کور / شعر / پښتونخوا

پښتونخوا

دا د پښتنو وطن دی پښتونخوا نوميږي
هر يو بچی يې تورزن دی پښتونخوا نوميږي
وطن په عشق کې ګوره دا هسې سربازان دي
تړلی په سر کفن دی پښتونخوا نوميږي
ځوان دی که بوډا قربانيږي د وطن په ننګ
دې ته حيران هر دښمن دی پښتونخوا نوميږي
هر بوټه يې خړوبيږي د غيرت په وينو
ښايسته زرغون چمن دی پښتونخوا نوميږي
خود به په لړزا وي غليم له تش میدان څخه
دلته کې هر يو تورزن دی پښتونخوا نوميږي
ورزي جنګ ډګر ته په ګډا د ډولو سره
دا ټول مين پر اتڼ دي پښتونخوا نوميږي
زه احمدزی چې په جګو غرونو يې مين يم
دا غرونه زما ګلشن دی پښتونخوا نوميږي