کور / نثر / بشرمل ناصر پرمینه او انسانیت مئین شاعر

بشرمل ناصر پرمینه او انسانیت مئین شاعر

له ۲۰۰۴ م کال څخه مي له بشرمل ناصر سره شناخت او پېژندګلوي شوې ده له هغه مهاله تر ننه چې مې بشرمل څنګه پېژندلی دی ډېر کم خلګ به وي چې  په پښتني او انساني مینه دومره ویاړلي وي لکه بشرمل ناصر چې دی او په خاص ډول بشرمل ناصر چې له پښتو سرهبې کچه او بې ساری مینه لري په دې دلیل سره کولائي شم چې بشرمل له تیرو تقریباً دولسو ۱۲ کلونو څخه  د مَلا د خوږو او تکلیف هم لري خو بیا هم په دې تېر دولس کاله چې بشرمل کوم ادبي سفر کړی دی ډېر د ویاړ او پښتو ادب د ارزښت وړ کار دی بشرمل له هم ۲۰۰۴ م کال څخه بیا تر ننه پوري په دې ماته او خوږ مَلا له ږوبه څخه بیا تر کلات پوري ځي او راځي چې په ږوب کې یې کور دی او په کلات کې د خپلو بچیانو د رزق د ګتلو له پاره په خیره موسیسو کې وظیفه اجرا کوي. خو بیا هم نه په بره پښتونخوا کې او نه لره پښتونخوا کې له بشرمل ناصر څخه یو ادبي سیمینار یا مشاعره پاته شوې وې او دا لا هم نه . له دې سره سره بشرمل ناصر په تېروکلونو کې څلور کتابونه ترتیب کړي او لیکلي دي لکه : اول:  ابشارونه د بهلول(د ږوب د شاعرانو تذکره) دویم، په کاڼي زړه کی تنده(لومړۍ شعري ټولګه) دریم ، بادام ګل مشاعره(چې د بادام ګل دودیزه مشاعرې د برخوالو شاعرانو غزلي او نظمونه په کښې دي ) څلورم، د وینو په پیاله زړګی (دویمه شعری ټولګه) په دې کې دا آخریني درې کتابونه یې ما لوستلي دي څومره چې زه پې پوهېدلی یم دا ټول د ویلو وړ دي . د بشرمل ناصر اوله شعري ټولګه هم ما لوستې وه چې ډېره په زړه پوري او د پښتو ادب له پاره ښه ارزښتناکه اضافه ده، خو د نه اوزګارتیا له وجي مي نه شوای کولائي چې څه پرې و لیکم او دا دی بشرمل په ډېره چټکتیا سره دویمه شعري ټولګه هم چاپ کړې او زما مخي ته پرته ده په ډېره لېوالتیا او تلوسه مي ولوستله په هم دې شعري ټولګه کې دومره زور وو چې ما و هڅوي چې څه پرې ضرور و لیکم ،د بشرمل ناصر په شاعرۍ کې د رومانس،ملتپالني،مذهب پالني،کلتورپالني،په ټولنه کې ناخوالي او د منفي رواجونو په خلاف ږغ پورته کول، په نړیواله کچه له پښتنو او افغانانو سره ظلم او زیاتوب،د افغانانو خپله بې حسي نا اتفاقي او نور داسي ډېر ښه او بد یې په ګوته شوي دي. د بشرمل په شاعرۍ کي ډېر پوخوالئ او فني مهارت له ورایه برېښي.او په شاعري کي په دوو صنفونو ښه لاس بری لري داسي مالومیږي چې غزل د بشرمل ناصر د خوښي صنف وي ولې چې غزلې یې زیاتې لیکلې دي او نظمونه یې کم لیکلي دي .او بل غزلي یې زیاتي له فني نیمګړتیاوو څخه لري دي خو په نظم کې یې زما په اند څه نا څه نیمګړتیاوي ضرور لیدل کیدای شي بشرمل ناصر په خپله شاعري کي متل هم ځاي په ځاي په اشعارو کې په ښه فنې مهارت رانغاړلي دي او تلمیحات یې هم په شاعري کي ښه په ټېکنیکل ډول د غزلو په برخه جوړ کړي دي او له دې سره سره یې هڅه کړې ده چې په شاعري کي د پښتو سوچه او لرغوني توري و کاروي چې ډېر ښه د ژبي د غنیتوب سوب جوړېدلائي شي هم دا رنګه څه مات ګوډ فني خرابي هم مخ ته راغلې وي کېدائی شي چې دا فني نیمګړتیا څه په بې پامه غوندي وي د بېلګې په توګه:
اې وخته مزدوري ته ورته اړ یود جابر
جانان مي ښکلومه له اسلام نه یو اوښتي
دلته په دې پورتني شعر کې (ته او ورته) دواړه په یو ځای کارول شوي دي  که څه هم (ته ورته) په یوه مانا دي خو د شعر خوند او فن یې مات کړی دی یا داشعر:
 
چاته چې مرګ ژوبله هم په دغه وخت کې وا نه وړي
سم یې په حساب په اندازه خلګ راغواړه
دلته د شاعر په لاندي نیمبیته کې (سم یې ) چې کارول شوی دی داسي مانا ورکوي لکه شاعر چې کوم بل چا ته هدایت کوي او دا د یوه خاص کس په هکله خبره کیږي خو بیرته د دغې نیمبیتې په اخیرنیو ټکیو کې د خلکو د راغوښتلو امر شوی دی او په نیغ په نېغه ورته ښکاره وايي چې خلک راوغواړه خو هلته د (یې) په کارولو سره بل خاص کس یادیږي که چیري دلته د (سم یې )پر ځاي (سم ته) و کارول شي نو به د شعر د بحر او معنوي پېچلتیا له منځه ووځي . خو داسي نیمګړتیاوي باید په حساب کې نه شي راولي چې (د ښائیستې یو عیب نه عیب دی) شاعر بشرمل ناصر چې په غزل لیکلو کې زیات مهارت لري خو هغومره په نظم کې نه خو بیا هم د نظم هڅه یې هم تر څه حده بریاله ده خو بهر حال منزل ته مزل عادت ګرځول ضروري وي او بری موندلائي شي .اوس به راشو د بشرمل ناصر نوري شاعرۍ ته چې خصلتونه او فني مهارت لري . بشرمل ناصر د کتاب د غزلو پیل پر ۲۲م مخ حسبِ روایت په نعت شریف سره کوي.چې نعت یې ډېر په زړه پوري او فني اړخونه لري او ډېره ساده او روانه ژبه یې کارولې ده او دنعت لیکلو مهارت یې له حضرت محمد(ص) سره بې کچه مینه او احترام ښکارکوي او په خپل نعت کې دا ښکاره کوي چې د کائیناتو په هر پیدا شوي شي کي د سرکارِ عالم ښکلاویني او کاینات د سرکارِاول وآخر له رویه خدای (ج) پیداکړي وي . او د یو ډېر عقیدتمند په حیثیت حضرت محمد(ص) ستايي او داسي یې انځوری وي:
په کاڼو بوټو او ګلاب کې د   جانان  ښکلا   وي
دې مقدس ښکلي محراب کې د جانان ښکلا وي
د اسمان ستوري   یې دیدار ته بدرګه  ولاړ وو
وخته آفتاب او په مهتاب کې د جانان ښکلا وي
او له اسلام سره چې ډېره بې کچه مینه ښکارکوي  او عقیده لري چې په قرآن مجید کې هم د پېغمبر ښکلا ویني لکه:
له   عقیدې   یې  بشرمله   په   رښتیا   ښکلوم
زما ایماني ښکلي کتاب کي د جانان ښکلا وي
لکه څنګه چې پورته مي ذکر کړی چې بشرمل له پښتو او هر وګړي سره مینه لري او دلته یې پر ځان دهر وګړي حق فرض کړی دی او د هر وګړي حق پر ځان لازم ګڼي  او څه داسي په شعري مینه انځوروي :
د چا  بلا  به  واخلم هر سړی د بلا حق لري
وګړي د وطن مي د احساس او دوا حق لري
 
چې لاس له توري واخلي او قلم په کې تکیه کړي
پښتون اولس د دې ارمان ملګرو رښتیا حق لري
او په دغه غزل کې بشرمل و ځان ته هم د خپل فریاد کولو او حق غوښتلو چیغي وهلو حق ورکوي او داسي یې د شعر په ژبه عکاسوي:
په زړه کې یې لونګ رنګه جانان دی پټ ساتلی
اې  وخته  بشرمل  ځکه   د غم   او  ژړا  حق  لري
بشرمل ناصر و جانان، بادار او خپل اولس ته هم ګویا دی او خپل فریاد اورولو ته یې را مراجعه کوي او غواړي چې د بشرمل خبره واورېدل شي او شکوه او ګیله ځني کوي :
د غم زګېروی لري جانانه   ورته   غوږ   ونیسه
په توره شپه کې ته اسمانه ورته غوږ و نیسه
د چا وکورته شهیدان وروړي په سره کفن کي
د چا سندري وي درمانه  ورته  غوږ   ونیسه
ستا بشرمل دي د سکروټو په لار کله بیا یي
د سولې ږغ کوي افغانه ورته غوږ ونیسه
او له خپل باداره سره هم دومره مینه لري دومره ور نیژدې کیږي چې دګیلې او شکوې حق هم ځان ته راوړي او له خپل پروردګار څخه داسي ګیله کوي او د افغانانو بې ځایه غیرت غندي:
باداره!  څنګه و رقیب ته سره ګلونه ویشي
د وخت پسرلي ماته په کلي کې اورونه ویشي
څوک ترهګر شو چا ته نوم د شهید نه ورکوي
افغان وطن به لا تر څو د ننګ سرونه ویشي
دنړۍ زورور خلک هم په ګوته کوي او سر ځني ټکوي چې زموږ تاریخ او کلتور ورانوي او هر وخت یې زموږ ساده اولس په خوشنما چیغو غولولی دی او په شعرونو کې پر اولس ږغ کوي چې وطن او خاوره رانه د یووالي غوښتنه کوي او اولس ته وايي چې باید د نړیوالو له دسیسو څخه خبر و اوسو او برناحقه نه وغولیږو بلکې قام ته مینه ورپه ګوته کوي چې مینه په کار ده کرکه باید ورکه کړو او قام ته حالات داسي انځوروي :
وړي له کلي مینه راته کرکه ویدوي خلک
څنګه مي په کور کي سره لټکه ویدوي خلک
کاڼي مي د غرونو د یوالي اوازونه کړي
خاوره د وطن مي تر اټکه ویدوي خلک
ویاړم بشرمله! چې پښتو لرم  اسلام  لرم
ځکه سم شعور مي بې درکه ویدوي خلک
بشرمل د میني په الزام لګېدلوباندي هم ځان خوښ بولي اود میني په جنون کې و ښه مقام ته ځان رسوي  او په دې مقام ویاړ او فخر کوي بېلګه:
دا ستا د میني په الزام کې په سړي حساب شوم
ویاړم د جنون ښکلي مقام کې په سړي حساب شوم
او د میني جنون یې دومره نازوي چې نن دغه مینه یې د وطن ملي مرام ته د رسیدو په کتار کی راولي دمرام شرایط یې کې پوره کیږي لکه چې وايي:
د    وطن   کاڼي  به   پر   هغو  ګواهي     ورکوي
وخته چې زه یې په مرام کې په سړي حساب شوم
بل خوا  دټولني هغه خلک هم په ګوته کوي او ورته حیران او عجیبه دی چې څه رنګه دا خلک دومره بې ځایه وخت ولري چې پکې نړیوال سامراجي قوتونه ، خائينان او امامان، ساده کلیوال خلک،مُلا او قاضي او دا رنګه وروروژنه هم یې په ډېره ښائیسته او فني انداز په ګوته کوي د بېلګي په توګه:
غواړي چې واړه شرارت ته څنګه وخت پیداکړي
دا د جهان خلک نفرت ته څنګه وخت پیدا کړي
چې ځینې وپوښتې هغه  به   کلیمه   نه    وي یاد
زما   د   کلي امامت  ته    څنګه   وخت   پیدا کړي
و لمر ته کښیني د محراب شا ته  تکیه  و  وهي
دا کلیوال خلک غیبت ته څنګه وخت پیدا کړي
دچا په خیال کې چې وطن نه وي مذهب چې نه وي
د ورور وژني قضاوت ته څنګه وخت  پیدا کړي
بشرمل هم د خوشحال بابا په رنګه د دې فلسفې قایل دی چې باید هر څه چې کیږي هغه پټ و نه شي او مینه هم برملا وشي او ډار پکې نه وي. څه داسي انځوروي:
د  محبت    امام    تکبیر   له     خلکو   پټ   نه   کوي
اذان   د  میني  یې   ضمیر   له  خلکو   پټ  نه  کوي
چې دوږخي سکروټي کښېږدي د رقیب په زړګي
ګرانې مئین خو دي تصویر له خلکو پټ  نه  کوي
هم دارنګه بشرمل ناصر خپله خاوره ډېره ستايي او ډېره ښکلې یې انځوروي او د خپل وطن اوبه ورته لکه آبِ کوثر ښکاریږي او په دې لاندیني شعر کې د لوی افغان د یووالي هم ثبوت پېشوي او د ډیورنډ کرښه یې پکي له مینځه وړې ده:
د پښتونخوا روڼې چینې مي د کوثر په رنګه
د ښکلا زوږ یې هم پامیر له خلکو پټ نه کوي
بشرمل هم پخپله شاعرۍ کي زیات مذهبي رنګ لري او اسلام یې ډېر ځایونه ستایلی دی او د اسلامي نظام په پښتني دود کې د راوستلو خواهیش لري او دقرآنِ مجید عدالت ستايي او د قرآن په عدالت کې انسانيت ویني او د رښتونې مینه هم ډېره مقدسه بولي څه دا ډولیې د شعر په ملغلره پېي:
د قرآن ښکلی عدالت جنګ او نفرت ورکوي
اسمانه سم انسانیت جنګ او نفرت   ورکوي
لکه    طواف  د   کعبې    دومره   ثوابونه  لري
د زړه رښتونی محبت جنګ او نفرت ورکوي
بشرمل له پېرۍ او مریدۍ هم سر ټکوي او د پښتو په خلاف چې کوم کارونه کیږي هغه هم په ګوته کوي او نه غواړي چې نور ځان د بل په پیرۍ و غولوي او یا د چا مرید شي لکه چې وايي:
اوس د چامرید شم پیر مي هم جامې بدلې کړې
نن    په    بله   ژبه  اذانونه     کیږي     کلي   کي
دا  خو   په اسلام  او   بشریت کې   ناروا ګڼو
نن مې د پښتو خلاف کارونه کیږي  کلي کي
بشرمل ناصر خپله غزل هم ډېره ستايي او د سپېلنیو کار ځني اخلي او و خپل محبوب ته وايي چې غزل مي د نظرمات له پاره ښه کار کوي او خپل محبوب ډیر ښايسته یادوي چې نظر نه شي نو ځکه ورته وايي:
وا مي خله غزله نظرمات د پاره کار کوي
اې د میني ګُله نظرمات د پاره کار    کوي
هر یو بیت د میني یې له ځان سره تکراره وه
دا درته څو ځله نظرمات د پاره کار  کوي
اود دغې غزلي په لاندیني شعر کې بیخي زیات شعري نوښت ښکاریږي او په ډېرفني مهارت سره د (غزل)لفظ چې د (درې توري) یعني (غ،ز،ل)یې کارولی دی د پوښتني په انداز رانغاړي او داسي یې عکاسوي خو دا فني شکل ما تر ننه د کوم بل چا په شعر کې نه دی لیدلی کیدائشي نورو شاعرانو به هم لیکلی وي خو زما مخته نه دی راغلی داسي یې دشعر په جامه کي پیشوي:
سوال یې په ماشوم خیال کې پیدا شو راته دا وايي
دا درې  توري  څله  نظرمات   د   پاره  کار کوي
هم دارنګه نور هم ګڼ ټکي یې د شعر په فني مهارت ټکي په ټکي لکه لفظ قام (ق،ا،م)دلته داسي انځوروي او د شعر معنویت ته هم هیڅ زیان نه رسوي:
قاف،الف او میم ته په هنداره زړه کي ځاي لرم
وخته ! هر یتیم ته په هنداره زړه کي ځای لرم
په ټولنه کې د خان او نورو مخورو چې د قام ستونځي نه شي ورکولائ هغو ته هم داسي وايي خو خپل ځان د قام غمخوار ګڼي او نورو زورورو څخه ځان بیل لولي او ډیر ښه انځور یې په شعر کي ځائ کړی دی:
د   کلي    خانه   څو   خصلته   بېل   درنه    لرمه
وطنه   سره    مینه   او   زر داره    غوندي    زړه
په کلې کې د خلکو مرستندویه دی له وخته
چې ور یې بشرمل ته کړ غمخواره غوندي زړه
د بشرمل په شاعرۍ کې هم ډېر نوي نوي عنوانونه شته خو د رومانس ژبه یې په اشعارو کې هم ښه اغښلې ده او له مذهب،کلتور او وطن سره مینه یې شعري ریاضت نور هم ښکلی کړی دی د خپل محبوب او مئين په هکله د غزل په ژبه یې ډېر په نوښت سره انځور کړي دي :
ستا د  جمال  رڼا ته    ما   کتاب  د  میني   وایو
ګرانې ډیوه به راته مړه وه چې په کلي کي وې
 
د  وصال  یو رکات  به  نه  وي  پاته  شوی له  ما
ستا په کوڅه کې به کعبه وه چې په کلي کي وې
یاداسي:
اوښکي   یاقوتي در  وړمه   تول  د میني   سم کوه
ګرانې د ښکلاسوغات دي خاورو ته بې ځایه وړې
راشه   چې د میني  و ملنګ   ته   یې پېرزو کړه ته
ښکلې دځوانۍ زکات دي خاورو ته بې ځایه وړې
همداسي بلا ډیري خوبیاني د بشرمل په شاعري کي شته چې سړی یې و ویلو ته جلبه کیږي او په شاعري کي یې دومره زور دی چې سړی مجبوره کړي چي ضروري ده چې و یې وايي او زما په اند شعر هم هغه ښه شعر وي چې تل والی و لري اوله ویونکي سره یې مینه پیدا شي او ښه په خپله لوستونکی و ځان ته متوجه کوي د بشرمل زیات تره شاعري له هم داسي خصلتونو څخه ډکه ده چې ډېر په وئیلو ارزي. خلک واي چې هر کتاب یو ځل په ویلو ارزي خو زما په اند د بشرمل شاعري په بار بار ويئلو ارزي ولي چې د بشرمل شاعري ژوندۍ،هڅانده او زړه راکښونکې ده .بشرمل ناصر په دې شعري ټولګه کې ډیري غزلي ډالۍ کړې هم دي چې ذکر یې اړین لولم لکه حاجي ښايئسته خان او نظر خان (چې د بشرمل د تره زوی او وراره وو او په یوه اونۍ کې له دې نړۍ څخه کوچ کړی دی) ځکه یې بشرمل هم زیات دړدولی دی او پوره غزل یې ورته ډالۍ کړې ده.
محب الله بهرام شهیدته یې دوې غزلي ډالۍ کړي دي همدارنګه شهید جان الله هاشم زاده، سید خیر محمد عارف، ارواښاد سعیدګوهر او باري اسیرته یوه یوه غزل ډالۍ کړې دي.او دا رنګه یې پیر محمد کاروان هم دوه ځایه په اشعارو کي ستایلی دی.
بشرمل ناصر نظمونه هم لیکلې دي چې زیات نظمونه یې په پاپنده بڼه لیکلي دي خو آزاد نظمونه یې هم لیکلي دي واقعي څه نظمونه یې د ستایني وړ دي لکه :  ٫٫زه به پښتونخوا یمه ٬٬ ٫٫راته خدی په انتظار٬٬ ٫٫بېګناه طلاق٬٬  ازاد نظم او ٫٫ په جهان کې ځناور مري په حساب٬٬  نامي نظمونه په فکري او شعري لهاذ ډیر پوره په زړه پوري دي د بیلګې په توګه:
په جهان کي ځناور مري په حساب
زما وطن کې حساب نشته د سړیو
 
هر خاین  په وینو  ماته کړله تنده
له  هغو څه  ځواب  نشته د سړیو
یا دابند:
خدای له ما سره کړي مینه
دا جهان یې   ماته جوړ کړ
د دې واک یې  راته   راکړ
په هر چا یې حکمران کړم
او داسي نورې ښې بېلګې یې په نظمونو کې لیدل کیږي د غزل په شان یې نظمونه هم په ډالۍ کې و خپلو نازولواو لوړوخلګو ته پیرزو کړي دي لکه محب الله کاکړ (لندن)، اکرم نایاب  او محترم باري جهاني صاب ته یې پوره پوره نظم ډالۍ دی ، خدای دي وکړي چې بشرمل نور لا هم په خپله شاعري کې نور خوږوالی راولي او شاعري یې نوره هم د ګلستان په شان ښايسته او ګلورینه شي . آمین!