کور / تازه خبرونه / د سولي د شورا رئېس ووژل سو

د سولي د شورا رئېس ووژل سو

نن ورځ د غرمې تر لمانځه وروسته د کنړ ولايت د سولي د عالي شورا او ولايتي دفتر مشر مولوي محمد هاشم منيب د خپل زوى سره يوځاى د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي ووژل سول.
د دې ولايت والي سيد فضل الله واحدي د پېښي د پخلي ترڅنګ وويل چي په دې بريد کي يو تن ژوبل سوى هم دئ چي د درملني په موخه سيميز روغتون ته وړل سوى.
د پېښي مسئوليت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخستى.