کور / خبرتیا او پيغامونه / د ځوانيمرګ ډاکټر اسدالله ستانکزي په اړه پيغامونه

د ځوانيمرګ ډاکټر اسدالله ستانکزي په اړه پيغامونه

د بخښاند څښتن په نامه


د اوتريش په مرکز وين (ويانا) ښار کې مېشت افغان ډاکټز اسدالله ستانکزی د ورپېښې ناروغۍ لامله په ناحاپې توکه له دې نړۍ ولاړ.
 
د ارواښاد ډاکټز اسدالله ستانکزي کورنۍ درانه دوستان خبروي، چې جنازه د مۍ پر لسمه (پنجشنبه تر غرمې وروسته) پر دوه نيمو بجو د وين (ويانا) ښار د مسلمانانو په هدیره کي خاورو ته سپارل کیږي.
 
د جنازې او هديرې پته:
Islamischer Friedhof
Grossmarktstrasse 2a
1230 Wien
 
مهال:
Donnerstag (10 05.2012) um 14:30
 ښځينه- نارينه فاتحه
ځای: د وين (ويانا) ښار، د عربو جامع جومات
نېټه: يکشنبه )(د مۍ ديارلسمه)
مهال: له دوو تر څلورو بجو
 
د فاتحې د ځای (جومات) پته:
Arabano Jumat
Islamisches Zentrum Wien
Am Bruckhaufen 3
1210Wien
 
مهال:
Sonntag (13.05.2012): von 14:00 bis 16:00 Uhr
 
که څه ستونځه وه، لاندينۍ تېلېفون شمېرې ته زنګ ووهئ!
 
00436888242488


ارواښاد ډاکټر اسدالله ستانکزی


تر يوې اوږدې او سرداګنيو څخه ډکي ورځي وروسته بالاخره کورته راورسيدم ، په پارکينګ کي د درېدو سره سم مي غوښتل چي کمپيوټر بند کړم او کورته ننوزم ، ماول ته راسه دا ايمايل وګوره که په دې وروستي نيم ساعت کي کوم ضروري شی راغلی وي .
څو دقيقې مخکي د حکيم پسرلي لخوا ايمايل ته د موضوع په ځای کي د جنازې خبرتيا ليکل سوې وه ، د زړه مي درب سو ؛ د په متن کي د ډاکټر اسدالله ستانکزي د نوم په ليدلو مي باور نه راځي ، اوتريش ته مي زنګ ووهه ، خبر تاييد سو چي هغه د ستوني د ساده ويروسي ناروغي لرله ، ماخستن له ملګرو سره خوښ خوشاله کښېنستلئ ، شپه کورته تللئ او بيده سوئ دی ، خو هيڅ چا باور نه کاوه چي دغه به يې وروستۍ شپه وي او فرهنګپال ډاکټر اسدالله ستانکزی به د ستوني له ساده ناروغۍ څخه سهار ته پاته نسي . فکر کيږي چي د ستوني ناروغۍ يې د ساه بندېدو سبب سوې او د ډاکټر اسدالله ستانکزي په مړينه د هغه په اطاق او کور کي د کورنۍ غړي هم  پوه نسوه .
انالله و اناليه راجعون
په اوتريش کي هم لکه د اروپا د نورو هيوادونو غوندي جلا وطنه افغانان د پرديسۍ شپې تېروي ، په ويانا کي يو شمېر با احساسه افغانانو د تيرو شاو څوارلسو کلونو راهيسي کلتوري هڅي رواني ساتلي ، دريو څلورو فرهنګي غونډو ته يې موږ له لويديځي اروپاڅخه ورغلي و ، ارواښاد ډاکټر ستانکزی به په هره غونډه کي حاضر و ، د غونډو د جوړيدو ، مېلمنو د پالني تر څنګ يې د ښکلا مجلې او په افغانستان کي د يو شمېر نورو فرهنګي هڅو ملاتړ کاوه او لکه د ډېرو نورو افغانانو غوندي د خپل هيواد بدي ورځي ځوراوه ځکه يې لږ پرمختګ ته هم ډيره خوشالي کوله .
زما باور نه راځي چي هغه د دنګي وني ، اوږدو څڼو او موسکا څخه ډکي څېرې خاوند دي مړ سوئ وي .
نه ، مرګ فقط موږ دداسي خلکو په د مړيني په بد خبر ځوروي ، کورنۍ او دوستان يې ژړوي او د وير پر ټغر يې کښېنوي مګر په حقيقت کي داسي شخصيتونه د تل لپاره زموږ په زړونو کي ژوندي دي .
روح يې ښاد او ياد يې تلپاته


د لراوبر ويبپاڼي ، بېنوا فرهنګي ټولني او په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب
عبدالله احسان
۸ می ۲۰۱۲




افغان ولس کلتوري ټولنې د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام  د


د ډاکتر اسدالله ستانکز ي په وير کې


ارواښاد ډاکتر اسدالله ستا نکزی ۴۳ کاله له مخه د ارواښاد ډګروال عبدالحمید خان افغا ن په روښانه کورنۍ کې دې نړۍ ته ستر ګې پرانيستې. په خپل کور کې تر ټو لو کشر، او کورنی نوم يې زلمی وو.


تر لو مړنيو زده کړو وروسته پر ۱۹۸۱ ز کال کې حربي ښونځي ته ولاړ. پر ۱۹۸۵ ز کې د ښه زده کوونکي په توګه د طب په څانګه کې د لورو زده کړو لپاره پخوانۍ چکوسلواکیا ته ولاړ. پر ۱۹۹۴ ز کال کې يې خپلې لوړې زده کړې د اوسمهالې سلواکيا په مرکز براتيسلاوا کې بشپړې کړي او په سلواکیا کې يې د ډاکتر په تو ګه کار پیل کړ.


هلته يې ځان يوازې احساساوه، هماغه ول، چې له څه مودې وروسته (پر ۱۹۹۸ ز کې) د خپلې خور ډاکتر ملا لۍ ستانکزۍ خوا ته، چې له پخوا یې په اوتريش کې له خپلې کورنۍ سره (په جلاوطنۍ کې) ژوند کاوه، کډه وکړه. په اوتريش کې يې پناه واخيسته او دخپل د یپلو م د رسمیت پیژندلو لپاره يې اړوندې ازمو ینې پای ته ورسولې. له هغې راوروسته تر اوسه يې د وين (ویانا) ښار په یو روغتون کې د رسمي ډاکتر په توکه دنده تر سره کوله.


ډاکتر اسدالله ستا نکزي له څه کم دوه مياشتو راپه ديخوا د ستوني ناروغي درلوده. د۲۰۱۲ ز کال د مۍ پر دویمه عمليات شو او له هغې وروسته خپل کور ته ولاړ. د مۍ پر شپږمه شپه يې خپله مېرمن له څلور اولادو سره پرېښوده. په ځوانه ځوانۍ کې يې د ډېرو ناغوړېدلو ارمانونو په بدرګه د تلپاتې لېږد لار راخپله کړه او له دې نړۍ ولاړ.


د مۍ پر لسمه ورسره د وين ښار د مسلمانانو په هديره کې د وروستي ځل لپاره د ارواښاد کورنۍ، د هغه ملګرو، دوستانو، او اوتريش مېشتو افغانانو وروستۍ مخه ښه وکړه او جنازه يې خاورو ته وسپارل شوه.


ډاکتر اسدالله ستا نکزی له هغو ګوتشمېر روښاندو څخه ګڼل کېده چې تر ځانه پر خپلو هېوادوالو ډېر زهير او زړه سواند وو. د جنګ، جنايت او جهل ځپلي افغانستان ژغور او سوکالي يې يواځينۍ هيله او غوښتنه وه. خو چې دې هم وليدل، په يوه بې قانونه او او زورواکي دولت کې د رښت او رښتو خبرې کوم ځای نه نيسي، نو په جلاوطنۍ کې يې د فرهنګپالنې لاره غوره او غنيمت و ګڼله او د خپلو هېوادوالو د چوپړ لپاره يې په اوتريش کې د افغان ولس کلتوري ټولنې د يو فعال غړي په توګه تر خپلې وسې خپلو هڅو ته دوام ورکړ. د ټولنې د چارو د لا ښه ترا پرځای کولو لپاره يې له ۲۰۰۶ ز را په ديخوا د ټولنې امرلې (منتخبه) مرستيالي تر لاسه کړه.


څومره دردوونکې ده چې د رېښتيني انساني نړۍ او بيا د جنګ، جنايت او جهل ځپلي افغانستان د ژغور و سوکالۍ يو بل رېښتينی ارمانژلی، پر خپل ګران هېواد مين، با اخساسه افغان، د فرهنګي هڅو ملاتړی، هغه د همېشنۍ موسکا څخه ډکي څېرې او اوږدو څڼو خاوند «اسد جان» راڅخه بېلېږي.


موږ د افغان ولس کلتوري ټولنې غړي پر خپل وار د ځوانيمرګ اسد جان ناځاپي مړينه يوه ستره ضايعه ګڼو. د هغه د ناڅاپي مړينې په وير و ناورين كې ورټې ورټې اوښكې تويوو، او له ټولو ويرژلو کورنيو غړيو او ملګرو سره د زړونو له ژورو خواشيني او خواخوږي شريکوو. هغه ځوانيمرګ ته له بښاند و لوراند څښتنه جنتونه غوارړو او ټولې ويرژلې كورنۍ ته د ستر اجر، زغم و تسل هيله كوو !


اروايې ښاده او ياد يې تلژوندی!


 


افغان ولس کلتوري ټولنه


وين،  ۱۲-۰۵-۲۰۱۲






له جرمني څخه د پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزي د خواشينۍ پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم



د ارواښاد ډاکټر اسدالله ستانکزي  دکورنۍ سره د غمشريکۍ  پــيـــغــــام


سحرگه وه د نرگس لیمه لانده                                څاڅکي څاڅکي یې له سترگو څڅېده


ما وې څه دي ښکلیه گله ولې ژاړې                    ده وې ژوند مې دی یوه خوله خندېده


 (نازوانا )


چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل


داسـی مړ ( شوې ) چې ته خاندی خلک ژاړي


دمئ میاشتي په لسمه نیټه  مي  دلراوبرپه ویبپا ڼه کي  د یوه نومیالي زړه ور او  ویاړلي ملي شخصیت ارواښاد ډاکټر اسدالله ، د مړینې خبر ولوست . د زړه مي درب درب سو ؛ ټول بدن مې په لړزه شواوخولې راباندې ماتې شوي .حافظه مې دلاسه ورکړه .داځکه چې په متن کي د ډاکټر اسدالله ستانکزي د نوم په ليدلو مي باور نه راتلو. که څه هم داغمجن خبرسترګولیدلوخوحافظي ورسره نه منله . سمدلاسه مې نوروویبپاڼولکه ددعوت ویبپاڼه اودبینواویبپاڼې ته ورمخ شو. خبر تاييد سو چې ارواښاد په ناڅاپۍ توګه د اوتريش په مرکز وين (ويانا) ښار کې ددې فاني نړۍڅخه  سترګې پټې کړې .


انالله و اناالله راجعون


زما باور نه راځي چي هغه د دنګي وني ، اوږدو،توروځلانده څڼو او موسکا څخه ډکي څېرې خاوند دي مړ سوئ وي . نه، هغه به تل ژوندی وي . داځکه چې که څه هم  دارواښادپه شان دعلمي شخصیتونود مړيني بد خبرموږټول ځوروي ، کورنۍ او دوستان يې ژړوي او د وير پر ټغر يې کښېنوي مګر په حقيقت کي داسي شخصيتونه د تل لپاره زموږ په زړونو کي ژوندي دي .


د ارواښاد، دناڅاپۍمړينې خبر ترټولوماځکه دومره ډیرځوروي چې دیوې خوا مې د ارواښاد سره یوځای د وین په ښارکې لکه دوروڼوپه شان مینه ناک ژوندتیرکړی دی اوبلخوادپښتوژبې  د پرمختګ په تړاوتل په یوه همغږي فکرسره وو  . همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم چې دخدای بښلي  په یادڅوکرښې ولیکم : دارواښادپه هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ساینس پوه په توګه ځینې خاطرې دلته یادې کړم :


ارواښاد،دافغان ولس یووتلی طبي ډاکټر، فرهنګي شخصیت  ،د پښتو ژبې تکړه خدمتګار ، اوپه وطن او خپلواكۍ مین ملي شخصيت وو.  دارواښادمړینه  نه یواځې دافغان ولس او د نړۍ ټولو پښتنولپاره بلکې په خاص توګه  دافغان طبي ډاکټرانواوساینسپوهانولپاره نا جبرانيدونکې ضايعه ده .


ارواښادپه یوه شریفه،روشنفکره او دینداره کورنۍ کې  زېږېدلی دی اوزه هغه اومحترمه کورنۍ يې دکوچنيوالي څخه پيژنم  . داځکه چې دکابل ښارپه بې بې مهروناحیه کې زموږدکورنۍسره ګاونډیان وو. هغه مهال چې زه دویانا په ښارکې وم نودلوی الله ج رضاوه چې  یوځل بیا دمهاجرت په دوره کې سره مخامخ شوو. دارواښادهغه ستره مینه چې دپښتوژبې دپرمختګ په هکله یې درلوده په ماباندې ډیره اغیزه وکړه . ترکومه ځایه چې زماپه فکرکې پاتې دي نو د ارواښادپيژندنه  په لاندې ډول څرګندولای شم .


۱- ارواښاد ډاکټر اسدالله  تل د ولس په  چوپړ کي وواودخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیدل اوپخپله یې هم  عملي ګامونه اخیستل   . دشعارورکولوپلوی نه وه . دبیلګې په توګه ارواښاد په افغانستان کې دکان اوتیلوداستخراج په موخه دسلواک هیواد مرسته اورضایت دشخصي اړیکوپراساس  ترلاسه کړ .


۲- ارواښاد که څه هم په خپل طبي مسلک کې ډیربخت وه خوسره دهغې به يې هم  په ډیرو فرهنګي غونډو کې ګډون کولو . خدای بښلی نه یوازې په خپله ډاکټرۍڅانګه کې ژوره پوهه ترلاسه کړې وه بلکې په څنګ کې يې سیاسي مبارزه هم دژوندیوه برخه  کرځولې  وه . په کلتوري اوفرهنګي غونډوکې یې  تل فعاله برخه اخیستله اویابه یې پخپله  جوړولې .


۳- داسلام بنسټیزآرونوپه عملي کولوکې یې دمشرانو احترام کولواوپه کشرانویې مهرباني کوله .


۴- په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ وه ،  خوراننګیالی ،سپین زړه ،خوښ طبیعته  اوصادق افغان وو، زړه سون اوسوله غوښتونکی وو، دملي  روحی  پالونکی وه ، دپښتوژبې ادب لیوال وه


۵- ملي ګټو ته ژمن شخصيت و،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ځلې کولې . دبیلګې په توګه دافغان ولس کلتوري ټولنې په هڅه د ويانا په ښوونځيو کې د پښتو ژبې او ادبياتو د زده کړې پيل دارواښادیوه غټه لاس ته رواوړنه په ګوته کولای شو.


۶- میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی  اودډګرسړی وو. سپینې خبرې به  یې کولې .خودسیاسي بحث په وخت کې به دخپل هدف څخه  چاته نه تیریدلو ،چې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .


لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي :


كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ


ژباړه : هر نفس د مرګ څکونکئ دى.


دپورتني آیت شریف سره په تړاوکې دیوې خوادرب العالمین امر منو، خودبلې خو ا دارواښادیوه ډیرمینه وال ملګري په صفت، دهغه نه شتون مابې حده ځوروي . داځکه چې ارواښادپه ډیره تنکۍ ځواني کې دستانکزي کورنۍ اودسلطانزي کورنۍ څخه پاني نړۍ ته ولاړ.


میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه سکندرشي


  (ارواښاد ګل پاچا الفت )


زړه مې ډير څه غواړي چې د هغه د ژوند ليک  اوپښتوژبې ته دخدمت په تړاووليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی .


دخپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب د ارواښادشریفې کورنۍ ،دوستانو،اشنایانو اوهمکارانوته وړاندې کوم . د خدای بښلي د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه سترې او درنې کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دهغه نه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .


په پای کې دسلطانزي ټوله کورنۍ ددې درانه غم او ستریِ ضايعې په مناسبت د ارواښاد معززیِ کورنۍ ، خپلوانو او بېشمېره ملګرو او دوستانو ته دلوى الله پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه  دجميل صبر اوارواښاد ته دفردوس جنت  غوښتنه کوي.


امين يارب العالمين


روح دې يې ښاد وي


(په درنښت )


دجرمني هیواد :


نیټه : دمئ میاشتې دوولسم ۲۰۱۲ز کال


دسلطانزي کورنۍ په استازیتوب


پوهنوال ډاکترنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ