کور / تازه خبرونه / په لښكرګاه كې ځانمرګي بريد پوليس ووژل

په لښكرګاه كې ځانمرګي بريد پوليس ووژل

دهلمندولايت دمركز لښكرګاه په بولان سيمه كې نن سهار يوه تن دځان په چولو سره  درې پوليس اويوولسي  وګړى ووژل  .محمدحسين اڼديوال


دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې بريدكونكى پلى روان ؤ اودپوليسو له يوه موټرسره نژدې يي  ځان والوزاوه .


 


دوسله والو طالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي وويل چې  چاودنه ځانمرګى بريد نه بلكي  يوه ښخ شوي ماين ؤ .


هغه ادعاوكړه چې په پايله كې يي څلورتنه پوليس  ديوه  سميز قوماندان ملامريض  سره وژل شويدي .


دحكومت يوې سرچنې هم دملامريض په نوم ديوه قوماندان وژل كيدل تائيدكړه .