کور / شعر / د یوه ټولواک د سر د تاج غمي

د یوه ټولواک د سر د تاج غمي

زه پښتون یم ،زه افغان ، سترمې ټبردی
هره پیغله مې ملاله ،ژڼی نردی
دیوه ټولواک دسردتاج غمي دي
کندهاردی که کابل که پیښوردی
پاس مې هسکه هندوکش غاړه نیولې
لاندې نیغ لکه ځلمی ولاړخیبردی
که په اوړي دکابل په سیندکې لامبم
اباسین مې دساړه موسم ګودردی
زماویاړ،زماتاریخ دی ،پرې نازیږم
غفارخان که ایوب خان دی که اکبردی
خوشال ملاوه دافغان په ننګ تړلې
خوافسوس ددواړومنځ کې نن باډردی
چاچې سپک دپښتون لوري ته کتلي
رالویدلی لکه تندریی په سردی
که هرڅومره زورورمخې ته ورشي
په هرواریی څملولی  ،دی پرې بردی
توپانودزمانی  یی سرټیټ نکړ
ټینګ ولاړپه خپلوپښولکه دغردی
غلیم هسې هڅې کړي دپټیدویی
نه پټیږي په دووګوتو،داروڼ لمردی
هسکه غاړه پدې سیمه ګرځیدلی
احمدشاه ابدال دخپل وخت زوروردی
داچې  پروت  ټوټې،ټوټې یم یوله بله
چې یی ولیې کړې راغوڅې،خپل تبردی
ترهرچاراته ښائیسته اوښکلې ښکاري
پښتون هرچیرته چې وي ،دزړه مې سردی
دورانی دی که غلجی اوکه سوري دی
دیوپلارنیکه اولاددی ،یوټبردی
پریږده زړه چې دغلیم په حسرت وچوي
پښتون خدای پیداسرلوړی ،معتبردی
چې یی سردخپل ولس په لارکې ځارشي
خورم سوګندچې جنتي دی ،بختوردی
زه (مسید)له خدای پرتم دپښتون غواړم
ځکه ایښی تخلص مې  (منتظر)  دی


۱۴/۴/۲۰۰۶
پیښور- لره پښتونخوا