کور / شعر / دملي یووالي او نیکپا په ویاړ

دملي یووالي او نیکپا په ویاړ

درنو لوستونکو!
سلامونه او نېکې پیرزوینې مې ومنئ هیله ده دمباره کې روژې بختورې اوبرکتي پلوشې درڅخه را تاو وي تاسو شاهد یاست، چې دروژې په مباره که میاشت کې ما کومه لیکنه نه درلوده دا ځکه چې نه مې غوښتل څوک زما دقلم په تېره څوکه خوږ شي البته زما لیکنې،نیوکې اوتندوالی یوازې داصلاح او ناخوالو دورکېدو لپاره دي خو یو نیم کس بیا لږ څه په بله سترګه ورته ګوري په هرصورت وخت مو ډېر نه نیسم تاسو ټولو ته دګران افغانستان او زموږ دپیاوړو زلمو دبریا او ځلېدو مباره کي وایم په همدې اړوند مې په یو نظم کې دخپل زړه غوټې راسپړلې دي هیله ده ستاسو دخوښي سبب وګرزي .

دملي یووالي او نیکپا په ویاړ

نن مې بیا افغانستان افغانستان شو
نن مې بیا په غلیم تندر اوتوفان شو

نن مې نوم دملک دژبو په سر ناڅي
نن ګټونکی په لندن کې یوافغان شو

نن زه ویاړمه پخپل افغان زلمي مې
هزاره ورورنن زموږ د درد درمان شو

روح الله نیکپا سمبول شو دیووالي
بخت یاره ورسره وکړه نور هم ګران شو

نن دقوم له وړو کوڅو راووت
نن شریک د هرافغان په دستارخوان شو

نور به نوم دهزاره ورباندې نه ږدئ
نن نیکپا بریا دهر قام اوزبان شو

هزاره وروڼه زما زه هم ددوی ورور
دا تاجک ازبک ترکمن هم زما ځان شو

نورواړه قومونه هم دي زموږ وروڼه
کوم بدبخت وایي یووالی مو پاشان شو؟

دنیکپا بریالیتوب لوی سبق راکړ
دملي یووالي ګل دی شګوفان شو

اوس که غواړې دسر خیر دې غلیمه
پښې دسپکې کړه جهان له تا پښېمان شو

بهاوي تا په یوه پښه رقیب مات کړ
ستا مېړانې ته هر یو افغان حیران شو

درد دې واخلم درواوري شم هیواد واله
افغانیت دې نړیوالو ته عیان شو

نیکپا ګرزه لر اوبر کې په سرو سترګو
ته دټولو یې ستا ټول افغانستان شو

زه بامیانو ته درځم ته هم پکتیا ته
دبسمل یاران هر یو ستا دعا خوان شو