټولنه نه سی کولای دامنیت دخرابوالی په نسبت په ډیروخصوصا پښتنی سیموکی  نظارت وکړی ځکه نو هرمخالف کولای سی هغه ردکړی اوداټول مصارف اوستړیا وی له خاوروسره خاوری کړی
شپاړسم: کیدای تلفات صورت ونیسی اوکه پرهرولایت کی تلفات رامنځ ته سی ټوله پروسه ترسیوری لاندی راوړی
اولسم: ځینی دولتی ارګانونه خصوصا والیان کیدای سی دامنیت دخرابوالی په نسبت  داخبره ردکړی لک
اولسم : ګاونډی هیوادونه  ډیرلاس وهنه کوی په سرحدی سیموکی اسانه کولای سی تخریبات وکړی
نولسم :  پنځه شپږملیونه کوچیان اواره اوسرګردانه دی دهغوی سرشمیرنه ډیرمشکل کاردی اومحرومیت یی هم مشکلات جوړوی اوهم شفافیت له منځه وړی
شلم :   ددی ټولو مشکلاتوسره که پروسه تخریب سی  ټول مصارف اوپیسی به بی ځایه ولاړی سی بیا به ملګری ملتونه پدی هکله مرسته ونکړی اونړیوال اعتباربه دلاسه ورکړی
                                که چیری سرشمیرنه په 2011 کی ترسره سی لاندی ګټی لری
اول : امینیت به ښه سوی وی
دوهم : دسواد سطحه به لوړه سوی وی
دریم : داحصاییه مرکزی دپرسونل کاری ظرفیت به لوړسوی وی
ځلورم : پروسی ته به کافی تبلغات سوی وی اوخلګ به دسرشمیرنی په اهمبت پوه سوی وی
پنځم :  اداری فساداوتعصب به مهارسوی وی
شپږم : دنفوس دمخنیوی دپاره به سترایژی جوړه سوی وی
اوم : سلاح به ټوله سوی وی
اتم : دتلفاتومخه به نیول سوی وی
نهم : مخالفین به دانتخاباتوپه بهانه سرشمیرنه نه تخریبوی
لسم : نړیواله ټولنه به په اسانی دپروسی نظارت وکولای سی
یولسم : دخلګو په سیاسی شعورکی به زیات تغیرراغلی وی
دولسم : مهاجربه خپل هیوادته راغلی وی
دیارلسم : دکوچیانوپه میشته کیدوکی به پرمختګ سوی وی
ځورلسم: پیسی اومصارف به بی ځایه نوی مصرف سوی 
دپورته دلایلوپه اساس باید دسرشمیرنی پروګرام وڅنډیږی ترڅو دشرایطودښه والی سره سم داملی کارپه ښه شفاف ډول ترسره سی هم ملت اونړیوالی ټولنی ته داعتباروړوګرځی کله چی نړیواله ټولنه یی نظارت وکړی اودهغه شفافیت تایدکړی هیځ مخالف یی نه سی ردولای  په شمول دګاونډی هیوادو نه سی کولای دتخریب بهانه جوړه کړی