کور / شعر / د کږو وروځو نظارې

د کږو وروځو نظارې

 
د کږو وروځو نظارو کې کتابونه هېر شول
زاهد غريب نه غلمان؛ حورې؛ جنتونه هېر شول


چې د سورکو شرابي شونډو خوند ېې وليدلو
د شيدو؛ شهدو او شرابو ېې رودونه هېر شول


د توبې اسپه ېې په نيمه لاره ګوډه کړله
مستۍ راواخيست تري عذاب او دوزخونه هېر شول


نيک ټای په غاړه په پتلون او درېشۍ کې راغی
زما په اند ترې لمونځ اودس او مسجدونه هېر شول


وايي چې ور د توبې خلاص ده رب غفور رحيم ده
صابر؛ قهار او د جبار ېې تري نومونه هېر شول


د مخلوق مينې ېې جونګړه د تقوا ړنګه کړه
د خالق مخکې ترې انعام او ثوابونه هېر شول


راته په دواړو سترګو ړوند په غوږو کوڼ ښکارېږي
په تور لحد کې ېې سوالونه ځوابونه هېر شول


چې ېې د نفس او د شيطان ځنځير کړ دړې وړې
ف – ث عاجز نه ېې تېر شوي ټول وختونه هېر شول


چې ېې د عقل ګرېوان کله تر لمن څيرې کړ
د مجازي مينې په هکله ېې بابونه هېر شول 
13.01.2005