کور / شعر / ارمان

ارمان

ارمان
څومره شتمن يمه ارمان لرمه
له يو جهان كې بل جهان لرمه
وجود مې تور زړه كې سپينه رڼا
سوى بلال يمه اذان لرمه
د مينې غم د مينې غم راروان
زړه كې هوجره ورته د خان لرمه
اوس لا هيله د ژوندون لرمه
اوس هم كوم ستورى په اسمان لرمه
د ښكلو تاب نه لرم، ګرم نه يمه
ساده انسان يمه شيطان لرمه
قسم تر خداى نوره ګناه نه لرم
ګناه مې دا ده چې ايمان لرمه