کور / تازه خبرونه / کندهار: د پوليو ضد واکسين درې ورځنى کمپاين پيل سو

کندهار: د پوليو ضد واکسين درې ورځنى کمپاين پيل سو

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢١
کندهار افغانستان- د کندهار ترڅنګ ددې حوزې په نورو ولايتونو کي هم د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسين ورکولو درې ورځنى کمپاين نن پيل سو.
په دغه درې ورځني کمپاين کي به د لسو زرو رضاکارانو لخوا څخه د سهيلي حوزې ١٣ لکه ٦٥ زره هغه کوچنيان چي عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي واکسين کړل سي.
ننۍ کمپاين په داسي حال کي پيل کيږي چي د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه په ټول افغانستان کي ددې وژونکۍ ناروغۍ ٨ مثبتي پيښي ليدل سوي چي ٧ يې يوازي په سهيلي حوزه کي دي.
دکندهار والي ډاکټر توريالي ويسا ددنننۍ کمپاين دپرانيستي مهال پر ټولو مېندو ،پلرونو، امنيتي ځواکونو او همداشان وسله والو مخالفينو ږغ وکړى چي دکمپاين پرمهال دواکسين دکمپاين درضاکارانو سره مرسته وکړي.
هغه له ملا امامانو وغوښتل چي دوى هم په مسجدونو کي د وعظ پرمهال خلک او کليوال دېته تشويق کړي چي خپلو ماشومانو ته د واکسين دوه څاڅکي ورکړې او له آبدي معيوبيت څخه يې وژغوري.
نوموړي دپوليو ضد واکسين دپنځو کلونو څخه دکښته عمرلرونکو کوچنيانو لپاره مهم او اړين وګاڼه او روغتيايي مسولينو ته يې ددې پروسې دښه تطبيق امر وکړ.
د کندهار ولايت د عامي ورغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي په تېرو شپږو مياشتو کي د څو مثبتو پېښو ثبت ددوى لپاره ښه زېرى نه دى او په خبره يې چي بايد د کنټرول لپاره يې نور اساسي ګامونه واخستل سي.
هغه زياته کړه، که چيري دکندهار ځايي اوسېدونکي په دې پروسه کي ورسره مرسته ونه کړي، نو ددې پېښو ګراف به لوړ او په زيات شمېر کسانو به دګوزڼ يا فلج په ناروغۍ اخته سي.
تېردې وړاندي هم دکندهار ولايت دواکسياسينون دعامه پوهاوي مسولينو خبر ورکړى و،چي په سهيلي ولايتونو کي دواکسين په وړاندي دخلکو بد ذهنيت او نه دګټو څخه يې ناخبرتيا ددې لامل سوې،چي دفلج ياګوزڼ په وړاندي دکمپاين پروسه تر پوښتني لاندي راولي.