فراه: دسړک غاړي بم د ملکي خلکو موټر والوزاوه
پرون ۹ بجی دفراه ولایت دپشترود ولسوالۍ دنهال دښت دکلی په اړونده سیمه کی یو سراچه موټر دسړک دغاړي پر ماين برابر سو ، په پېښه کي ۴بیګناه ملکی کسانوته مرګ ژوبله واوښته، چی یو کس مړ او ۳ نور یی ټپیان کړل، د فراه ولايت مطبوعاتي وياند عبدالرحمن ژوندی وايي چي دا ماين وسله والو طالبانو ښخ کړی و .
ښاغلی ژوندی وايي چي وروسته له پیښي بیاهم دیادي ولسوالی امنیتی ځواکونه وتوانیدل چی دساج دکلی په یوه زړه او مخروبه کلاکی ۳ بوجی یا (خریطی) منفجره باروت او کیمیایی توکی ترلاسه کړي.
په دې وروستيو کي د سړک غاړي بمونو په پېښو کي ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلي کچه مخ پر لوړېدو ده ، تېره ورځ په هلمند ولايت کي هم د سړک غاړي ماين د ملي راډيو تلويزيون د يوه خبريال عبدالهادي همدرد پر موټر وچاودېد چي په پېښه کي نوموړئ په حق ورسېد .