کور / اقتصادي / ودریښمو نوي لار او دافغانستان اقتصادي وده

ودریښمو نوي لار او دافغانستان اقتصادي وده

د وریښمو لاري تاریخ ته یوه لنډه کتنه

دوریښمونوي لار هغه اصطلاح ده چي د سوداګرۍ هغي تاریخي شبکي ته اشاره کوي کوم چي شرقې، غربې او شمالي اسیا د مدیتراني هیوادنو، اورپا او همدارنګه دي شمالي او شرقي افریقا دځینو برخوسره تړي.
دوریښمو لار ۴۰۰۰ میله یا ۶۵۰۰ ګیلومتره اوږدوالي لري چي په اوږدو کي دکوریا، چین، هند، پاکستان، افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قراقستان، قرغیزستان، ترکیه، عراق سوریه او داسي نورهیودانه پراته دي.
داچي ولي د لاري ته د وریښمو لار ویل کیږي ځواب یي په تاریخ څه دارنګه پیدا کولاي شو، د میلاد نه ۲۰۶ کاله وړاندي چین به خپل د وریښموتولیدات د همدي لاري د نړي نورو هیوادنو ته استول نوپه همدي اساس دي لاری ته وریښمو لارویل کیږي. دوریښمو دلاري د مرکزي اسیا برخي بیا د میلاد نه ۱۱۴ کال وړاندي پراخیتا موندلي ده.
د وریښمواو د تجارتي مالونو سره بیره په دي لار مختلف نظریات، کلچرونه او مذاهب هم دیوی خوانه بلي خواته تللي او راغلي دي چي په دي برخه کي د اسلام او دبوداییزم مذهب يي ښي بیلګي دي.
لنډه داچي د وریښمو لاري ددي لاري په اوږدو کي د پرتو هیوادنو په اجتماعي، فکري ، عقیدوي او اقتصادي وده کي خوار مهم رول لوبولي دي.

ودریښمو نوي لار او دافغانستان اقتصادي وده
دافغانستان منطقوي موقعیت افغانستان ته دا اجازه ورکوي ترڅو په یو بین المنطقوي اوبین القاريی سوداګریز مرکز باندي بدل شي، چي په دي سره به نه یواځي دافغانستان اقتصاد وده ومومي بلکه ورسره به د ګاونډي هیوادنو او د اسیا دلويي وچي اکثره هیوادونه لکه هندوستان،پاکستان، ایران،تاجکستان، ترکمنستان اقتصادي وده هم ترخپلي اغیزي لاندي راولي.
دوریښمودلار په مرسته به افغانستان یوځل بیا د نړي د نور هیودانو سره وتړل شي چي په دي سره به دافغانستان هغه انزوا چي له کلنو راهسي دوام لري پاي ته ورسیږي.
ځیني امریکاي اقتصاد پوهانو په دي نظر دي چي د افغانستان د جغرافیایي موقعیت په پام کي نیول باید هڅه وشي ترڅو داسي تګ لاره په پام کي ونیول شي چي ورسره افغانستان په یو منطقوی تجارتي مرکز باندی بدل شي، او دا به د یو داسي هیواد لپاره چي په بهرنیو مرستو باندی ولاړي دي د عاید یوه ښه او دوام دار منبع وګرځي.

د وریښمو له لاري به دافغانستان حکومت و کولاي شي چي نوي اقتصادي فرصتونه رامنځ ته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي ترڅو په په مختفلو برخوکي پانګوني وکړي، په ځانګړي ډول سره پانګونه د افغانستان په طبعي زیرمو کي به له یوي خوا پانګوالو ته د کټه وره وی او له بلي خوا به له دی سره به افغانستان دي پرمختګ یو نوي مرحلي ته داخل شي .
څرنګه چي افغانستان په وچه کي راګیر هیواد دي نو د وریښمو له لار به سمندر ته دلاري د پیداکولو په برخه کي هم مرسته وکړي، او ددي لپاره چي ددي لاره نه ښه ګټه پورته شي د افغانستان حکومت بایدی د خپلو ګاونډیو سره اوږد مهاله تجارتي لوضنامي ولري، ترڅو افغان سوداګر په اساني او پرته له کومي ستونزي خپل صادراتي او وارداتي مالونه افغانستان ته دننه او دافغانستان نه بهرته انتقال او په نړیوالو بازارونو ګی خرڅ کړي.

دا حقیقت په پام کي نیولو سره چی افغانستان یو ګرهڼیز هیواد دي او زیات و کړي يي په کرهڼه او مالداري بوخت دي نو د وریښمو له لاري سوداګرۍ به وګولاي شي چي د دوي په اقتصادي وضعیت کي بدلون رمنځ ته کړی ، څرنګه چي اوس مهال د افغانستان کرهڼیز محصولات نړیوال بازارته لار نه شي موندلاي ولي که د افغانستان حکومت و توانیږي چي د وریښمو له لاري د کرهڼیزو محصولاتو ګورنۍ مارګیت د نړیوالو مارګیټونو سره ونښلوي، چي ورسره به زمونږ ګرهڼیز محصولات،وچه او تازه میوه نړیوالو مارکیټوته لار پیدا کړي، په نړیوالو مارکیټوکي د ګورني محصولاتو خرڅلاو به له یوه پلوه د ګروندګرو او سوداګرو به اقتصادي وده باندي مثبته اغیزه ولري له بله پلوه به د مالیاتو په اخیستلو سره د افغانستان د حکومت د عوایدو کچه هم لوړه شي.
همدارنګه د وریښمو له لاري به زمونږ کورني لاسي صنایع هم نړیوالومارکیټو ته لار پیدا کړي چي په دي سره به کورني لاسي صنایع او ورسره تړلۍ کارونه وده ومومي اوپه راتلونکي کښي به یو ستره عایداتي منبع شي.

دامریکا د جیولوژیکي سروی په اساس افغانستان لږ تر لږه د ۱ تریلیون ډالرو په ارزښت دمعادنو څښتن دي، چي کیندنه او لیږد یی نړیوالو مارکیټوته د یو پرمختللي او خود کفا اقتصاد زیري ورکوي، ددي لپاره چي موضوع ښه روښانه شي له دي جملي څخه د دوه داسی کانونو یادونه کوم چي په یوه له نیکه مرغه مود وړاندي کار پیل او په بل به یی په ۲۰۱۶ میلادي کال کي کار پیل شي، چي دا عبارت دي د لوګر د مس عینکو ګان اود حاجی ګک د اوسپنی کان. د لوګر د مسی عینګ ګان خو له ورایه د منطقي دخلکو په اقتصادي ژوند کي مثبت بدلونه رامنځ ته کړي دي، د حاجي ګک ګان به هم چي تر کال ۲۰۱۶ پوري استخراج شي ، استخراج او لیږد به يي ۹۰۰۰۰ نوي زره کاري فرصتونه رامنځ ته کړي ، اوس که چيره د داوړه ستر ګانونه د وریښمو له لاري نړیوالو بازاروته دی خرڅلاو لپاره ولیږدول شي نو ګټه او اغیزه به یي په اقصادي وده ب څو برابره شي.
څرنګه موچي د وریښمو د لاري د سوداګري په اړخ خبري وکړي او تر یو اندازي پوري مو د دي لاري اغیزه په اقتصادي وده باندي وڅیړله، اوس راځو ددي لاري په ترانزیتي اړخ باندي لږ رڼا اچو،
د هندوستان او چین په پراخه پیماني ودي دد هیوادنو اړتیا ګازو او بریښنا ته زیاته کړي ده ، څرنګه چي د ترکمنستان ګاز او تاجکستان بریښنا به د افغانستان له لاري هندوستان او پاکتسان ته ترانزیت کیږي نوله همدي امله دا به د افغانستان د حکومت لپاره د یوي ستري عایداتي منبع په توګه رامنځ ته شي. دلوضنامي پر اساس د افغانستان حکومت ته داجازه ورکړل شوي ترڅو یو اندازه بریښنا او ګاز په هیودا کي دننه مصرف کړي چي دا د هغه کورني تولیدي فابریکو لپاره د خوښي زیري دي چي اوس مهال د بریښنا دکمښت سره مخامخ دي، دبریښنا له زیات والي سره به کورني تولیدي فابریګي په تولید پیل وکړي چي په دي سره به افغانستان د تولیدي اجناسو په برخه کي هم خپل لمړني ګام واخلي .

د بریښنا او ګاز انتقال د تاجکستان او ترکمنستان نه هندستان او پاکستان ته یوه اوږد مهاله پروژه ده چی انتقال یی خورا پرمختللیو زیربنايي جوړښتونو ته اړتیا لري،څرنګه چي افغانستان د زیربنايي جوړښتونو په برخه کي د ستونزو سره مخامخ دي نو په همدي اساس رغونه او تنصیب يي د پام وړ سرمایه ګذاري ته اړتیا لري.ترڅو هغه زیربنايي جوړښتونه چي په دی برخه کي اړین دي رامنځ ته شي لکه دي پایپ لاین اوبریښنا د پایو نصبول او داسي نور.

څرنګه چي د زیربنايي جوړښتونو رغونه خورا زیاته سرمایه ګذاري ته اړتیا لري او دافغانستان حکومت یواځي نه شي کولاي چي داسي ستري پروژي تمویل کړی نو له نیکه مرغه باید ووایم چي د امریکا متحده ایالاتو په دي برخه کي ۴۰ زیربنایی پروژي منظور کړي چي په تطبیق سره به یي په لمړي پړاو کي کاري فرصتونه او عاید خلق شي او په دوهم پړاو کي به افغانستان د منطقي په کچه د پرمختللي زیربنایی جوړښت څښتن شي چي دا به وکولاي شي د وریښمو له لاري سوادګري ته نوره هم وده ورکړه او د افغانتسان حکومت چی اوس مهال په بهرني کومکونو باندي متکي دي دخپلو عایداتي منابعو خاوند کړي.
لنډه داچي د وریښمو نوي لارکولاي چي دافغانانو په ژوند باندي مثبتي اغیزي ولري، هغه داسی چي ددي لاري د پراخیتا لپاره باید په پراخه کچه سرمایه کذاري وشي، پراخه سرمایه کذاري په نوي کاري فرصتونه رامنځ ته کړي چي ورسره به عاید خلق شي دخلکو د ژوند او د عامه خدمتونو کچه به لوړه شي، په دوهم پړاو کي به افغانستان د پرمختللي زیربنایی جوړښت خاوند شي چي ورسره به نړیواله سوداکري پيل شي، او په دریم پړاو کي به افغان سوداګر و کولاي شی چي منطقوي او نړیوالو مارکیټونو ته لاره پیدا کړي، چي په دي سره په دا فغانستان اقتصاد د وده او پرمختک پړاو ته داخل شي.

په دي لار کي پرتي ستنونزي

هغه ستونزي او خنډونه چي په دی برخه کي شتون لري په لاندي ډول دی
۱ـ داخلي امنیتي ستونزي، دافغانستان داخلي امنیت اوپه ځانکړي ډول د لویو لارو امنیت د ډاډ وړ نه دي.
۲ـخراب زیربنایی جوړښت.
۳ـ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتی لوضنامي نه عملي کیدل.
۴ـ د هندوستان او پاکستان ترمنځ او همدارنګه دازبکستان، تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ ستنوزي هم د وریمښو له لاري په سوداګري باندي نا وړي اغیزي کوي.
۵ـ بیروکراسي.
۶ـ فاسد دولتي چارواکي.

د دي لپاره چي د وریښمو لار، او ددي لاري نه سوداګری او ترانزیت ته وده ورکړو څه باید وکړو؟

۱ـ د پاکستان سره لاسلیک شوي د سوداګرۍ لوضنامه باید هر څه زر اجرا شي، چي په دي سره به افغان سوداګر وکولاي شي چي خپل تجارتي مالونه له دی لاري افغانستان ته د ننه، اوبهر ته پرته له کومی ستونزي واستوي.
۲ـ د پاکستان او هندوستان تجارتي راوبطو ته باید وده ورکړل شي، سره له دي چي اوس هم د دواړو هیوادنو ترمنځ تجارتي اړیکي شتون لري خو دا په دي پیمانه نه دي چي وکولاي شي د وریښمو لاره ته لاښه وده ورکړي.
۳ـ هڅه باید وشي چی د افغانستان ټول سرحدي ګمرګونه په پرمختللي وسایلو باندي تجهیز شي.
۴ـ هغه ترانزیتي مالونه چی یواځي د افغانستان له پلو څخه تیریږي. باید د لیږد موده او مصارف یی تر نهايي اندازي پوري کم شي، ترڅو په دی سره بهرني سوداګري دي ته وهڅول شي چي خپل تجارتي مالونه د افغانستان له لاري نور هیوادنو ته واستوی.
۵ـ په افغانستان کي د ننه د حلقوی سرک پاتي برخی باید بشپړشي ، چي ورسره به مزاري شریف د هرات ښار، بیا د هرات ښار د کندهار سره او کندهار د کابل سره ونښلي.
۶ـ د افغانستان حکومت باید د تعمیر شویو سرکونو پاملرنه په ښه ډول سره وکړي او پرنږدي چي ودان شوي سړکونه یو ځل بیا ویجاړ شي.
۷ـ همدارنګه د اوږدو لارو د امنیت ساتني ته باید جدي پاملرنه وشی، ترڅو د سوداګرو ځان او مال د هرډول ګواښ نه په امان وي.
۸ـ هغه خڼدونه چي د کندهار اود بلوچستان د ګوادر بندر ترمنځ پراته دي لکه د ویزي مسایل، رشوت، د ترازیتی مالونو ځنډونه او داسي نور باید زر تر زره لمنځه لره شي.
۹ـ افغانستان باید د نوري نړلي سره د ریل ګاډی د پټلي په زریعه هم و نښلول شي، څرنګه چي افغانستان تر اوسه پوره په دي برخه کي کوم د پام وړ پرمختګ نه دي کړي نو په همدي اساس دي برخه ته باید د پام وړ پاملرنه وشي، ترڅو د په نږدي راتلونکی کیږی بهرنی سوداګري او ترانزیتي مالونه د ریل ګاډی په پټلي هیواد ته د ننه راوړل شي.
۱۰ـ افغانستان باید د انرژي د ڼړیوال مارکیټ سره ونښلول شي ، چي په دي برخه کي باید د ګاز د پایپ لاین د غزولو او همدارنګه د بریښنا د پایو د نصبولو کار په ډیره چټکی سره پیل شي، چی له دي به د افغانستان حکومت و کولاي شی چی د ترکمنستان ګاز او تا جکستان بریښنا هندوستان او پاکستان ته ترازیت کړی.
۱۱ـ او همدارنګه د نوي عصر د تفاضاوو مطابق باید افغانستان د معلوماتی تکنالوژي په مرسته هم د نوري نړي سره ونښلي، چي په دي سره به کورني سوداکر و کولاي شي چي د نړیوالو مارکتټونو څخه ځان خبر وساتي.