کور / ترخې خبري / سوالګر دکړیدلي ژوند یوه بیلګه

سوالګر دکړیدلي ژوند یوه بیلګه

دجمعې دورځې لمونځ مې چې ادا کړ او بیرته دمسجد دداخلي سحنې څخه راوتم نو ګورم چې ددروازې سره لکه دتل په څير دټولنې تر ټولو خواره ، غریبه او اړه طبقه په یو زیات شمیر کې ناسته وه چې مخونو يې دلرې څخه داسې چیغې وهلې چې مونږ مرستې ته اړتیا لرو ، له مونږ سره مرسته وکړئ ، مونږ په کور کې خواړه نه لرو ، مونږه داغوستو لپاره بل لباس نه لرو ، زمونږ سره دانسانئ همدردئ له مخې څه نا څه مرسته وکړئ ،دروانو خلکو دجم…لې څخه بعضو ترخپله وسه پورې ورته پیسې اچولې او ترې تله به ، خو یو څو ځوانان مې په همدغو خلکو کې داسې هم ولیدل چې زړونه یې نه یواځې دتیږې څخه جوړ بلکه درشخن قوه یې هم ډیره زیاته وه او په تګ تګ کې یې درشخن تر څنګ سوالګرو ښځو ته داخلاقو ددایرې څخه وتې خبرې هم وکړې.


زه نه پوهیږم چې بعضې زمونږ نه ولې داسې شوي یو او په هغه چاباندې چې سوال کوي او ددې سوال له وجې دخپل مخ ابرو خرڅه کړي وي رشخن وهو ، ایا زمونږه ضمیر دومره ددنیا دمستئ په لومه کې راګیرشوی چې زمونږ څخه یې دا هم هیرکړي چې اړ خلک یانې څه ، مجبور خلک یانې څه ،که دغه خلک دهرې موخې له مخې سوال کوي حتما دهغې موخې تر شا یوه مجبوري موجوده وي کنه هیڅوک داسې نه کوي چې دخپل مخ ابرو دې ددې ټولنې په خلکو باندې خرڅه کړي او سوال ته دي کیني ،خوکله چې په چا باندې مجبوري دومره زور وکړي او بله لاره ورته پاتې نه شي نو هغه مجبوراسوال شروع کوي …په پیښور کې یوه ورځ دطورخم دموټرو په تم ځای کې مې دیوې ښځې څخه چې سوال یې کاوه او مخ یې په چادري کې پټ کړي او بعضې خلکو ورپسې خبرې هم کولې وپوښتل چې ولې سوال کوي ،نوموړې ښځې راته وویل چې دخاوند مې دوینې سرطان شو او مړشو ، ۶ اولاده یې راته پاتې دي خپلوان مې هیڅ مرسته راسره نه کوي او ورونه زه نه لرم او خپلوان مې کابل کې اوسیږي او چندان خلک هم نه دي ، دنوموړې په وینا خپلوانو یې داسې کارونو کولو دپیسو ګټلو په خاطر مجبوروله چې دانسان ضمیر یې هیڅ نه قبلوي ، په دې خبرو کولو سره دژړانه نوره غلې شوه او دغریبئ څپو ځپلي اواز یې په ستوني کې بند پاتې شو..


خدای شته ډیر زړه مې پرې وسوزیده خو کاش هغه خلک چې خپل باطني غلاظتونه په خپله څو رنګئ سره پټوي پدې خبره پوه شي چې دغه خلک مرستې ته اړتیالري او دا یې په مونږ حق دي چې دخپلې وسې مطابق لاسنیوی ورڅخه وکړو ، افسوس چې لا تراوسه په خپل ګاوڼډ کې مونږ داړو خلکو څخه دا پوښتنه هم نه ده کړې چې ایا هغوی خوراک ته غذالري کنه ، ماشومان یې کتابونه لري کنه ، دخوږو اولادونو درملنې لپاره څه لري کنه ،الله دې زمونږه ویده ضمیرونه دغفلت دخوب څخه نور رابیدارکړي او دا روحیه دي په کې خدای غیبي واچوي چې په خپل چم ګاونډ کې داړو او مسکینو خلکو سره تر خپله وسه مرسته وکړو