کور / شعر / مړې سترګې

مړې سترګې

مونږ يو عشقان عشقان پيژنو
روغ او ليونيان په ګريوان پيژنو

سترګې به يې سرې سترغلي غټ غټ وي
ټوله شپه شبګير نه خفګان پيژنو

مړې سترګې لري او مړه کاته کوي
دا يې وي ادا پرې جانان پيژنو

دوه ياران چې کله هم يو ځاى ګوري
ډير شي پريشان رقيبان پيژنو

هسې د صبا نعرې چرګانو سره مه وهه
مونږ هم مسلمان يو اذان پيژنو

زمونږه په جړا چې چا خندلي دي
ويښ يو ويده نه دښمنان پيژنو

څوک به يې زړګى کړي د حبيب ټکور
ټول دي غمازان اشنايان پيژنو