کور / تازه خبرونه / کبير رنجنبر د اختطاف او جنسي تيري په تور ونيول سو

کبير رنجنبر د اختطاف او جنسي تيري په تور ونيول سو


دافغانستان لوى څارنوالۍ دولسې جرګې پخوانى غړى داکتر کبيررنجبرد جنسي تيرې په تور ونيوه .
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وايي چې د ولسي جرګې پخوانى غړى عبدالکبير رنجبر يې د يوې انجلۍ دتښتولو او هغې سره د جنسي اړيکو په تور نيولى دى اوپوښتنی تری رواني دی.
د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري ويلي دی، چې نوموړۍ د کابل په  ده سبز ولسوالي کې نيول شوى دی اوانجلۍ هم له ده سره په کور کې یو ځای وه.
رحمت الله نظری وويل، چې دغه انجلۍ ٩  مياشتې وړاندې تښتول شوې وه، چې د ملي امنيت او پوليسو له لوري يې پلټنې روانې وې.
په ښځو باندې جنسي تيري او ناوړه دودونو په پدې وروستيو وختو کې په افغانستان کې زيات شوې دي.
د څارنوالي مرستيال وويل، چې داکتر کبیر رنجبر اوس مهال په څارنوالۍ کې دى او پوښتنې ګرويږنې ترې روانې دي.
دغه انجلۍ چي ۱۱ مياشتي مخکي تښتول سوې ده وايي چې نهه مياشتې ورسره عبدالکبير جنسي تيرى کاوه ، دڅارنوالۍ مسؤلينو ويلې دي چې له ځوانې انجلۍ څخه پنځلس ورځې وړاندې يو ماشوم هم زيږيدلي دى .
انجلۍ ويلې چې ماشوم يې د رنجبر سره د جنسي اړيکو وروسته پيداشويدى .
کبیر رنجبر دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند د(پرچم) ډلی هغه پخوانی غړی دي چي څه کم  ۱۵ کاله د پخوانی شوروی اتحاد دلیننګراد په ښارکی او سیدي. د خپل تحصیل د پای ته رسیدو وروسته بیا هم رنجبر پنځه کاله هلته  په لیننګراد کي اوسیدی او د هغه وخت د خلق ددموکراتیک ګوندعمومی منشی ببرک کارمل ورور محمود بریالی سره  یی شخصي اختلافات درلودل نو ځکه کابل ته یی تګ او راتګ نشو کولای.
کبیر رنجبر هلته په لیننګرادکی دیوی قفقازی روسی ښځي سره واده وکړ اوتردي دمخه یی په کابل کی  دیوی افغانی نجلي سره نامزاد( کوزده) شوی وو. چه هغه اړیکې بیا هغه وخت بیر ته سره وشکیدلي چه دی  په شوروی ا تحاد کي د تحصیل په زده کړو بوخت وو..کوم وخت چه کبیر رنجبر دداکترنجیب په وخت کی د علومو اکاډمۍ رئیس وو.  که چیری دغه تور ریښتیا هم پر رنجبر باندي ثابت شي نو بیا  دکلکی جزا اوسزا وړ  دی. کبیر رنجبر د  افغانستان د پخوانی  بانک رئیس بصیر رنجبر او د داؤدخان په دوره کی دپولیسو مشر عبدالصمد ازهر ورور دی هغه چه د  محمدهاشم میوند وال دمرګ په قضیه کي  دلاس لرلو ګمان پری کیدی .