کور / ترخې خبري / دکابل ښاريانو ترانسپورتي ستونزې او د چارواکو بې پامي

دکابل ښاريانو ترانسپورتي ستونزې او د چارواکو بې پامي

په هيواد کې داوسنۍ ادارې له رامنځته کيدو د نهوکلونو په تيريدوسره چې زموږهيواد ته په ميلياردونو ډالره مرستې راوړل شوې نه يوازې د خلکو په ورځني ژوندانه کې دپام وړ بدلون رامنځته نشو بلکه په ځينو برخو کې ستونزې او ناخوالي دوخت په تيريدوسره زياتې هم شوې . په هيواد په تيره بيا کابل ښار کې پر نورو ناخوالو سربيره ترانسپورتي ستونزې ډيرې پراخې شوې او ورځ په ورځ دزياتيدو په حال کې دي. په نورو سيمو په تيره بياسويلي ولايتونو کې د ناامنيو له امله دورځې په لسګونه کورنۍ کابل ته راروانې دي، په پلازميني کې چې له پنځه ميليونه زيات وګړي پکې ژوند کوي دکورونو او نورو ټولنيزو ناخوالوسربيره د ترانسپورت ستونزه ډيره د پام وړده .
له بده مرغه په تيروڅه د پاسه لسوکلونوکې ښاروالۍ، دترانسپورت ، فوايدعامې او کورنيو چارو وزارتونو داسې دپام وړکارونکړ چې دعامو وګړوستونزه پکې تريوه بريده اواره شي او نه هم خصوصې څانګې داسې کارکړی چې د ښاريانوستونزې لږ راکمې شي که ډيری دولتي چارواکي دخپلوشخصي ګټو په لټه کې دي دخصوصي څانګې مسوولين هم ترې کم نه دي .
په کابل کې په تيرو څو کلونوکې څو تنه ښاروالان بدل رابدل شول چې خپل جيبونه يې ډک او ځينې خوپه پراخو بډواو له خپلو کاري صلاحيتونوپه ناوړه ګټې اخيستنې تورن شول خو وروستي ښاروال چې له کومه وخته کارپيل کړی د کابل ښار يو شميرسړکونه يې ورغول او پرځينو خو ماټ ګوډ کار روان دی خود خواشينی خبره ده چې دترانسپورت برخې ته هيڅ پام نه کيږي لکه د چارواکوسترګې چې دخلکوپه تيره دبيابې وزلې پرګنې په وړاندې پرتو ستونزولپاره پټې وي، دغه چارواکي چې په نوي موډل موټرو اوپه مزواو چړچو کې ترستوني ډوب اوپه ګيډه ښه ماړه دي د پليو او وږو له حاله څه خبر دي دهغوي يې د خلکو په ستونزو اوناخوالو څه .
دنړۍ په ټولو ښارونو کې د ښار په مرکزي برخو کې هرومرودملي بسونواو نورو ښاري موټرولپاره عمومي تم ځايونوجوړشوي وي اودښارټولو برخوته موټرد ورکړشوي پروګرام له مخې خلک ليږدوي اودا کنټرول ددولت او يا پياوړې خصوصي برخې لخوا کيږي خو په پلازميني کې په داسې حال کې چې داوسنۍ ادارې له رامنځته کيدو مخکې په ده افغانانو سيمه کې، دپوهنې وزارت ترڅنګ ، پاميرسينما ته څيرمه او همداراز د فروشګاه بزرګ په سيمه کې دبسونو او نوروښاري موټرو تم ځايونه موجود واو خلک به يې له دغو تم ځايونو څخه اړوندوسيمو ته ليږدول. خو د اوسنۍ ادارې په رامنځته کيدو سره د دې پرځاي چې له پخوا لوي او پراخ تم ځايونه چې دسيوري او باران لپاره چتونه ولري د ښار په مرکزي برخو کې جوړشي اودبسونواو ښاري موټروشمير زيات اود تګ راتګ پروګرام يې منظم شي له بده مرغه د دې پرخلاف په ښارکې تم ځايونه ټول له منځه يووړل شول ،هيڅ موټر ته د ښار په يوه مرکزي برخه کې هم د دريدولپاره ځاي نشته او که هرچيرته موټر دسپرلۍ د جګولولپاره دريږي سملاسي ترافيک پوليس دجريمې په نامه ترې پيسې اخلي چې دا په لوي لاس بډواو فساد ته يوډول زمينه برابرول هم دي . اوس هغه موټرچلونکي چې ترافيکوته پيسې ورکړي نو دننه دښارمرکزي برخو ته ورځي اوسپرلي پورته کوي خو هغه موټرچلونکي چې ترافيکوته پيسې ورنکړي بيا له ښاره ليرې سپرلي ښکته اونور کسان جګوي ، دبيلګې په توګه هغه موټر چې له کوټه سنګي ،قرغې، افشارو، باغ بالا او سيلو څخه ښارته راځي د ملي ارشيف په مخکې يې ترافيک دروي او له هغه ځايه ښځې ماشومان اوسپين ږيري پلي د ښار په لور روان وي اوله ښاره چې څوک هغې خواوو ته ځي هم ترهغه ځايه پلي مزل کوي او بيا هلته په موټروکې سپريږي يو نيم ملي بس يانورسرويس موټرونه چې خلک ليږدوي هغه خو بيا ان په قواي مرکزکې خلک ښکته کوي اوښاريان مجبوردي چې له هغه ځايه بياپه بل موټر کې ترښاره ولاړشي چې ډيرځله ښځې اوبوډاګان د اړتياوړتوکي پرسرونو او اوږوبار په دې لاره پلي روان وي چې دهربااحساسه انسان زړه پرې خوږيږي اودا په لوي لاس ددولت لخوا دخلکولپاره ناخوالې رامنځته کول دي .
زه چې هره ورځ په دې له ګڼه ګوڼې ډک ښار کې د نوروستونزو ترڅنګ ښځې،ماشومان او بوډاګان وينم چې په ساعتونو پرسړکونود موټرو په تمه ولاړ وي اويا دښارله مرکزڅخه ليرې د ښاري موټروهغو تمځايونو ته ورځي چې يوه ورځ په يوه اوبله ورځ په بل ځاي کې ورته ټاکل کيږي ډيرکړيږم. د ملي بسونو او نورو ښاري موټرولپاره د تمځايونو نشتوالی او دهغوي لپاره دتګ راتګ د لارې دپروګرام نه شتون هغه لويې ستونزې دي چې له امله يې خلک په ساعتونو دهر واټ پرسر د موټروپه تمه ولاړ وي په تيره بيا سهاراو مازديګر دسړک پرغاړو په لسګونه کسان دموټروپه تمه ولاړ وي ان ترماسخوتنه ځينې خلک دښاري موټروانتظارباسي، ډيرځله ليدل کيږي چې په يوه تم ځاي کې ښاري موټريوپربل پسې يوې سيمې ته روان وي خوداسې سيمې ته چې لاره يې ليرې يا لږخرابه وي يوموټرهم هغې خوا ته سپرلي نه جګوي ځکه موټرچلونکي په خپل سرهرې خواته يې چې زړه غواړي سپرلي پورته کوي .
د ملي بس ريس څوموده مخکې په يوه تلويزيوني بحث کې وويل کابولس کاله مخکې چې په کابل کې د وګړو شميرله دوه ميليونو کم ود ملي بسونوشمير1200 وخو اوس چې په دې کوچني ښارکې دپنځو ميليونو په شاوخواکې خلک ژوندکوي د ملي بسونوشميريوازې 400 دی . دکابل د ترافيکوعمومي ريس بياوايي چې دوي يوازې په ښار کې د ترافيکي کنټرول دنده لري. د ترانسپورت دخصوصي برخې يا سکتورريس بيا ويلي هغوي په دې برخه کې کوم مسووليت نلري. د کابل ښاروالي هم چې په دې برخه کې يوه مسووله اداره ده دنوموړې ادارې مسوولين وايي د تم ځايونوجوړول د دوي کارنه دی.
اوس نوهرافغان په تيره بيا کابل ښاريانوته دا پوښتنه پيداکيږي چې دا نو د چا مسووليت دی چې دغو ستونزو ته پام وکړي. ايا د دغوستونزو د اوارولو لپاره کومه اداره کارکوي که نه ؟په داسې حال کې چې همدا پورتنۍ ادارې که دهيوادپالنې او خلکو ته دخدمت احساس ولري نوپه ګډه کولاي شي چې دخپل هيواد او هيوادوالو دردونه او ستونزې دامکان تربريده اوارې کړي .
په دې هيله چې دولتي چارواکي، دخصوصي برخې مسوولين اوموټرچلونکي دخلکوستونزوته پام وکړي او په دې برخه کې هڅه او همکاري خپل اسلامي اوملي مسووليت وګڼي.