کور / شعر / ګلبڼ مي

ګلبڼ مي

په ګلـبـڼ کـي مـي کارګانوځای نـولی
پام کــوه مـلـیاره، چي بلبل نه وي نتلی
بڼ مـي ډک د رنګارنګ ښکلوګلونـو
چي وو په تیــرومهالــو کــي ما لیـدلی
دخزان په واند یې مه ګـوره بهار دی
پـــه دا څـــو زاغـــانو بڼ نــه وۍ نتلی
دا توري کاغۍ وځي کله زما له بڼه؟
چي په ستـــرګويې خــپـل ووینم پسرلی
وړانـد وینه غـواړم نه چي دلته وکړم
خـــو له هـرخـزان وروسته وي پسرلی
ډېري آزمویني تېري کـړي دي دا بڼ
د دې واري ملیارورته کلک دی درېدلی