کور / شعر / لمراوسپوږمې

لمراوسپوږمې

لمرستــوري او سپــوږمې ځلیـږي پرآسـمان
دا دوی رڼـا کــــوي ځمکه غــــرونه ټول جهان
ستوري اوسپوږمۍ موتیاره شپه کړي را رڼا
پرځمکه رڼاورځ راولي لـمـر پــرهــر مــکان
داټـوله کائیات په خوځېـدو دی ورتـه ګــوره
هـریــو له ځانه یــون لــري څـرخي په دوران
د دوی له خوځېدونه پیدا کېـږي هـره پـیـښه
ورځ ووشپه څلور فصلونه د ځمکي لـه دوران
دآنظم دی خدایي هــرشی ښـوري په فـرمان
کـــه ځـــمکه وي که لـمراو ستـوري پرآسـمـان