د بادغیس ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د لراوبر اداره | اپریل 7th, 2012


د بادغیس ولایت د افغانستان د شمال لویدیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د غور ولایت، شمال ته یې د فاریاب ولایت او د ترکمنستان هیواد او جنوب لویدیځ ته یې د هرات ولایت موقعیت لري.

د بادغیس ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 448,800 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د قلعه نو ښار دی او په مرکز سربیره 5 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له قادس، مرغاب، آب کمري، مقر او جوید څخه عبارت دي.

د بادغیس په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.

هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.

د 1390 کال ښوونیز حالت:
په 1390 کال کې د بادغیس په ولايت كې په ټولیزه توګه 437 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 422 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 12 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 9 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه) 1 بابه دارالمعلمین ، 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 113,810 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,199 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.

همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 9,494 تنه د سواد د زده كړې په 318 بابه كورسونو كې د 318 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.

له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د بادغیس په ولايت كې د 4,949,143 امريكايي ډالرو په ارزښت 68 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 54 پروژې بشپړې شوې او 14 پروژې تر کار لاندې دي.

په 1390 کال کې د بادغیس ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,026 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.

د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د بادغیس په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.

باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…

Copyright Larawbar 2007-2024