کور / شعر / سترګي

سترګي

ستا په سترګو کښې ویل دي غږیدل دی
انځورونه تری جوړیږي، پوهول دی
دا د پټ زړګي خبري سترګي وایي
په یوه کتو په غشی یې ویشتل دی
دتودی مینې انګار کښې دی سپرغئ شوم
ستا کتو کښې یو مطلب دی سوځول دی
نه رحمیږي ،دزړګی مینی ته ګوری
ملنګئ سوال دی زما،ستا قبلول دی
ما قسم دی پخوا کړی څې ملنګ شم
زما دهیلو یوه برخه ستا لیدل دی
اوس په غاړه مې کچکول دملنګی کړ
د ښکلا د مینی کور ته دریدل دی
په زرګو نو زما دهیلو یوه هیله
ستا په څنګ کښې مې دمینی سپړیدل دی
دا دبخت غوټئ څې سپړي تنکئ پاڼی
دسرحد په سترکو بیا څه ښه لیدل دی
۷-۸-۲۰۱۲