کور / نثر / نعمان دوست: په قتل پښېمانه يم !

نعمان دوست: په قتل پښېمانه يم !

د محمد نعمان دوست دوهم تخليقي اثر( په قتل پښېمانه يم ) چاپ او پرون په جلال اباد ښار کې، په يوه سيمينار کې له ګڼو نورو تازه چاپ شويو کتابونو سره، په يو شمېر ګډونوالو وويشل شو.
د دوست، په دغه تازه چاپ شوي اثر کې ٦٠ عنوانه ادبي ليکنې په ١١٤ مخونو کې راټولې شوي دي.
دغه اثر کې د ليکوال هغه ليکنې راټولې شوي دي، چې د ( ١٣٨٣ او ١٣٩٠ ) کلونو په منځ کې يې ليکلي دي.
د کتاب نوم ( په قتل پښېمانه يم) په کتاب کې د راغلې يوې ليکنې سرليک دى.
دغه اثر د لقمان په نوم يوه ماشوم ته ډالۍ شوى دى. د دغه ماشوم يوه غمجنه کيسه په همدې اثر کې د ( لقمان رنځور شو) تر عنوان لاندې راغلې ده.
په کتاب کې راغلې ډېرى ليکنې په حقيقت کې د ليکوال خاطرې او مشاهدې دي، خو ځينې بيا د هغه د ذهن خاص پيدا وار دي خو هغه څه چې د دې اثر په ټولو ليکنو کې تر سترګو کېږي، هغه د ليکوال ځانګړې او خوږ سبک دى.
د دې اثر ځينې ليکنې خو دومره دردونکي دي، چې په لوستلو يې له سترګو بې واره اوښکې تويه شي او داسې محسوس کړي چې دى ( لوستونکى) په خپله دغه غمجنه پيښه ويني.


دوست، د خپل نوي اثر په اړه لر او بر ويبپاڼې ته د ټېلفون په کرښه وويل:(( زه تر هغه څه نه ليکم چې مجبوره نشم، زما مجبوري داده چې د هرې دردونکې پېښې په ليدلو او يا اورېدلو نا ارامه کېږم، او دا نارامي مې ترهغې وي چې له نورو سره يې د ليکنې له لارې شريکه نه کړم.))
له دې وړاندې، د دوست د لنډو کيسو ټولګه ( ترهګر) له چاپه راوتلې وه، چې د لوستونکيو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
دوست، د  لراوبر او ځينو نورو پښتو ويبپاڼو نږدې قلمي همکار دى او د خپل ولس غمونه د همدې رسنيو له لارې له نورو سره شريکوي.
(په قتل پښېمانه يم) د ختيزو سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې له خوا چاپ شوى دى. دغې ټولنې د ياد اثر په ګډون سږکال ١٨ پښتو کتابونه چاپ کړي دي.
دغه کتابونه د څېړندود د ارزونې يو ورځنۍ غونډې او د دوو وتليو څېړنکيو استاد زلمي هېواد مل او ډاکټرعبدالروف رفيقي نمانځغونډې په وياړ چاپ شوي دي.
ياده غونډه  پرون سه شنبه ( ١٣٩١ د وري ٢۳مه) د جلال اباد ښار د قبايلو رياست په تالار کې جوړ شوې وه.
په پاى کې د دوست له  کتابه يوه ليکنه در سره شريکوو:


له ورېځې وېره
د کابل ښار په عيد ګاه جومات کې په سلګونو کسان د خداى ج حضور ته ليکه ودرېدل ، په ملا مات شول ، ټنډې يې په ځمکه ولګولې  او بيا يې په عاجزۍ له لوى څښتن څخه،  د باران غوښتنه وکړه .
لږ وروسته په اسمان کې ورېځې پيدا شوې، خلک خوشحاله شول، خپله دعا ورته قبوله ښکاره شوه .
خو د ورېځو په ليدو يو نا څاپه  زما په بدن د وېرې يوه لړزه راغله، ستونى مې وچ شو، پښې مې سستې شوې او اسمان ته مې له ډاره  نه شو کتلى.
ذهن مې څو زره کاله وړاندې لاړ، د عاديانو هغه حالت را په ياد شو، چې د ورېځې په ليدلو خوشحاله وو او ويل:(( هذا عارض ممطرنا … الايه))
خو هغه د رحمت ورېځ نه وه، د خپلو بدو او ناروا اعمالو سيورى يې و، چې پر سر يې ودرېد او د خداى (ج) له حکم سره سم ترې د اوبو پرځاى ډبرې وورېدې .
د زړه له  سترګو مې  په خپل هېوادکې د خداى  (ج)  د خلقت پر شهکار ( انسان ) روان ظلمونه، يو- يو تېرېده .
هلته به له يوه انسانه سر پرې شو، په بل به سرې ګولۍ ونښتې، بمونو به ماشومان په لنبو کې پورته کړل،  بل  به د يوه وحشي انسان د جنسي هوسونو قرباني شو او ….
کله مې د زړه له سترګو دغه حالتونه  د سرفلمي په څېر تېرېدل او کله مې د سر په سترګو په اسمان کې غوټه ورېځې ته کتلې .
ټوله شپه  له همدې وېرونکي حالت سره مخ وم، هره شيبه مې دکاڼو د ورېدو په ويره کې تېرېده او تر هغې په وېره کې وم  ترڅو چې مې د  نږدې جومات له منبره د سهار  ملکوتي اذان واوريد .


١٣٨٧، کابل


پر قتل پښېمانه يم - نعمان دوست