کور / شعر / غزل

غزل

د رنځور فکر په راج کي د شعور ليوني وژني
د فرعون د خيل وګړي مي د طور ليوني وژني
ستا د دار سلامتيا ته، درولي مي دي څلي
ککرۍ را په کي نسته د تربور ليوني وژني
د هر ګل په رژېدو کي زردشتي مستي وخاندي
د بې دردو خلکو ښار دى د انګور ليوني وژني
ورته لارو کې سکروټي اوس کري ته زاهد ګوره
دا د سرو شونډو منکره د منصور ليوني وژني
د بوتل په کړنګهار کي، سترګي سرې سي، يو خمار سي
سودا سر په سر زهير ده د غرور ليوني وژني