کور / کیسه / پیټر اونور علی

پیټر اونور علی

پیټر اونور علی په یوه دفتر کې کار کاوه. پیټر امریکایی وو او په خارجی پست یې کار کاوه اونور علی افغان. د پیټر تنخوا د لسو زرو ډالرو خوا اوشا وه او د نور علی اوه سوه. مګر بیا هم نور علی له پیټر څخه زیات کار کاوه تر دې چې زیاتره به یې د بیټر کار هم کاوه ـ که څه هم نور علی د سیکرتر په توګه کار کاوه مګر په کارونو کې یې جارو وهل، صفایی کول او کله نا کله لوښي وینځل هم شامل وو. خو بیا هم نور علی په خپل کار کې خوشاله وو او هغه ورځ یې تر اوسه نده هیره چې خپله لومړنی تنخوا یې اخیستې وه او په تشناپ کې یې په پټه دوه درې ځلې نوټونه وشمیرل او د ګروپ رڼا ته یې ونیول چې چیرته کم یا جعلی نه وی.
د پیټر او نور علی تر مینځ ښې اړیکې وې، خو کله نا کله به د پیټر له خولې ورته د ((Fuck off)) ټکی ووتل چې نور علی به پرې بیا نه پوهیدو. په ډکشنرۍ کې به یې د ((Fuck)) معنی پیدا کړه مګر د ((Fuck off)) یو ځای معنی یې به خپله زړه ډکشنری کې پیدا نشوای کړای.
پیټر به چې سهر دفتر ته راغلو نو له لیرې څخه به یې ((Hi)) وکړ. په ځواب کې به نور علی ودریدو، او کله نا کله به يې یو لاس هم ور وړاندې کړ چې اکثره به همداسې به هوا کې پاتې شو. مګر نور علی ته تر ټولو دلچسپه د پیټر د جامو او د خبرو سټایل وو چې په نور علی به ډېر ښه لګیده او کوښښ به یې کاوه چې هغه هم د پیټر غوندې لباس او خبرې وکړی. هر وخت به یې د پیټر کوټ او پتلون ته کتل او بیا په ټوله ورځ په فروشګاه کې د کوم بل پیټر په کوټ او پتلون پسې ګرځیدو ـ مګر د نور علی دغسې په ځیر ځیر کتلو پیټر یو څه شکمن کړی وو او په نور علی یې د کوم بل څه ګومان کړی وو ، خو بیا هم کومه عملی نمونه یې نه وه لیدلې. یو ځل ترینه پیټر د ګرل فرینډ په اړه ترینه پوښتلی وو چې نور علی په کلکه رد کړه او ورته وویل چې زه داسې کارونه نه کوم او د پیټر شک یې نور هم زیات کړ. له دې وروسته یې د نور علی د فیس بک پاڼه خلاصه کړه تر څو وپوهیږی چې هغه په میل (نارینه) یا په فیمیل (ښځینه) کې دلچسپی لری، خو چې پاڼه یې خلاصه کړه نو تر سترګو یې شول چې interested in both ( یعنی چې هر څه پر مخ ورشی). پیټر پر دې څه پوهیدو چې نور علی د شرافت له وجې داسې لیکلی وو یعنی چې له نجونو سره کار کتار نه او له هلکانو تر څنګ په یوه سترګه ورته ګوری. مګر بعضې شیان دلته یوه او په غرب کې بله معنی ورکوی.
څه موده وروسته پیټر د څه مودې لپاره په رخصتی بهر ته لاړو نو نور علی یواځې پاتې شو. خو د ایمیل له لارې به یې هر وخت پیټر ته لیکل چې ((Miss you and come soon)) . د دغې ایمیلونو له وجې په نور علی د پیټر شک په یقین کې بدل شو او اخر چې پیټر له رخصتی وروسته بیرته دفتر ته راغلو نو نور علی ورمنډه کړه او په کابلی سټایل کې یې پیټر په مخ ښکل کړ. پیټر له دې حملې څخه د خلاصی لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې مګر بچ نه شو. د پیټر رنګ تک شور شو، منډه یې کړه کوټې ته ، ور یې په ځان پسې بند کړ او زر زر یې په کمپیوټر یو لیک ولیکلو چې په لاندې ډول وو ـ
It is hereby notified that I have been sexually harassed by my secretary during the office hours after I came back from a short leave. On doing such a dirty act, I am firing Mr.Noor Ali from his post with its earliest application.
Peter
(کله چې زه له لنډې رخصتی وروسته بیرته راغلم نو په دفتر کې د دفتری کار پر وخت پر ما باندې د نور علی (سیکرتر) لخوا جنسی حمله وشوه . د هغه د دغه ناوړه عمل له کبله زه هغه له دندې ګوښه کوم.)
پیټر