کور / شعر / غزل

غزل


راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې



اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې



ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې



بيا دې ملا جانه دا د حورو قيصه وکړله
بيا دې د لالچ او شهوتونو سترګې تورې کړې



دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې



د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې



مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې