کور / نثر / باران د افغا نی کورنۍ جګړې او وچو، کلکو سنتواو کلتوریو هنری انځور

باران د افغا نی کورنۍ جګړې او وچو، کلکو سنتواو کلتوریو هنری انځور

لیکوال سید رضا محمدی
ژباړن : محمد اصف شینواری


باران دافغانستان دمعاصر او هڅا ند لیکوال وکیل سوله مل شینواري دلومړنیو داستانونو ټولګه ده چې تازه دافغانستان دوسله والو ځواکونو دلوی درستیز شیرمحمد کریمي له انګریزی ژباړې سره دافغانستان ټایمز دخپرندویه ټولنې له لورې چاپ او خپره شوی ده.په دې ټولګه کې هغه داستانونه راغلي چې دافغانستان جګړې او ورانۍ په خپل متن کی رانغاړي او دافغانستان دمنل شویو خو وچو کلکو ټولنیزو اوکلتوري سنتو او روایاتوسره  جدال او مبارزه پر مخ بیایی.


ښاغلي شینواري تر دې وړاندې هم درې کتابونه د(رنځوری هیلې)(پنځوس ملیونه) او (زړه کلا ) په نومونولیکلي او خپاره کړیدي.او همدارنګه یې ګڼ نورداستانونه او څیړنیزې مقالې هم خپرې شوې دي.  دهغه نورې کیسې هم همدا ډول رنګ لري پخواني کتابونه یې په انګریزۍ ژبه کې له خورا تاوده هرکلي سره مخ شوي و.


زه شینواری له ډیر پخوا راهیسې پیژنم په دقیق ډول دده  ایجادات هغه څه دی چی ښایي سړی یی له یو لیکوال نه هیله لري.شینواری هغه څوک دی چی له لیکلو سره بی کچه او لیونۍ مینه لري اولیک لوست ورباندی دمعشوقی په څیر ګران دی دا دهغه ظاهري ستاینه ده خو په باطن کې هغه یو ازاد شخصیت دی داسې ازاد چې بې له خدایه یې چاته سر ندی ټیټ کړی او له هغه پیژندګلوۍ او ملګرتوب نه  چې دګڼ شمیر واکمنو سره یې لري ناوړه ګټه نده پورته کړې بلکې په بدل کې یې هغه لږه شتمني چې په خورا سختۍ یې تر لاسه کړې د خپلو هیواد والو ،ملګرو او فرهنګیانو په چوپړ کې ورکړې ده  همدا چې دهیلې په څیر مجلې (۲۳) ګڼې یې چې هیڅ ډول سوداګري او کارو بارنه لري په خپل لګښت چاپ کړې ښه بیلګه بللاې شو.دا په رښتیا هم چې دشاباسي وړ ده.


په پښتو کې ډیر کم داسې کتابونه شته چې دانسان اروا ته ننوزي خو دا دښاغلي شینواري داثارو او پنځونو بنسټیز غښتلتوب او ځانګړتیا ده.هغه پرته له هر ډول ویرې دانسان روح ته چې له ډیرو ناویلو ډک دی ورننوزي  ،هغه خبرې چې دافغانستان په څیر ټولنه کې یې په اړه څه ویل هم ستونزمن دي او له کلونو راهیسې دویرې دڅلي په څير دي لکه  بربنډتوب،غیرت ، ناموس او داسی نور…


شینواري ددې ټولومراندې ور سستې کړي دي. دبیلګې په توګه د خوب، پښيمان او څیرې او اندیښنې داستانونو کې لوستونکی دخپلو داستانونو داتلانو ناروغه او خورا پیچلو ارواو ته ورننباسي.


پخپله دباران کیسه دهغه ملت کیسه ده چې داسماني بلا تر لاندې ژوند تیروي  دا سمبولیکه بلا چې دسړي فکر بربنډوي،هغه مهال چی دثور دمیاشتی باران چی باید دخداې رحمت وي نه زحمت پر یو داسې کړاو اوړي چې له خلکو هر څه تروړي.خلک دخپلو سترګو پر وړاندې خپل هر څه له لاسه ورکوي.او دخپل  مادي ژوند دخلاصون لپاره یې هر ډول هلې ځلې ځاې نه نیسي.


دهغه بوډا پلار خبرې چې درحمت دباران په اړه یې کړي تر ټولو لانجمنې خبرې دي.(کله چې پلار وایي مه ویریږۍ دا باران دخدای رحمت دی او خدای تعالی همیشه پر خپلو بندګانو مهربانه دی هغه موږ پیدا کړي یو او هغه مو ساتونکی دی او موږ له هغه تیښته نه شو کولای.


بوډا دخدای رحمت ننګوي  هغه رحمت چې له پلرونو او نیکونواو له یو نسل نه بل ته پر یو درانه سنت بدل شوی دی لیکوال په ډیره چالاکۍ  او ځیرکتیاسره ددې روایت پر بنسټ دقیامت دورځې انځور کښلی دی لکه د(روژه ساراماګو) په کیسو کې یې چې وینوهغه صحنې چې دانسان اروا اړ کیږي ،ټولیز اخلاق نړیږي خو دتریخ باور ژوروالی موجود وي چې دخلکو په وسیله دوضیعت دبدلون پروړاندې خنډ جوړوي.پر توکل باور چې وروسته پاتې والی توجیه کوي.دکیسې په پاې کې چې ګاونډی دخدای له رحمت نه ناهیلی کیږي دډیرې ناهیلۍ په ژبه  وایي موږ هرڅه له لاسه ورکړل.او زیاتوي چې سیلاو زموږ هر څه وړي.تریخ او غمجن پای لکه دیوناني لیکوال(نیکوس کازانتازکیس) دکیسې هغه صحنه چې دکیسې اتل دهر څه له لاسه ورکولو وروسته وایي  اوس له ګډا پرته بل څه نه لرو.دبډو کیسه تقریبا داخلاقو او پیسو دمخامختیا ډیر تکراري او پرله پسې روایت دی.دمارانو او بنیا دمانو کیسه هم په یوه سمبولیک کلي کې ددې طبیعي بلا یوبل انځور دی هغه سمبولیک کلی چې دشینواري په کیسو کې دافغانستان دیوې وړې بیلګې په توکه یاد شوی دی.


دمار او سړي دملګرتیا کیسه چې په افغاني ټولنه کې مار دانسان ستر دښمن ګڼل کیږي او له جنت نه زمکې ته دانسان دراویستو لامل همدا مار دی .څرګنده ده چې دا ملګرتیا به هم ویرجنه پای ولري.هغه پای چې لیکوال یې هم دڅرګندولوپه لټه کې دی.


دزړې کلا کیسه ډیره ساده او سمبولیکه کیسه ده هغه کلا چې وطن دی او خلک چې له کلونو وروسته بیرته وطن ته ورستانه شوي دي هغه ځایونه چې پخوا پکې کلا ګانې وې اوس ټول وطن هدیرو نیولی دی دکورنۍ غړي غواړي له خپلو نیکونو ورپاتې دا کلا بیرته ورغوي هغه کار چی ټول وطن پالونکي یې کوي.دکلا ابادول دکورنۍ تر منځ دشخړو دراولاړیدو سبب ګرځي هغه شخړه چې په هدیرو کې دوه قبرونه نور هم زیاتوي.دکلي دملا او ملک او دکورنۍ دپلارچې ډیر دکتاتور هم دی خبرې ډیرې تکراري خبرې دي چې په پرله پسې ډول ویل شویدي په حقیقت کې ددې ټولو ستونزو عامل دپلار بې ځایه ضد او سرتمبګي ده دهغه پلار چې دې کړنو یې دنوي نسل پر خولې مهر لګولی او یوازې پر کړاونو کړاونه ورزیاتوي.


دخوب کیسه یې نیمګړې کیسه ده چې ددې ټولګې تر ټولو غوره او هغه کیسه ده چې په افغاني ټولنه کې یې د افغاني فکر پر امکاناتو دنوې کیسه لیکنې دبیلګې په توګه یاده کړو. دا کیسه دهغه چا په اړه ده چې لیونی شوی او هره شپه ویروونکي خوبونه ویني او ټول طبیبان او ملایان یې په درملنه کې پاتې راغلي هغه یې په ټولو زیارتونو ګرځولی هغه ځایونه چې د درملنې لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه دي .په دې روغتون کې نذرونه ورکول کیږي او هیلې پوره کیږي خو لیونتوب هغه ناروغي نده چې دزیارت زور هم پرې ورسیږي.دا لیونتوب تر هغې چې دویروونکو خوبونو دلیدو لړۍ پاې ته ونه رسیږي پای نه مومي دا هغه کیسه ده چې ښایي یو په زړه پورې ناول پرې ولیکل شي خوښایي په دې برخه کې دلیکوال لټي ددې کیسې دنیمګړې پاتې کیدو ستر لامل وبولو.ستر ستر لیکوالان دداسې سوژو دموندلو لپاره زیارونه ګالي خو زموږ لیکوال ددې سوژی سره ډیر بې تفاوته چلند کړی او په څنګ ترې تیر شوی دی هغه کولاې شو چې دکیسې دهر اتل ذهن ته په جلا توګه ورننوزي او بیا یې کولاې شو دا کیسه دبیلابیلو روایتونو له مخې ولیکي په دې کیسه کې دپردې تر شاه شخصیتونه شته ،پخپله لیوني هم باید خپلې خبرې کړې واې .کیداې شواې چې خوب هم څه ویلي واې او کیدای شو چې دا صحنې دخوب او ویښتیا تر منځ ګډې شوې واې دا هغه کارونه دي چې زموږ لیکوال ندي کړي.دیاودنې وړ ده چې دا دلیکوال دداستانونو لومړۍ ټولګه ده دا هغه داستانونه دي چی که اوسني لیکوال یې وغواړي په دویم ځل یې ولیکي او که داسې وکړي نو هغه شناخت چې زه یې دلیکوال په اړه لرم او پر دې پوهیږم چې هغه څومره د کیسو په پیژندلو کې پرمختګ کړی دی او څومره دلیکوالۍ ادب ته ژمن دی خامخا به یی ډیر توپیر کړی واې.


ددې سره سره دا کتاب یوه بیلګه ده چې کاشکې پرټولو افغانانو ویشل شوی واې دا هغه کیسې دي چې دافغانانو دذهنونو څیړنه کوي او افغان ته دهغه دخپلی پیژندګلوۍ او بهرنیانوته دافغانانودپیچلي ذهن دپیژندنې هنداره مخې ته ږدي ،کاشکې زموږ دهیواد فرهنګي چارواکو دښاغلي هیواد مل په څیر ادبیاتو ته جدي پاملرنه کولاې او دادبیاتو له ځواک نه یې دپرمختللي ژوند په رواجولو کې ګټه اخیستې واې دښاغلي هیواد مل کړنې باید وستایل شي او هیله کیږي چې له ښاغلي هیواد مل او څو نورو په څیر چې دژبې او ادب غم ورسره دی داسې ټولنه جوړه شي چې دنړۍ دسترو لیکوالو لیکنې زموږ په ژبو  او زموږدلیکوالو اثارپربهرنیو ژبو وژباړي  او نړیوال بازار ته یې ورسوي دعلومو اکاډمۍ او ناروغه سیاسي ګوندونه دا چاره نه شي تر سره کولاې ځکه یو ملت تر ډیره پر خپلو ادبیاتو ژوندی دی که دیوقوم پالونکي سیاسي ګوند زرمه برخه بودجه دښاغلي شینواري او دده په څیر دنورو لیکوالو دکتابونو چاپ ته ځانګړې شوې واې نو قوم به د ادبیاتو په زور ژوندی پاتې وایې او که نه دګوند او ټوپک په زور هیڅ قوم بقا نده کړې.


دشیرمحمد کریمي یادونه هم باید وکړو دوسله والو ځواکونولوې درستیز .داسې څوک چې زموږ دلیکوالو عقل دهغه پر اوږو دموجودو ستورو شمیر ته هم نه رسیږي خو د دومره ستورو لروونکی له ادبیاتو سره دومره تړل شوی چې کیني او داسې یوه ټولګه ژباړي دا ددې هیلې راټوکوي چې نور نو دپوځي ستورو دور تیریدونکی دی او دافغانستان دنوي نسل برخلیک پر ادبیاتو ټاکل کیږي.که څه هم چې دهغه په ژباړه کې ځینې وړې تیروتنې تر سترګو کیږي لکه دتاریخونو  دمقالې یادونه او داسې نور خو ددې ټولو سره سره دهغه روانې ژبې او ژباړې دې کیسو ته نوره ښکلا هم وربخښلې.