کور / تازه خبرونه / کندهار:د لويي هديرې د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

کندهار:د لويي هديرې د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢١
کندهار افغانستان- په لومړي ځل دکندهار ښاروالۍ له لوري دنهمي ناحيې اړوند په ميان کوه سيمه کي يوه لويه هديره جوړيږي،چي له دې وروسته به ددې ولايت اوسېدونکي پکښي خپل مړي ښخوي.
دغه هديره د کندهار ښار شمالي خواته د لويي ويالې او نهمي امنيتي حوزې اړوند په ميان کوه سيمه کي جوړيږي چي ورته خورا زياته مځکه ځانګړې سوې ده.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ديادي هديرې دبنسټ دډبري دايښودني پرمهال وويل،چي ياده هديره په زرهاوو جريبه مځکه کي جوړيږي او هدف يې دادى څو په کندهار ښار او ولسواليو کي دمړو لپاره ځانګړې هديره شتون ولري.
هغه زياته کړه،چي دکندهارښار نوري هديرې ددې ظرفيت نه لري،چي نور کسان پکښي ښخ کړل سي،ځکه سلګونه کلونه وړاندي جوړ سوي دي.
دکندهار ښاروال محمد عمر عمر په سيمه کي رسنيو ته وويل،چي دادکندهار په کچه عمومي هديره ده،چي هرڅوک کولاي سي پکښي خپل مړي ښخ کړي.
هغه زياته کړه،چي په راتلونکو دريو مياشتو کي به يوشمېرسړکونه، غسل خانه ، مسجد او ګڼ نور کارونه ترسره سي، ترڅو خلک دستونزي څخه ليري ساتل سوي وي.
ښاروال وويل چي ددې هديرې لپاره اوس مهال ٣ زره جريبه مځکه په پام کي نيول سوې خو په خبره يې چي په اړوندو ساحو کي يې نوري مځکي لري او کولاى سي امتداد ورته ورکړي او پسي يې وغځوي.