د بامیان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د لراوبر اداره | اپریل 6th, 2012


د بامیان ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د بغلان او پروان ولایتونه ، جنوب ته یې د وردګو او غزني ولایتونه، لویدیځ ته یې د غور ولایت، شمال ته یې د سمنګان او سرپل ولایتونه موقعیت لري.
 
د بامیان ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 404,700 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د بامیان ښار دی او په مرکز سربیره 6 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له یکاولنګ، شیبر، کهمرد، پنجاب، ورس او سیغان څخه عبارت دي.
 
د بامیان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
 
 
 
د 1390 کال ښوونیز حالت:
په 1390  کال کې د بامیان  په ولايت كې په ټولیزه توګه 341 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 328 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 7 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 6 بابه دیني مدرسې، 1 بابه دارالحفاظونه)  3 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 126,363 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,130 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  2,245 تنه د سواد د زده كړې په 86 بابه كورسونو كې د 75  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت دبامیان په ولايت كې د 7,968,000 امريكايي ډالرو په ارزښت 153 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 86 پروژې بشپړې شوې، 55 پروژې تر کار لاندې دي او 12 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.
 
په 1390 کال کې د بامیان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 3,617 تنه دی چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د بامیان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د میزونو او چوکیو لږوالی، د تشکیل کموالی او د 105 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…
 

Copyright Larawbar 2007-2024