کور / تازه خبرونه / دصبريو په ولسوالي کي ټول ښوونځي تړل شويدي

دصبريو په ولسوالي کي ټول ښوونځي تړل شويدي

د خوست ولايت د صبريو په ولسوالۍ كې د معارف ټول ښوونځي اوليسې د احتجاج په توګه د زده كوونكوپرمخ وتړل شول.
پدې ښوونځيو كې شپاړس زره زده كوونكي په زده كړوبوخت دي او وايي چې تر هغې به يې ښونځي تړلي وي، ترڅو دولت د دوى درو غوښتنوته مثبت ځواب ونه وايي.
د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ د پوهنې مديرحاجې جنان وايي چې وروسته له هغه يې د احتجاج په ډول دښوونځيوپه تړلولاس پورې كړ چې له اړوند وزارت او دولت څخه د دروو پوښتنو په مثبت ځواب په موندلو بريالي نه شول.
نوموړي وايي له دولت څخه يې درې غوښتي دي يو داچې بهرنې ځواكونه دې د شپې پرمهال تلاشۍ نه كوي، دويم داچې بهرني يا ايتلافي ځواكونه دې خوستي بندايان خوشي كړي اوبله داچې د پوهنې وزارت دې د دوى ولسوالۍ اړوند ښوونكو هغه معاشونه وركړي چې څه موده وړاندې، ترې وسله والو د توزيع پروخت وتښتولې.
د خوست ولايت د پوهنې ريس عزيزاحمد هاشمي وايي چې د دوى د معاشونو په اړه يې له وزارت اړيكې نيولې خو د وزارت ځواب يې داوي چې ترهغې پورې به معشونه ورنه كړي ترڅو چې دوى پدې اړه خپلې پلټنې پوره كړې نه وي.