کور / تازه خبرونه / کندهار:د حاجيانو نوم ليکنه او پچه اچونه پاى ته ورسېده

کندهار:د حاجيانو نوم ليکنه او پچه اچونه پاى ته ورسېده

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢٠
کندهار افغانستان- د افغانستان د مرکز او نورو ولايتونو په شان په کندهار ولايت کي هم تېره اوونۍ حج ته تلونکو کسانو د نوم ليکني او قرعه کشۍ لړۍ پيل سوې وه چي تېره ورځ پاى ته ورسېده.
د ارشاد، حج و اوقافو وزارت لخوا سږ کال کندهار ولايت ته ټولټال ١١٦١ تنه سهميه ورکول سوې وه چي ټول شمېر کسان د ټاکلي کمېټې په مخکي د قره کشۍ له لاره وټاکل سول.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال نن د ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي سږکال ددې پروسې د شفافيت او چټکتيا په موخه يوه کمېټه ټاکل سوې وه چي پکښي د ولايت مقام، ولايتي شورا، د قومونو اوقبايلو رياست، د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې رياست او افغانستان بانک رياست شامل ول چي ښه پايلي يې لرلې.
هغه زياته کړه چي سږ کال دغه پروسه خورا شفافه او له هر ډول درغلى او فريبکاريو څخه خلاصه وه چي په عام محضر کي د زرګونو کسانو په وړاندي د نوم ليکني او قرعه کشۍ پروسه سرته ورسېده.
نوموړي وويل چي کندهار ته ورکول سوې ١١٦١ تنه سهميه د کندهار ښار د لسو ناحيو او ١٧ ولسواليو پر اوسېدونکو د يادو سيمو د نفوسو تعداد ته په کتلو ووېشل سوه او وروسته يې په منځ کي قرعه کشي وسوه چي ترې بريالي راوتلي کسان به حج ته ولاړ سي.
په نني کنفرانس کي د ولايتي شورا استازي حاجي حفيظ الله، د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې رئيس ګل محمد شکران، د قومونو، قبايلو او سرحداتو رئيس سيدجان زيارکښ او د حج و اوقافو رئيس مولوي نورالعزيز اغا برخه لرل چي ټول د کره کشۍ او نوم ليکني د کمېټې غړي ول.

د کندهار ولايت د ارشاد، حج و اوقافو رئيس ننۍ غوندي ته وويل چي سږ کال د تېرو کلونو په څېر هيچاته فوق العاده نومونه او سهميه نه وه ورکول سوې او نه هم تر دې دمه د کوم شخصي تورستي او سياحتي شرکت سره داسي تړون سوى چي پر بنسټ دي يې حجاج بيت الله شريفي ته ولېږدول سي.