کور / خبرتیا او پيغامونه / دخپلواکۍ د ورځي په مناسبت خوست والي پيغام

دخپلواکۍ د ورځي په مناسبت خوست والي پيغام

دهېواد خپلواکۍ دورځې د٩٣يمې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
درنو هېوادوالو!
دزمري دمياشتې ٢٨نېټه چې درمضان المبارک دمياشتې له ٣٠مې نېټې سره سمون خوري،٩٣کاله وړاندې په همدې ورځ ددې لرغونې هېواد زړورو ،اتلو ولسونو او نومياليو غازيانو له انګريزي ښکيلاک څخه په ډير شجاعت سره خپلواکي وګټله اوپه نړيواله کچه يې ددغه خپلواکۍ اعلان په ډاګه کړ،ټولو هېوادوالو اوپه ځانګړې توګه دخوست ولايت اتلو ،زړورو او ميړنيو ولسونوته دافغانستان دتاريخ ددغه سترې بريا يعنې دهېواد دخپلواکۍ دورځې د٩٣يمې کليزې دلمانځنې په وياړ دمبارکۍ مراتب وړاندې کوم ،په تاريخ کې دستر نړيوال استعماري انګريزي ښکيلاک څخه دهېواد دخپلواکۍ دګټلو ٩٣يمه کليزه اوبريا مومبارک شه!

په هېواد مينو خوست مېشتو ولسونو!
زمونږ هېواد چې دتاريخ په بېلابېلو دورو کې دوخت ددښمنانو سترو استعماري ښامارانو او ښکيلاکګرو ترکرغيړنو يرغلونو اوتيريو لاندې راغلى دى ، خو زمونږ دپلرونو داتلوليو،مجاهدواوسپېڅلومبارزو په پايله کې دهېواددخپلواکۍ وياړبيرته ګټل شوى او راخپل شوى دى ،دتاريخ په اوږدو کې دخپلواکۍ په ګټلوکې ټولو افغانانو بيا په ځانګړې توګه دوخت دلويې پکتيا اتلو ولسونو دخپلې اسلامي ،ملي ،جذبې اوپاکو احساساتو له مخې په ډيره وطن دوستۍ او هېوادپالنې سره رغنده اونه هيريدونکې مبارزه ترسره کړې ده دخپلو سرونو په قيمت يې داستعمار ډيرې امپراطورۍ ړنګې کړې دي ازادۍ اوخپلواکۍ يې ګټلې دي چې ددغه ډول وياړمنې خپلواکۍ دګټلو ټول ارزښتونه به زمونږ دهېوادد تاريخ په حافظه کې دتل لپاره ژوندي او دولسونو دژوندانه په تاريخ کې به راتلونکو نسلونوته دپند اوعبرت ددرسونوپه حيث ژوندي پاتې وي.
دايو تاريخي او څرګند واقعيت دى چې دوخت سترو يرغلګرو استعماري ښکيلاکګرو ځواکونو چې په ټوله نړۍ يې دامپراطورۍ او واکمنۍ نېشه درلوده دټولو نړيوالو،ملي اوبشري اصولو خلاف يې زمونږ پرخاوره اوهېواد باندې يرغل کړى دى ،چې دهراستعماري ښامار يرغل ته ،په اسلام او وطن مينو غازيانو او مجاهدينو لخوا غاښ ماتونکي ځواب ورکړل شوى ، په پايله کې دافغانستان ميړني ولس دخپلې خاورې ،هېواد اومينې دخپلواکۍ اووياړڅخه ډک تاريخ راخپل کړى دى.
دخوست سوله غوښتونکو خلکو!
ځيرک اوپوه ولسونه هغه دي چې دخپل هېوادملي گټو ،ملي هويت اوملي دريځ ته درناوى ولري ،مونږ ټولو ته لازمه ده ،چې په خپلو فکرونو اوسالمو کړنلارو سره دټولو هغه ناوړه عملونوغندنه وکړو کوم چې دټولو اسلامي اصولو خلاف دي ،په خپله خاوره کې ددې لپاره چې نور دټولو بدمرغيو ،ناخوالو او کړکيچونو مخه نيول شوې وي ،اړتيا ده چې ټول يوموټى شو،دهرډول سياسي،قومي،ژبنيو،اوسمتي توپيرونو او وسلوالومخالفتونوڅخه تيراويواځې دملت جوړونې ، هيواد جوړونې اساسي بنسټونو ،ابادۍ اوترقۍ ته پام وکړو دهرې ناوړه پديدې په وړاندې مبازره سرته ورسوو ،ترڅوله يوې خوا دخپلو ميليونونو شهيدانولوړو هيلو او ارمانونو ته ځان ورسوو اودبلې خوا په خپله ټولنه کې دټولو مثبتوبدلونونو اوسمونونو بنسټونه ځواکمن کړو.
لکه څرنګه چې تاسې ټولو ته څرګنده ده چې زمونږ په هېوادکې اوس مهال ترلسيزو جګړو وروسته ددې نوي ملي نظام په چوکاټ کې ډير مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي ،نظام مو پياوړى شوى دى ،دولتي حاکميت ټينګښت موندلى ،دخپلو سرو واکمنيو مخه نيول شوې ،ټولو افغانانو په ملي يووالي ،اسلامي اوملي روحيې سره دخپل هېواد جوړولوته ملاوې تړلې دي ،غواړي په زياراوکوښښ سره خپل هېواد او ولس ته سوله اونيکمرغي راوړي .
نو زمونږ ټولو لپاره دهمدې کليزې دلمانځنې دتاريخي ارمان په اساس يوه بنسټيزه اړتياداده ،چې دخپل هېواد دپرمختګ ،هوساينې ،نيکمرغۍ ،سولې اوثبات په ډګرونو کې شپه او ورځ خپل تلاشونه زيات کړو دخوست ټول ديني شخصيتونه ،قومي مشران ،دمدني ټولنو غړي ،فرهنګي ،علمي څيرې اوټول ولس بايد په دغه ولايت کې دټولو مثبتوپرمختګونوسره لاخپلې همکارۍ اوملاتړته دوام ورکړي ،دخپلې ولايتي ادارې سره په دغه ولايت کې دټولو ناوړو پديدو پرضد اوږه په اوږه مبارزه وکړي ،دسولې په منځته راتګ ،ټينګښت اوساتنه کې چې دهېواددسياسي اوتاريخي ژوند برخليک ورسره تړلى رغنده ونډه واخلي ،دخلکو ترمنځ دخپل منځي شخړوپه حل کې خپل منځګړيتوب ته دوام ورکړي ،دپوهنې په ډګرکې دټولو پرمختګونو ستاينه اوملاتړوکړي،دټولوبې عدالتيو،ناپوهيو،ټولنيزو فسادونواو نورو ژورو ننګونوپرضد خپلو سپېڅلو مبارزو ته په جديت اوقاطعيت سره ادامه ورکړي ،ترڅو مونږ دورته سپېڅلو مبارزو په کولو سره دتل لپاره په خپل هېواد اوسيمه کې دنيکمرغيواو وياړونو تاريخ ولرو
زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا،دسولې دولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،امنيتي ،کشفي نظامي ارګانونو ،مدني ټولنو بلکې ټولو ولسونو په استازيتوب دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشرجلالتماب حامدکرزي،ټولو افغانانو په ځانګړې توګه دخوست ولايت اتلو ،ميړنيو اوشريفو ولسونو ته دافغانستان دتاريخ ددغه سترې بريا يعنې دهېواد دخپلواکۍ دورځې د٩٣کليزې په وياړ دمبارکۍ مراتب وړاندې کوم.
دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه په افغانستان کې دسولې ،امن ،ثبات ،پرمختګ ،بيارغونې او يووالي غوښتنه کوم چې نور ټول افغانان له سترو بدمرغيو اوبې عدالتيوڅخه خلاص شي ، اوافغان ملت دځلانده تاريخ په درلودو سره په سيمه اونړۍ کې ديو سرلوړي ،مترقي ،متمدن ،واحد،ځواکمن او واکمن ملت په توګه ژوند وکړي.

خپلواکي مو مبارکه شه
خوست والي
الحاج عبدالجبارنعيمي