ملاله يوسفزۍ
ملاله بيا د يوه پير زرينه پاڼه شوله
زما د نسل د لوستو اړينه پاڼه شوله
دښمن مو يو دی هغه لر دی که بر
يوه دميوندبله د صوات وياړمينه پاڼه شوله
لکه پخوا يوه قهرمانه لرو ستايو به يې
چي د تورتم په وړاندي تکه سپينه پاڼه شوله
لکه يې هيلي وې سپيڅلې هغه هم سپيڅلې
د پوهي تږو لره دا واورينه پاڼه شوله
نن دا دشرم پيټی چا په خپله غاړه واخست
يوه د لنګ ملا بل دا ننګينه پاڼه شوله
بابوزی
١٣٩١/ميزان/٢١