کور / نثر / مـــور ته ډالۍ

مـــور ته ډالۍ

یوه ماشوم د خدای ج نه وپوښتل، ویل کیږي چې سبا مې دنیا ته لیږۍ، مګر  زه به هلته څنګه ژوند کوم، حال دا چې زه ډیر کوچني او بی وسه یم؟
 
په ځواب کي ورته وویل شول؛ ستا فرښته به ستا انتظار  کوی او هغه به ستا ساتنه او پالنه کوي. 
 
ماشوم بیا و پوښتل، خو زه دلته په جنت کي سندری وایم، مسکیږم او ډېر خوشحاله یم.
 
ماشوم ته ځواب ورکړل شوو: ستا فرښته به ستا لپاره سندري وایی او درته مسکیږی به. ته به  د خپلی فرښتی مینه احساس کړي او ډېر به خوښ وي.
 
ماشوم زیاته کړه، زما خو ژبه نده زده نو چې خلک راسره خبري کوي زه به ورباندی څنګه پوه شم؟
 
ځواب ورکړل شو، ستا فرښته به له پوره پاملرني او حوصله مندي سره تاته خبري کول در زده کړي او درته به داسی ښکلې او خوږي کلیمي وښیي چې تا به کله هم نه وې اوریدلی.
 
ماشوم، زه باید څه وکړم چې ستا سره خبری وکولای شم؟
 
ځواب ورکړل شو، ستا فرښته به ستا دواړه لاسونه سره یو ځای کړي او درته به وښيي  چې څرنګه زما سره راز او نیاز وکړي.
 
ماشوم، څوک به زما ساتنه کوي؟
 
ورته وویل شول چې، ستا فرښته به ستا څخه دفاع  کوي، که څه هم خپل ژوند یی په خطر کي وي. 
 
ماشوم: خو زه به تل له دی کبله  خپه وم چې تاسي نور نه ګورم. 
 
ورته وویل شول، که څه هم زه به تل ستا په څنګ کي وم، ولی ستا فرښته به  تل زما په اړه ستاسره خبري کوي او ما ته د بیرته راستنیدو لاره به در ته وښایي.
 


د ماشوم د راتګ وخت رارسیدلي وو، په جنت کي آرامه ارامی وه ولي له دنیا څخه غږونه اوریدل کیدل. ماشوم په بیړه وپوښتل: خدایه! خدایه! که زما د ستنیدو وخت وي،راته ووایاست چې زما د فرښتی نوم څه دی؟ 
ځواب ورکړل شوو، ته به په  ساده الفاظو هغی ته « مور» ووایي.