کور / سياسي / د ښامار په خوله کې افغانستان او د طالبانو د لویو تیروتنو دوام

د ښامار په خوله کې افغانستان او د طالبانو د لویو تیروتنو دوام

 
په لومړي سر کې چې امریکايي ښکیلاک پر افغانستان برید کړئ ؤ موږ به چې هغه وخت محصلین ؤ خلکو ته د دې برید ، د افغانستان د نیواک ، او د کابل د بې واکه او لاس پوڅي حکومت د شتون خطر ناکې پایلې په ګوته کولې . زموږ ډير بحث به یا په خپله له یو شمیر نورو د ښه او بډایه ژوند غوښتونکو محصلینو او یا هم له هغه کسانو سره ؤ چې ځان به ېې د سیاسي چارو کار پوه باله .
ښه مې په یاد دي چې دې کسانو به تر ډيره په همدې دلیل ټينګار کاوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکمنو ځواکونو له شتون سره به نور ګاوندي هیوادونه په افغانستان کې لاس وهنه ونه شي کړئ او موږ به د امریکايي ځواکونو په مټو خپلې له لاسه ورکړې ځمکې او د دیورنډ له کرښې لاندې پښتانه بیرته د ځان کړو . هغوی به ټينګار کاوه که امریکا افغانستان ته نه وای راغلې موږ به هیڅکله هم له خپلې خاورې سره د کوزې پښتونخوا د یو ځآي کیدو خوبونه نه ؤ لیدلي خو اوس به امریکا په پاکستان کې هم په یوه بهانه کړکیچ جوړ او موږ به د امریکايي ځواکونو په مرسته خپلې له لاسه ورکړې ځمکې بیرته ونیسو .
 
که څه هم ښايي دوی به هغه وخت هم پوهیدل چې دا یو خیال دئ خو دا ډول خبرې به ېې زموږ د مغلوبولو لپاره ډيرې تکرارولې او ویل به ېې افغانستان د یوه ځواکمن هیواد ملاتړ ته اړتیا لري .
حتې ولس مشر کرزي صاحب به هم د ځان غلامي نه پټوله خوویل به ېې د غلام تر غلامۍ د بادار غلامي ښه ده .
 
اوس مهال چې د امریکایانو له خوا د افغانستان د نیواک یوه لسیزه پوره شوه د دې نیواک خطرناکې پایلې ورځ په ورځ څرګندیږي ،اوکرزئ صاحب هم د خپل بادار د دسیسو د مخنیوي وس نه لري .
د دیورند خیال خو پرځای پاتې دئ  امریکا داوسني  افغانستان د ټوټې ټوټې کولو او تجزېې پلانونه جوړ کړي .
څو ورځې وړاندې چې د امریکا د کانګریس غړي کابل ته راغلل او د شمالي ټالوالې چې اوس ېې نوم متحده جبهه دئ له معتصبو او پردي پالو مشرانو سره ېې تر خبرو اترو وروسته په ګډه د افغانستان د فدارالي کولو لپاره اعلامیه خپره کړه او وېې ویل له  دې هیواده د امریکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې د افغانستان په سیاسي نظام او جوړښت کې د ژورو بدلونونو را وستلو اړتیا ده ، د امریکا یا د هغه هیواد چې کرزي صاحب او د کابل ادارې د ځان هر اړخیز او نړیوال دوست او ملګرئ باله اصلي څيره څه ناڅّ راحرګنده شوه .
دا څرګندونې د افغانستان د موجودیت لپاره د خطر تر ټولو خطرناک زنګ دئ .
خلک له دې وړاندې هم پوهیدل چې امریکا په افغانستان کې د جنایتونو تر سره کولو لپاره راغلې نه د افغانستان  ښځو او بشر ته د هغوی د حقونود سپارلولپاره .
خلکو له سره د دې اټکل کاوه چې امریکا به په افغانستان کې خپلې ګټې ولټوي د افغانستان شتمنۍ او زیرمې به چورتالان کړې په افغانستان کې به د لودیځ د بې دین او مبتذل کلتور د دودولو هڅې وکړي او که څوک ېې مخته ودریږي په وینو به ېې ولمبوي او حتې کورنۍ او ماشومان به ېې هم په اور وسیځي .
ځکه امریکا له دې وړاندې هم په خپل تاریخ کې ډا ډول کارنامې ډيرې زیاتې درلودې .
په ویتنام کې ېې خلک ښځې واړه او لویان له کوم توپير پرته قتل عام کول چې په انځورونو ېې انټيرنیټ ډک دئ .
امریکا لومړنئ هیواد ؤ چې د بشر په تاریخ کې ېې له اتومي وسلو کار واخیست او د جاپان د هیرو شیما او ناګاساکي د ټاپوګانو له انسانو سر بیره  ېې حتې په دې ټاپوګانو کې ژوندئ ژوئ پري نه ښود. او ژوند ته ېې پا ی ورکړ چې لاتر اوسه ېې هم آثار په بشپړ ډول جوت دي .
خود امریکا له دې ټولو جنایتونو سر بیره د هغوی د تر ټولو خطر ناکو دسیسو او د افغانستان د تجزېې فکر لا مخکې خلکو نه ؤ کړئ .
په دې کې شک نه ؤ چې  په کابل کې د مجاهدینو د بیلابیلو ډلوتر منځ جګړې هم د امریکا د پلان له مخې تر سره کیدې په هغه وخت کې هم شمالي ټالواله او کمونستان په سر کې د حزب اسلامي او بیا وروسته د طآلبانو پر ضد تقویه کیده ځکه امریکا غوښتل مجاهدین او نورې وسله والې ډلې دومره یو پر بل ووهي ، د افغانستان اقتصاد دومره کمزورئ او ونړوي چې خلک په خپله له امریکا د مداخلې غوښتنه وکړي او بلآخره دوی د نړۍ په دې ستراتژيکه سیمه کې خپلې یکه تازۍ ته ورسیږي او د افغانستان د شتمنیو له تر لاسه کولو سر بیره د منځڼي آسیا او بالکان د لویو زیرمو د تر لاسه کولو لپآره ځان ته داسې یوه اډه په لاس راوړي چې واکداران ېې هم په خپله ورته ټاکلي وي او د دوی د هر جنایت په وړاندې د اعتراض حق ونه لري .
په همدې اساس د کرزي اداره رامنځته شوه چې لا تر اوسه هم امریکایان په خپل زړه له افغانسان هغه څّه چې زړه ېې ورته وايي وړي او هغه څه چې د دوې زړه وي ورته راوړي ېې .
 نه دوی ته کومه ویزه په کار ده نه څوک د دوی د کوم پيټي یا بار کانټينر د پلټلو یا خلاصولو حق لري نه څوک ورته ویلئ شي چې په خپل سر په افغانستان کې کیندنې مه کوه د افغانانو کوروته مه ورځه ، بې ګناه افغانان مه وژنه حتې پر ښځو ېې تیرئ مه کوه .
د امریکایانو د دې ډيرو جنایتونو او د کابل د لاس پوڅې او بې واکه ادارې له لیدلو وروسته د خلکو د امید سترګې د هغوی مخالفینو ته وې .
حزب اسلامي خو له پخوا لودیځو میډیاوو د خلکو په اذهانو کې دومره را ټيټ کړئ ؤ چې حتې ډير شمیر خپل مجاهدین ېې هم له لاسه ورکړل .
د زرداد ملیشو نه حزب اسلامي ته خپل پخوانئ اعتبار پریښود او نه هم واک او محبوبیت .
په مخالفینو کې چې اوس هم ډير نفوذ او واک لري هغه طالبان دي خو طالبان هم کله کله داسې تیروتنې کوي چې د افغان ملت په زړه کې راټوکیدلې هیلې په اوبو لاهو کوي .
څوورځې وړاندې مې په انټرنیټي سایټونو کې یو خبر ولید چې لیکلي ېې ؤ په غزني کې طالبانو ۲۰ ښونځي وتړل .او داسې خبرونه هم ؤ چې طالبانو په وردګوکې یو شمیر د لیسو استادان او معلمین چې د وردګو د لیسو په جوړښت او له روسانو سره د جهاد په سختو شرایطو کې ېې دتدریس سختو کړاونو ته غاړه ورکړې وه او د وردګو ولایت اوسني ګڼ شمیر ډاکتران او انجینران د همغو خلکو د هڅواو سر ښیندنو پایله ده یواځې په دې خاطر له کاره ګوښه کړې چې ګواکي هغوی د حزب اسلامي کسان دي
خدای شته له ډيرې غوسې مې د غزني د لیسو د تړل کیدو خبر ونه لوست چې طالبانو ولې دا ښونځي او په کومه ګناه تړلې خو په ذهن کې مې ېې د طالبانو د واکمنۍ څو خاطرې را ژوندۍ کړې .
یوه ورځ مې چې پر کابل  د طالبانو د واکمنۍوروستۍ ورځې وې او په کابل او نورو سیمو د امریکا بریدونه پیل شوي ؤ د طالبانو له یوه مشر چې په هغه وخت کې دکورنیو چارو وزارت د غونډ محافظ مرستیال ؤ بحث وشو هغه چې د مدرسې یو مولوي ؤ د پوهنتون او مسلکي زده کړو سخت مخالف
او یواځې د دیني زده کړو په زده کولو باوري ؤ .
زه چې هغه وخت د کابل پوهنتون محصل وم له همدې امله ېې را سره جوړه هم نه وه .
یوه ورځ چې ډير نور طآلبان هم  ؤ ماته ېې وویل چې پوهنتون پریږده او دیني زده کړې پيل کړه .
ماورته په ځواب کې وویل اسلام د دین له اصولو زده کولو وروسته نه یواځې دا چې د عصري او مسلکي زده کړو مخالف نه دئ بلکې هڅوونکئ ېې هم دئ ،
کاسب د خدای حبیب بلل شوئ ، ډير انبیاء کاسبان ؤ او اوسنۍ عصري زده کړې د هماغه کاسبانو د لارې دوام دئ مخکې به آهنګر یا پښ لور او څټک جوړاوه خو اوس الوتکې او توغندي جوړوي .
ډيرو علماؤؤ له( اطلبو العلم و لو کان في صین ) حدیث شریف څخه د عصري زده کړو د واجب والي مفهوم اخیستئ .
دیني علماء وايي له( واعدو لهم مااستطعتم من قوه و من رباط الخیل )آیت شریف  د نن ورځې د پرمختللې ټيکنالوژي د زده کولو او له کفارو سره د مقابلې لپاره د نن ورځې د ترانسپورتي سیستم  د ترلاسه کولو په  واجب والي او فرض والي   دلالت  کوي .
په اسلام کې چې د فرضو تکمیلوونکي فرض او د واجبو واجب دي نو له کفري ځواکونوسره د جهاد تکمیلوونکي وسایل تر لاسه کول او جوړول هم فرض او واجب دي .او بې له شکه دا وسایل په دیني مدرسو کې نه جوړیږي بلکې په پوهنتونونو یا فابریکو کې چې اساس ېې بیا هم عصري زده کړې دي جوړیږي . یو اسلامي حکومت باید تر هرڅّه ديره پاملرنه خپل پرمختګ او پياوړتیا ته واړوي تر څو د نن ورځې د پياوړو کفارو د یرغلونو په وړاندې د دفاع او مقابلې توان پيدا کړي .
خو هغه زما یوه خبره هم ونه منله او حتې نږدې ؤ چې بندي مې هم کړي .
څوورځې له نه وې تیرې چې په باغ بالا سیمه کې امریکايي الوتکو د طالبانو دوه پيکپ موټړ په نښه کړل    .طالبانو چې د امریکايي الوتکو د بمباریو په سر کې ېې د الوتکو له راڅرګندیدو سره د کابل آسمان د بیلابیلووسلو حتې کلاشینکوفونو په رسام او اوریزو مرمیو لکه د سرو ستوریو په څير ګرځاوه ، دا ځل چوپه خوله ولاړ او د خپلو ځآنونو د ساتلو په فکر کې ؤ . ځکه هغوی پوه شوي ؤ چې  پر دې امریکايي الوتکو د ډزو پایله د خپلو سلاکوټونو د مرمیو له بې ځایه مصرفولو پرته بله پایله نه لري
 له همدې امله طالبانو په سلا کوټونو کې د زیو او زیکو یو دافع هوا وسلو د پاتې مرمیو ساتلو لپاره امریکايي الوتکو ته په رڼو سترګوکتل او هغوی به پرې بریدونه کول ځکه دوی داسې کومه وسله او تخنیک نه درلود چې دا اې سي ۱۳۰ او بي ۵۲ الوتکې ېې پرې په نښه کړې وای .
د باغ بالا په پيښه او د طالبانو په بې وسۍ او مظلومیت  مې خدای شته سخت زړه درد کاوه خو د مولوي صاحب خبره مې هم سترګو ته دریده چې د پوهنتون محصلینو او د تخنیک تر لاسه کوونکو مسلمانانو ته ېې د کرکې او نفرت په سترګه کتل .
ډآکتر عماد الدین پژمان