کور / راپور / د اسټرالیا په میلبورن ښار کي لومړنۍ پښتو مشاعره

د اسټرالیا په میلبورن ښار کي لومړنۍ پښتو مشاعره

د روان عیسوي کال د فبروري پر نوېشتمه د یکشنبه په ورځ د آسټرالیا د میلبورن ښار د هیمپټم پارک په هال کي د مبتکرو ځوانانو او شمشاد تلوېزیون د آسټرالیا د څانګي د نمایندګي په کوربه توب لومړنۍ پښتو مشاعره او پرتمینه ناسته جوړه شوه.

د ګډونوالو یوه برخه

مشاعره د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو باندي پیل سوه.

ورپسې د آسټرالیا په مېلبورن کي د افغان کمینټي رئس او په افغانستان کي د ټول ګټو چارو یا فواید عامې پخوانی وزير عبدالخالق فضل ستېج ته راوغوښتل شو تر څو د دې ډول مشاعرو او غونډو د مؤثریت په اړه وغږیږي چي د افغانانو د کلتوري انحلال څخه د مخنیوي لپاره څومړه اړيني او ضروري دي.

ورپسې مشاعره پیل سوه چي لاندنیو شاعرانو لکه: احمدلله رحیمي ، اسماعیل اړم، مطیع الله بختاني، امین جان ګردیوال، احمد سعید وصال، عثمان شینواري او څو نورو شاعرانو خپل شعرونه یو په بل پسې وړاندي کړل چي د ناستو کسانو او ګډونوالو ادبي تنده پرې ماته شوه او شاعران یې په چکچکو استقبال کړل.

د یادوني وړده چي په یاده مشاعره کي میلبورن مېشتو افغان مشرانو، پوهانو، ادیبانو، شاعرانواو ځوانانو ګډون کړی وو چي ټولو په خپل نوبت د مشاعرې څخه خوند واخېست او مثبته يې و ارزوله همدا راز یې هیله څرګنده کړه چي دا ډول مشاعرې او غونډي دي په راتلونکي کي هم ونیول شي.

دا مشاعره چي د تاریخ په اوږدو کي د آسټرالیا په میلبورن ښار کي لومړنۍ پښتو مشاعره وه د ماښام په ونېمو بجو پيل سوه چي تر شاوخوا لسو بجو پوري یې دوام وکړ او د یو ماشامني په کولو سره پایته ورسیده.